د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

تاجکستان کې د افراطيت د خپرېدو وېره؛ د حکومت له‌خوا کور په کور د پوهاوي کمپاين پيل شوی


داعش ته جذب شوي د تاجکستان او مرکزي اسیا هېوادونو یو شمېر ځوانان
داعش ته جذب شوي د تاجکستان او مرکزي اسیا هېوادونو یو شمېر ځوانان

د تاجکستان په سویل کې د ختلان په سیمه کې له ۱۸۰۰ څخه زیات ملکي مامورین د دې لپاره ګمارل شوي چې کور په کور وګرځي او خلکو ته د مذهبي افراطي ډلو سره د یوځای کېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړي.

تاجکستان دا اقدامات وروسته له هغې کوي چې حکومت یې په‌دې هېواد کې د مذهبي افراطیت له زیاتېدو اندېښمن دی او د دغه هېواد لسګونه وکړي په روان کال کې د روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او ایران له‎‌خوا په ترهګریزو بریدونو د کولو یا پلانونو په تورونو نیول شوي دي.

د ختلان د اوسېدونکو په وینا، د دغو غیر رسمي خبرو په ترڅ کې چې د "کور په کور" په نوم د پراخ کمپاین د یوې برخې په توګه ترسره کېږي، چارواکو له خلکو غوښتي چې د د هغو انلاین ګروپونو په وړاندې خبردار اوسي چې د اسلام تر نامه لاندې ځوانان په ترهګرو او سخت‌دریځو سازمانونو کې جذبوي.

د ختلان والي دولت علي سعید تېر اګست کې خبریالانو ته د نورو جزییاتو ورکولو پرته وویل: "هغه معلومات چې موږ د قانون پلي کونکو ادارو له‌خوا ترلاسه کوو د اندېښنې وړ دي."

نوموړي د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته زياته کړه چې په دغه ولايت کې له مذهبي افراطي ډلو سره د يوځاى شويو ځوانانو شمېره خورا لوړه ده.

سعید وویل، کور په کور ټیمونو تر دې دمه په ټول ولایت کې له ۶۲۰۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ لیدلي، له ځوانانو او د هغوی له مېندو پلرونو سره یې خبرې کړي دي.

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د ختلان والي وويل، دغه ټيمونه چې دولتي چارواکي، د سيمه‌ييزو شوراګانو غړي، استادان او ډاکټران په‌کې شامل دي، تر دې وړاندې یې په همدې برخه کې کورسونه جوړ کړي وو.

د ختلان یوې اوسېدونکې ازادي راډیو ته وویل، چارواکي له خلکو څخه هم غواړي چې خپلو هغو خپلوانو ته چې په روسیه کې کار کوي یادونه وکړي چې د تروریستي سازمانونو احتمالي جذبونکو څخه ځانونه وساتي.

ګل اندامې وویل: "دوی راته وویل چې تل باید خپل مسافر کارګر مېړه او زوی ته خبرداری ورکړم چې په هیچا باور ونه‌کړي، محتاط اوسي او یوازې په خپل کارفکر وکړي."

چارواکي ادعا کوي، ډېری تاجک اتباع چې د اسلامي دولت یا داعش او د هغې څانګو په څېر له نورو افراطي ډلو سره یوځای شوي، په روسیه کې یې افراطي کارونو ته مخه کړي ده.

په انټرنېټ کې د امامانو له‌خوا جلب او جذب

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د اکاډمۍ له‌خوا د تېر اګست په میاشت کې د یوې سروې د پایلو راپور ښيي چې، لږ تر لږه ۸۵سلنه تاجک اتباع چې د سوریې، عراق او افغانستان په څېر هېوادونو کې د داعش لپاره جنګېدلي، په روسیه کې د کار پر مهال ګمارل شوي دي.

د دې راپور لیکوالان خبرداری ورکوي چې د کډوالو په منځ کې د مذهبي افراطیت مفکوره مخ په زیاتېدو ده او "ملي امنیت ته جدي ګواښ" ګڼل کېږي.

دوی د "انټرنېټي امامانو" په اړه هم خبرداری ورکوي او وايي، دوی د کډوالو کارګرانو سره د خبرو اترو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د جنوری میاشت راهیسې، ۳۰ تاجک اتباع د داعش د اسلامي دولت د خراسان څانګې په استازیتوب په بهر کې د تروریستي کړنو په ترسره کولو یا پلانو تورن شوي دي.

روسي چارواکي ادعا کوي چې د مارچ په ٢٢مه نېټه مسکو ته څېرمه د کروکس په ښار کې د کنسرت په تالار کې خونړی تروریستي برید د څلورو تاجک وګړو له‌خوا ترسره شوه.

د روسیې د پولیسو له‌خوا له برید کوونکو سره د مرستې په تور تر شلو ډېر مشکوک کسان نیول شوي دي چې ډېری یې تاجک وګړي دي.

په دغه برید کې ۱۴۵ کسان ووژل شول چې پړه یې داعش منلې وه.

د روان میلادي کال د مارچ په ۲۹مه داعش ډلې په مسکو کې خونړۍ برید وکړ چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول.
د روان میلادي کال د مارچ په ۲۹مه داعش ډلې په مسکو کې خونړۍ برید وکړ چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول.

دغه راز د راپورونو له‌مخې د ایران په کرمان ښار کې، د جنورۍ په درېيمه د دوو تاجکي وګړو له‌خوا دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې ۹۱ تنه یې ووژل.

د متحده‌ایالاتو چارواکو د جون په میاشت کې اته تاجک کډوال د متحده‌‌ایالاتو په خاوره کې د تروریستي بریدونو د پلانولو په شک ونیول.

د جرمني پولیسو د جنورۍ په میاشت کې خبر ورکړ چې، یو تاجک سړی یې په جرمني او اتریش کې پر کلیساګانو د حملې د پلان په تور نیولی دی.

په تاجکستان کې د جنورۍ میاشت په یوه چاودنه کې چې د واکمن خلق دیموکراتیک ګوند سیمه‌يیز مشر یې هدف و، د داعش خراسان څانګې ته منسوب شو.

چارواکو د ختلان دا پېښه یو "ترهګریز برید" بللی، خو نور جزیات یې نه‌دي ورکړي.

تاجکستان يو بې‌وزله هېواد دی چې لس میلیونه نفوس لري او د دغه هېواد اکثریت وګړي مسلمانان دي.

بې‌وزلي او بې روزګاري په‌‌دې هېواد کې د داعش په څېر د افراطي ډلو د استخدام لپاره ښه موقع برابروي او د داعش د انلاین ډلو له‌خوا نهلیي تاجک ځوانان په نښه کېږي.

د ایران په کرمان ښار کې، د جنورۍ په درېيمه د دوو تاجکي وګړو له‌خوا دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې ۹۱ تنه یې ووژل.
د ایران په کرمان ښار کې، د جنورۍ په درېيمه د دوو تاجکي وګړو له‌خوا دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې ۹۱ تنه یې ووژل.

حکومت د خلکو مذهبي دودونه په کلکه کنټرولوي.

ټولې دیني مدرسې او څو جوماتونه تړل شوي او په ښوونځیو او کارځایونو کې د حجاب اغوستل منع شوي دي او دغو اقداماتو د ډېرو خلکو غوسه هم راپارولې ده.

"کور په کور" نوښت او همدارنګه د کلي په کلي او د سړک د لارې کمپاین یوه لسیزه مخکې د حکومت د پالیسیو د ودې لپاره پیل شو.

دا هڅې په ټوله کې په ټولنیزو، مالي او کلتوري مسئلو تمرکز کوي.

دا کمپاین په ځینو سیمو کې پر حجاب بندیز لګوي او ښځو ته د دودیزو جامو د اغوستلو سپارښتنه کوي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د پوهنتون یوه استاد وویل، د افراطیت پر ضد د کمپاین نوې تګلاره ښیي چې حکومت له افراطي ډلو سره د یوځای کېدو د مخنیوي لپاره له ټولو لارو کار اخلي.

ارشیف: یوه تاجکۍ مېرمن
ارشیف: یوه تاجکۍ مېرمن

د دغه پوهنتون استاد چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، د خلکو کورونو ته تلل او د انلاين ګمارنې په اړه خبرداری ورکول ښايي اغېزمن وي، ځکه هغه تاجک پلرونه چې سوريې ته تللي او يا يې مسکو ته څېرمه بريد کړی، نه‌پوهېږي چې د داعش ډلې له‌خوا د دوی د زامنو فکرونه بدل شوي دي.

د دغه پوهنتون استاد زیاتوي، یوازې ویناوې کافي نه‌دي، ځوانان باید په ښه معاش او اقتصادي فرصتونو کې د کار او راتلونکي لپاره هیله‌مندي ولري او په ځوانانو کې زیاتېدونکي نهیلي به خطرناکې پایلې ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG