د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

نړۍ

په امریکا کې د تاجکستان ۸ وګړي له داعش سره د اړیکو په شک نیول شوي

ارشیف
ارشیف

باخبره سرچینې وايي، د تاجکستان ۸ وګړي له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په شک په وروستیو ورځو کې په امریکا کې نیول شوي دي.

دې سرچینو چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي ویلي چې دا کسان په نیویارک، فیلادیلفیا او لاس انجلس کې نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا کسان چې له جنوبي سرحدونو څخه امریکا ته ننوتي وو، د مهاجرت له قوانینو د سرغړونې په تور په توقیف کې دي.

له داعش ډلې سره د دې مشکوکو کسانو د اړیکو د څرنګوالي په اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي، خو سرچینو ویلي چې د دې کسانو پته د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا "ایف بي آی" FBI د تروریزم ضد څانګې لګولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراين ولسمشر نن د جرمني له صدراعظم او د نړۍ د کاتوليکانو له مشر سره جلا ليدنې لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن د جرمني له صدراعظم اولاف شولز او د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره وګوري.

زیلینسکي به د اوکراین مهمو اروپایي متحدینو ته په‌دې سفر کې، چې هدف یې د روسیې په وړاندې روانه جګړه کې له کییف سره د پوځي او مالي مرستو راجلبول دي، نن په واتیکان او برلین کې له دغو مشرانو سره خبرې ترسره کړي.

د اوکراین ولسمشر د دې سفر په ترڅ کې پرون پنج‌شنبې له لندن، پاریس او روم څخه کتنه ترسره کړه او د روسیې په وړاندې جګړه کې د خپلې بریا د پلان په اړه يې رڼا واچوله.

نوموړي د فرانسې له ولسمشر او د بریتانیا او ایټالیا له صدراعظمانو سره تر لیدنو کتنو وروسته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر کې ولیکل، ده او نورو مشرانو موافقه وکړه چې د دغه پلان په اړه به په ګډه کار کوي، خو په‌دې اړه یې نور جزیات ورنه‌کړل.

انګلستان د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د زياتو منډو کولو رېکارډ جوړ کړ

د انګلستان او پاکستان ټېسټ کرکټ سيالي.
د انګلستان او پاکستان ټېسټ کرکټ سيالي.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ پیل شوې لومړۍ ټېسټ سیالي نن جمعه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه پای ته ورسېده چې انګلستان په یوې پاڼۍ او ۴۷ منډو وګټله.

دغه ټېسټ سیالي چې د ملتان په ښار کې د اکټوبر په ۷مه نېټه پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د شان مسعود، عبدالله شفیق او سلمان اغا د سلیزو پر مټ ۵۵۶ منډې وکړې.

د انګلستان لوبډلې بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۸۲۳ منډې وکړې چې د یادې لوبډلې لپاره هري بروک ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډې وکړې.

د انګلنډ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې تر پاکستان ۲۶۷ منډې مخکې وه، پاکستان چې خپله دویمه پاڼۍ د څلورمې ورځې په اخري ساعتونو کې پيل کړې وه، د وروستۍ ورځې په لومړي سېشن کې یوازې د ۲۲۰ منډو په جوړولو وسوځېدل او په‌دې سره یې یو وار بیا په خپل کوربه‌توب ټېسټ لوبه وبایلله.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه ټېسټ سيالي به د اکټوبر په ۱۵مه نېټه پیل شي.

د بلوچستان په ډوکي کې د سکرو په يوه کان کې ۲۰ تنه وژل شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان
پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان

نامعلومو وسله‌والو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل.

په‌دې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د ماموریت یوه افسر همایون خان نن خبریالانو ته وویل چې، حمله کوونکو د راکټونو په شان له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

د روغتیايي چارواکو په وینا روغتون ته د ۲۰ تنو مړي او ۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د چين د مرکزي بانک پخوانی مرستيال د مرګ په سزا محکوم شوی

د چين بيرغ
د چين بيرغ

د چین د مرکزي بانک پخوانی مرستیال فان ییفې د بډې اخیستو په تور د مرګ په سزا محکم شو.

د چین دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې ییفې ته د دوو کلونو په ځنډ دغه سزا ورکول کېږي.

پر هغه تور پورې دی، چې د ۳۸۶ ميلیون چینايي ین په ارزښت چې څه باندې ۵۴ ميلیونه ډالره کېږي، جایدادونه په غیرقانوني ډول منلي دي.

د چین دولتي رسنیو د چین د یوې محکمې د حکم له‌مخې دغه خبر ورکړی دی.

د جرمني صدراعظم اسراييل ته د نورو وسلو او مهماتو ورکولو اعلان وکړ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون اسرايیل ته د نورو وسلو او مهماتو د ورکولو اعلان وکړ.

هغه پر اسرايیل د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت د پارلمان په یوه مباحثه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.

شولڅ په خپلو خبرو کې وویل، موږ اسراييل ته وسلې ورکړي او نورې وسلې او مهمات به هم ولېږدوو.

د اپوزیسیون کرسشن ډیموکرات اتحاد او کرسشن سوسیال اتحاد ګوندونو د شولڅ پر حکومت انتقاد کړ، چې اسرايیل ته یې کافي ملاتړ نه‌دی برابر کړی.

د اقتصاد وزارت مخکې څرګنده کړې وه، د جرمني حکومت د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ اسرايیل ته د جنګي وسلو د صادرولو اجازه ورنه‌کړه، خو ټینګار یې وکړ چې اسرايیل ته د وسلو پر صادراتو عمومي بندیز نه‌شته.

حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغل کړل، له هغې راهیسې په غزې تړانګه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه روانه ده.

غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل په حمله کې ۲۷کسان وژل شوي

غزه
غزه

د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي د اسرايیل په حمله کې پرون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ وايي، پر هغو تروریستانو یې دقیقه حمله کړې چې له ښوونځي یې د سوق او ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.

هغو کسانو چې په ښوونځي کې پناه اخیستې وه، وايي په پېښه کې ۵۴ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په همدې حال کې د لبنان په جنوب کې د ملګروملتونو د سوله‌ ساتنې پر یوه مرکز د اسرايیل یوه جلا حمله د دې سبب شوه، چې ایټالیا د اسرايیل سفیر احضار کړي.

د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي، په ناقوره ښارګوټي کې په‌دې پېښه کې د دوی د څار برج ویشتل شوی او دوه سوله ساتي یې ټپیان شوي دي.

د ټپیانو د هویت په باب څه نه‌دي ویل شوي.

پښتين د جرګې ګډونوالو ته: له جرګې په شا نه‌شئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د (اکټوبر لسمه) په خیبر کې د جرګې په ځای کې په خپلې وینا کې له پښتنو غوښتي چې له جرګې په شا نه‌شي.

هغه ویلي: "زموږ له خبرو دا خلک (د پاکستان حکومت) دومره ورخطا دی او که لاس جګ کړو نو ټول يې د کراچۍ سمندر ته ځانونه غورځوي."

پښتین زیاته کړې، د پښتنو دا قومي جرګه چې هره پرېکړه وکړي دا به يې عملي کوي.

نن د خیبر په میدان کې په زرهاوو کسان راټول شوي چې، سبا د اکټوبر یوولسمه د پښتنو قومي عدالت جرګه کې برخه واخلي.

دې جرګې ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو په زرهاوو کسان ور روان دي، چې یوشمېر يې د پولیسو له‌خوا نیول شوي هم دي.

تېره ورځ د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د پوځ له‌‌‌خوا د جرګي پر ګډونوالو د ډزو په پایله کې درې تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
منظور پښتین له‌دې وړاندې ویلي، په هره بیه چې کېږي، جرګه به کوي.

د پاکستان حکومت: خيبر کې د پښتنو جرګه د موازي حکومت په موخه جوړيږي

خيبر کې د پښتنو د جرګې يو انځور
خيبر کې د پښتنو د جرګې يو انځور

د پاکستان حکومت تور پورې کړی چې، خيبر کې د پښتنو جرګه د یو موازي حکومت او په ټولنه کې د اختلافونو د رامنځته کېدو په موخه جوړیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون چهارشنبې د(اکټوبر ۹مه) په اسلام‌اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو: "د اکټوبر ۱۱مه لویه جرګه نه بلکې د زرګونو کسانو وربلل بل څه دي."

د دغو تورونو په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال عطالله جان پرون د ازادي راډیو مشال برخې سره په خبرو کې ویلي: "پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت ضد هیڅ ډول اقدام نه‌دی کړی، بلکې یوازې د پښتنو د حقونو پوښتنه کوي."

د پاکستان حکومت د اکټوبر په شپږمه په یو بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین په همغه ورځ په یو بیان کې د پاکستان د حکومت دغه اقدام "ظالمانه" بللی و او د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او یوشمېر سیاستوالو د پاکستان د حکومت دا اقدام غندلی او خواشیني يې پرې څرګنده کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان د اکټوبر په اتمه په یو بیان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون د پلي کېدو په اړه سختې نیوکې کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې غورځنګ د یو مخکښ فعال ګیله‌من وزیر چې په تېرې جولای میاشت کې په اسلام‌اباد کې ووژل شو، د جنازې په مراسم کې د پښتنو د یوې لوې جرګې د جوړېدو ژمنه وکړه.

د میلټن سمندري توپان د امریکا فلوریډا ته رسېدلی

STORM-MILTON/
STORM-MILTON/

د میلټن په نوم سمندري توپان چې د درېیمې کټګورۍ توپان دی، د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د راپورونو پر بنسټ د څه باندې دوه میلیونو کورونو او نورو سوادګریزو او اقتصادي مرکزونو برښنا يې پرې کړې ده.

د برښنا ډېره برخه په هادري، ساراسوتا او ماتي ښارونه کې پرې شوې ده.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وو چې له توپان مخکې د تخليې سپارښتنې پلې کړي.

دغه توپان تېره شپه د تندو بادونو او شدید وروښتونو سره مل د فلوریډا ایالت ته ورسېده.

د امریکا د توپانونو ملي مرکز د میلټن توپان یو له خطرناکو توپانونو بللی او ویلي دي شاوخوا درې میلیونه خلک د دې توپان له احتمالي ګواښونو او ویجاړۍ سره مخ دي.

په زرهاوو کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، خو د فلوریډا یو شمېر اوسېدنکو د چارواکو د تخلیې د غوښتنو سربېره لا هم په سیمه کې دي.

د امریکا ولسمشر د دې هېواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.

ټرمپ خپلې سیالې او نورو ښځو ته سپکاوی کړی

د عکسي لور ته د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د هغې سیاله کاملا هاریس
د عکسي لور ته د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د هغې سیاله کاملا هاریس

د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه خپلې سیالې کاملا هریس او نورو ښځو ته سپکاوی کړی او ویلي دي چې پر ښځو دغه ډول بریدونه پای ته نه رسوي، حتی که د دې سبب شي چې ښځې رایې ورکونکې ورته رایې هم ورنه کړي.

ټرمپ پرون په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ویلي: "نه غواړم ښه کس ووسم، چا راته وویل، تاسې باید ښه ووسئ، ځکه دا د ښځو نه خوښېږي، خو ما وویل، زما لپاره اهمیت نه لري."

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ د ښځو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ له دې وړاندې په اسکرانتون کې د وینا پر مهال خپلې سیالي کاملا هریس ته "بې کفایته" ویلې وه.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتیانو نومانده کاملا هریس د ټاکنیز کمپاین په موخه نیوادا ته تللې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG