د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

افغانستان کې د ولسمشرۍ د لومړيو ټاکنو شلمه کليزه؛ افغانان ترې څه خاطرې لري؟


په افغانستان کې په ۲۰۰۴م کال کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې حامد کرزی د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په افغانستان کې په ۲۰۰۴م کال کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې حامد کرزی د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

نن د اکتوبر نهمه د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړنیو ټاکنو د شلمې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې د ٢٠٠۴م کال کې په همدې ورځ ترسره شوې چې په پايله کې حامد کرزی د دې هېواد ولسمشر وټاکل شو.

احمد جواد ۵۶ کلن دی او یو له هغو افغانانو څخه دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هېواد پرېښى او جرمني ته کډوال شوى دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۸۳ کال کې یې په لومړنیو ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی او خپل رایه یې په ازاده توګه د خپلې خوښې نوماند ته کارولې وه.

نوموړي وویل: "زه د بي بي سرو سنګري ښوونځي ته لاړم او رایه مې ورکړه، ډېر ښه خاطره لرم، احساس مې کاوه چې زه یو افغان وګړی یم، یو انسان یم او توانېدلی یم خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړم، خو اوس هيڅ ټاکنې نه‌شته، دا پروسه په افغانستان کې په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده."

په لومړۍ ولسمشرۍ ټاکنو کې ټولو ښځو او نارینه‌و چې عمر یې له اتلسو کلونو لوړ و، حق درلود چې د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره خپله رایه وکاروي چې په پراخه کچه خلکو په‌دې ټاکنو کې په کابل او ولایتونو کې ګډون کړى و او د رایې ورکولو صندوقونو ته تللي وو.

په ۲۰۰۴م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حامد کرزي سیال محمد یونس قانوني و.
په ۲۰۰۴م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حامد کرزي سیال محمد یونس قانوني و.

اوګۍ امېل یوه له هغو ښځو څخه ده چې په هغې کال يې رايه ورکړې.

نوموړې په دې اړه وویل: "په لومړي ځل چې مې خپله رایه کاروله، ډېره خوشحاله وم، په خوشاله زړه لاړم او خپل ولسمشر مې وټاکه، هغه احساس، شور او ولوله چې په ما کې وه، نه‌شم کولی هغه په الفاظو کې بیان کړم، خو اوس چې دا حالت ګورم، ډېر راته سخت دی، یوازې ماته نه بلکې ټولو ته سخت دی."

نن د اکتوبر نهمه نېټه د افغانستان د لومړنۍ ولسمشريزيو ټاکنو د شلمې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان لومړنۍ ولسمشريزې ټاکنې د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه ترسره شوې چې په هغه کې اتلسو نوماندانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي وو او حامد کرزی د ۵۵.۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۰۱م کال د بُن د تړون له‌مخې، چې حامد کرزى يې د افغانستان د انتقالي حکومت مشر ټاکلى و او وروسته بيا په ٢٠٠٢م کال کې د اضطراري لويې جرګې له‌خوا تصويب شو، د ٢٠٠۴م کال پر ټاکنو موافقه شوې وه.

د افغانستان په لومړنیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ۱۲.۶ میلیونه کسانو نوم‌ليکنه کړې وه.

حامد کرزي په ۲۰۰۹م کال کې هم د افغانستان په دویمو ټاکنو کې بریالی شو او وروسته په ۲۰۱۴م کال کې محمد اشرف غني په درېیمه دوره ټاکنو کې زیاتې رایې ترلاسه کړې.

همدارنګه محمد اشرف غني په ۲۰۱۹م کال کې په څلورمه دوره ټاکنو کې له عبدالله عبدالله سره د یو ايتلافي حکومت په جوړولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه یې ولسمشري پای ته ورسېده.

که څه هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې شوي، خو بیا هم دا دوره د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ وروسته د ډيموکراسۍ یوه طلایي دوره ګڼل کېده.

ارشیف: په ۲۰۰۸م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یوې رایې ورکوونکې د رایې ورکوونې کارت ترلاسه کړی دی.
ارشیف: په ۲۰۰۸م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یوې رایې ورکوونکې د رایې ورکوونې کارت ترلاسه کړی دی.

خو اوس شل کاله وروسته تاریخ تکرار شوی او افغانستان نور د دې ډیموکراتیکې دورې څخه لرې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی.

د افغانستان حقوق‌پوهان ټاکنې د ديموکراسۍ یوه مهمه برخه بولي او وايي، په هغه هېواد کې چې د حکومت مشري د خلکو له‌خوا نه وي ټاکل شوې، مشروعیت نه‌لري.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې ريیس عبدالواحد سادات وايي، خلک حق لري چې د خپل هېواد د مشر په ټاکلو کې برخه واخلي.

نوموړی وايي: "ټاکنې خلکو دا زمینه برابروي چې د افغانستان هر وګړی د یوه ازاد او مساوي حق لرونکي وګړي په توګه وکولای شي په ازاد ډول د ولسمشر په ټاکلو کې برخه واخلي، له بده‌مرغه چې طالبان خپله واکمني الهي تعريفوي او په ټوله کې ملي حاکميت په رسميت نه پېژني."

ارشیف: په افغانستان کې مېرمنو هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.
ارشیف: په افغانستان کې مېرمنو هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ملاهبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د امیرالمؤمنین په توګه له ټاکنو سره مخالفت لري او اوس ټول دولتي او غیردولتي پوسټونه د دوی له‌خوا او د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

افغانان د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د رایې ورکولو د حق په ګډون، له ډېرو نورو مدني حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

ډېر شمېر افغانانو د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او د ولس‌واکۍ د نشتوالي له امله هېواد پرېښی او ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG