د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ویسا ورځپاڼه: افغان سوله د ټاکنو په زولنو کې


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د رسنیو په اړه د وسله‌والو طالبانو تازه ګواښونو او د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، که څه هم وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په هېواد کې د ټولنې پر یوه پوړ هم رحم نه‌دی کړی، خو اوس‌یې ټولو رسنیو ته غاښونه چیچلي او ترې غوښتي یې دي چې د دوی پر ضد له خپرېدونکو تبلیغاتو ډده وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په‌دې کار سره طالبان غواړي د دوی د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او ظلم پر وړاندې باید نه غږ اوچت شي او نه‌یې هم په اړه عام خلک پوه شي او ټول فعالیتونه او اقدامات باید د دوی په خوښه وي ترڅو عامه افکار د دوی تر سیوري او تبلیغاتو لاندې پټ پاتې شي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، داسې ښکاري چې طالبان نور د جګړې په ډګر کې کمزوري شوي او په اړه‌یې د ولس ذهنیت هم اوښتی، نو ځکه غواړي د دوی هر ناروا عمل باید تر خلکو ونه‌رسېږي او ښه لار هم پر رسنیو فشار راوړل او محدودیت اېښودل دي.

ورځپاڼې په پای کې لیکلي:

د رسنیو مسؤلان، ملاتړي بنسټونه او نړیواله ټولنه باید د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې نه‌یوازې تُند غبرګون وښیي، بلکې هغوی وپوهوي چې د بیان ازادي ته درناوی وکړي او د رسنیو د فعالیت پر وړاندې خنډونه جوړ نه‌کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د رسنیو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو ګواښونه باید جدي ونیول شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، وسله‌‌والو طالبانو تازه هغو رسنیو ته چې د دوی پر ضد تبیلغاتي اعلانونه خپروي خبرداری ورکړی چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې له خپلو دغو کړنو لاس په سر شي که‌نه نو تر برید لاندې به راشي.

ورځپاڼې لیکلي:

که څه هم په رسنیو کې خپرېدونکي تبلیغات تر ډېره د پیسو په بدل کې ترسره کېږي، خو طالبانو یې پر وړاندې تُند عکس‌العمل ښودلی دی.

ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، وسله‌والو طالبانو دغه خبرداری په‌داسې حال کې ورکړی چې د سولې لپاره شپږ غونډې ترسره شوي او د خلکو هیله دا ده چې د دوی په دریځ کې به نرمښت راشي.

خو د ورځپاڼې د لیکوال په اند، طالبان بیان ازادۍ ته ژمن نه‌دي او په همدې اساس خبریالانو ته د دښمن په سترګه ګوري او تر اوسه‌یې کړنې تُندې او له تاوتریخوالي ډکې وي.

د ورځپاڼې لیکوال لیکلي، دا ځل د حکومت دنده ده چې د ډموکراسۍ د پلي کېدو او ټينګښت لپاره مسؤلانه چلند وکړي او د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو امنیت خوندي کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، پاکستاني چارواکو افغان سیاستوالو سره ژمنه کړې چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره به زمینه برابروي.

خو ورځپاڼې د افغان پلاوي د یوه غړي هغه خبرې هم راخیستي چې ویلي یې دي د ډيورند کرښه دې نور د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه اعلان شي.

د ورځپاڼې لیکوال بیا لیکلي، د ډيورند په تړاو تصمیم یوازې او یوازې د دواړو خواوو ولسونه نیولی شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، افغان سوله د ټاکنو په زولنو کې.

ورځپاڼې د سولې وروستیو هڅو ته په کتو لیکلي، ولسمشر غني وېره لري که د سولې روان بحثونه تاوده شي، ښایي د ده د واک موده رالنډه او بیا ځلي د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ونه‌شي.

خو د مقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د دغې ستونزې د هوارې لپاره باید د ټاکنو لپاره ځانګړې او د سولې لپاره ځانګړې هڅې او تګ‌لارې مخکې شي.

XS
SM
MD
LG