د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

دنیا: ټاکنې بحران لویوي، سوله اړینه ده!


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د سولې روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، له اجماع پرته سوله څومره ډاډمنه ده؟

د سرمقالې لیکوال د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو نهم پړاو شپږمې ورځې بشپړېدو ته په اشارې پوښتنه کړې چې دا هوکړه به په افغانستان کې سوله راولي که د جګړې بڼه به بدله کړي؟

د ورځپاڼې لیکوال لیکي، ترڅو چې دغه توافق په ټوله کې د افغانانو اجماع تأیید نه‌کړي او هم نړیوال تضمین ونه‌کړي، ښایي هره شېبه‌یې د ماتولو خطر وي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې د امریکا او طالبانو توافق ته په اشارې لیکلي، ویل شوي چې طالبان به له امریکا سره د وتلو پر مهال اوربند کوي، خو د جګړې له افغاني اړخ یا اړخونو سره به اوربند نه‌کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، روانو مسایلو ته په کتو اړتیا ده چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل، دوام او بریا لپاره هلې ځلې تېزې شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، دواړه اړخونه باید له خپله اړخه تېرېدنې او قربانۍ ته تیار وي او همدارنګه د ټولو لورو د یو پراخ ولسي فشار اړتیا هم شته چې د بین‌الافغاني خبرو د بریا لپاره مؤثر تمامېدای شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ټاکنې بحران لویوي، سوله اړینه ده!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د سولې پروسه روانه ده، حکومت وايي، ولسمشریزې ټاکنې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه حتماً ترسره کوي.

خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې ایا د شفافو ټاکنو امکان شته که نه؟

د سرمقالې د لیکوال په باور، تر اوسه د ټاکنو د شفافیت په اړه هېڅ تضمین نه‌شته او اړتیا ده څو د سولې له موجوده فرصته په ښه توګه ګټه واخیستل شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکي، په قطر کې د سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو اترو پر ولسمشرۍ ټاکنو سیوری غوړولی او په دې ډول غواړي چې دغه ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه‌شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې سوله د افغانانو ستره غوښتنه او اړتیا ده، خو په وینا یې چې د دې پروسې چټکتیا او اهمیت ته په کتو په کار ده چې په کراره مخې ته لاړه شي څو تل‌پاتې او په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې یې مؤثریت تضمین شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، که څه هم چې په قطر کې د سولې خبرې د تړلو دروازو تر شا روانې دي، خو بیا هم داسې اوازې دي چې ګڼې طالب ډله له افغانستانه له قید او شرط پرته د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت په اوسنیو حالاتو کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د دوامداره ملاتړ له امله د زړه له تله هرکلی کوي، خو باید د ترهګرۍ ضد مبارزه د بري تر بریده ورسول شي.

XS
SM
MD
LG