د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د کانګرس د استازو جرګې مشرې کابل کې له افغان مشرانو سره کتلي


د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي ویلي، امریکا هېڅکله نه‌غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي ویلي، امریکا هېڅکله نه‌غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي او د کانګرس یو شمېر غړي چې پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

په هغه بیان کې چې کابل ته د نانسي پلوسي په مشرۍ د دواړو ګوندونو د وکیلانو په ګډون د پلاوي له سفر وروسته خپور شوی، ویل شوي چې اغلې پلوسي د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره چې پرون کابل ته ورسېده او همداراز له پوځي قوماندانانو او سرتېرو سره هم کتلي دي.

اغلې پلوسي د شنبې په ورځ په اردن کې وه او د اسپر له هغو خبرو سره چې ویې‌ویل، اصلي هدف دا دی چې د سولې هڅې بالاخره باید بریالۍ شي په یوه وخت کې کابل ته ورسېده.

بیان زیاتوي چې امریکايي ډيپلوماتانو مېرمن پلوسي او ورسره پلاوي ته د طالبانو او امریکايي چارواکو د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې اعلامیه کې ویلي چې مېرمن پلوسي او د کانګرس غړو پرون په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.

په اعلامیه کې د مېرمن پلوسي له خولې ویل شوي: "په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هېواد کې د هغو ترورېستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هېڅکله نه‌غواړو چې افغانستان دوباره د ترورېستانو پر ځاله بدل شي."

اغلې پلوسي ویلي چې افغان مېرمنې به د سولې د خبرو د مېز په سر کې وي.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ویې‌ویل، "د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تأمین او د لاسته راوړنو ساتنه ده."

اغلې پلوسي ویلي، واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په مالکیت تحقق ومومي، امنیت ټینګ شي، د افغانستان اقتصاد ښه شي او خلک‌یې په امنیت او هوساینه کې ژوند وکړي.
اغلې پلوسي ویلي، واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په مالکیت تحقق ومومي، امنیت ټینګ شي، د افغانستان اقتصاد ښه شي او خلک‌یې په امنیت او هوساینه کې ژوند وکړي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په بریالي ډول د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل ستایلي او د دغه بهیر پر روڼوالي یې ټینګار کړی، ترڅو د هغې په خبره ډموکراسي اعتبار ومومي او د حکومت مشروعیت له ټاکنو رامنځته شي.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې د اغلې پلوسي په نقل ویل شوي: "موږ غواړو چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په مالکیت تحقق ومومي، امنیت ټینګ شي، د افغانستان اقتصاد ښه شي او د افغانستان خلک په امنیت او هوساینه کې ژوند وکړي."

ولسمشر اشرف غني د امریکا کانګرس د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان دولت داسې سوله غواړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي غني په دې کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې وشوه، ټيڼګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د هېواد د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه باید خوندي وي.

جمهور رئیس د سولې په اړه ویلي، "سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په‌کې خوندي شي."

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دغو سرتېرو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.

د افغانستان د حکومت دواړو مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له افغانستان سره د امریکا له مالي او سیاسي ملاتړ او د امریکايي سرتېرو له قربانیو چې د دواړو هېوادونو د ثبات، امنیت او ګډو موخو لپاره جنګېدل، مننه او قدرداني کړې ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له مېرمن پلوسي سره په کتنه کې ویلي، د طالبانو له ګواښونو سره سره ولسمشریزې ټاکنې په بریالي ډول ترسره شوې او "اوس د افغانستان خلک د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د ټاکنو د پایلو اعلان ته په تمه دي او له روڼوالي پرته پر هېڅ نه‌قانع کېږي."

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي چې سوله د دوی لومړیتوب دی او په دې برخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې پای ته رسېدو او واقعي سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی.

نوموړي ویلي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او د وروستیو کلونو له لاسته راوړنو او حقونو ساتنه کوي.

XS
SM
MD
LG