د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د امریکا دفاع وزیر په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره ولیدل


مارک اسپر له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې په حال کې
مارک اسپر له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې په حال کې

افغانستان ته په لومړني سفر کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر له ترورېزم سره پر مبارزې، له افغان پوځیانو سره د امریکا د مرستو په مؤثریت او د سولې پروسې په راتلونکو پړاوونو غږېدلی دی.

ښاغلي اسپر پرون ماښام په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي.

هغه وروسته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړه په دې خبرې موافق وو چې افغانستان باید هېڅکله د ترورېستانو امن پټنځای نه‌شي، څو هغوی بیا پر امریکا بریدونه وکړي.

اسپر دا هم لیکلي چې امریکا د قاطع ملاتړ مأموریت ملاتړ او د ملګرتیا غښتلي کولو ته ژمنه ده.

د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال هم بېګا ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان ولسمشر او د امریکا د دفاع وزیر د لیدنې جزئیات بیان کړل.

ده وویل: "دواړو لورو (افغان ولسمشر او د امریکا دفاع وزیر) د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، ترورېزم سره په مبارزه، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز خبرې وکړې، د امریکا دفاع وزیر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا د مرستو پر مؤثریت باندې ټینګار وکړ."

مارک اسپر داسې وخت کابل ته راغلی چې له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا خبرې لغوه شوي او په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، وروستیو درېیو میاشتو جګړو او بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله څه باندې ۴۰ فیصده زیاته شوې ده.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وویل چې ولسمشر غني او ښاغلي اسپر د افغان سولې د پروسې په راتلونکو پړاونو هم بحث وکړ.

هغه د دې خبرو زیات جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې د سولې په برخه کې د افغان حکومت دریځ واضح دی او هغه دا چې طالبان دې اوربند وکړي او له دوی سره مخامخ خبرو ته کېني.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړي، خو نهه واره‌یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ له امریکايي مرکچیانو سره خبرې کړي.

د امریکا دفاع وزیر له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدنې مخکې پرون هغو خبریالانو ته چې له ده سره مل وو، ویلي چې امریکا په پام کې لري چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته کړي.

د هغه په خبره، هېواد یې پرته له دې چې له ترورېزم خاصتاً له داعش او القاعدې سره روانې مبارزې ته زیان پېښ شي، کولای شي چې خپل عسکر کم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو واره ویلي چې امریکايي عسکر به بېرته خپلو کورونو ته ستنوي.

د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وویل چې افغان حکومت د ځواکونو د شمېر کموالی په شرایطو پورې تړلې مسئله بولي.

ده وویل: "د قواو کمېدل په وضعیت پورې تړلې مسئله ده، که چېرته وضعیت سمېږي او تهدید کمېږي، موږ د قواو په کمېدو غور کوو او که چېرته وضعیت د دې تقاضا کوي چې باالقوه تهدید دی، نو د دې تهدید په وړاندې به موږ ګډه مبارزه کوو."

په افغانستان کې په یوه پوسته کې بهرني ځواکونه
په افغانستان کې په یوه پوسته کې بهرني ځواکونه

امریکا متحده ایالاتو د غوڅ ملاتړ مأموریت د نورو ګډونوالو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره عسکر لري چې اکثر یې د افغان پوځیانو په روزلو او مشورو بوخت دي.

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او امریکايي عسکرو سره هم لیدلي.

هغه په خپل ټویټر لیکلي چې د خپلواک او ډموکراتیک افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG