د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۹

اشرف غني: غواړم د عبدالله او نبیل تورونه ځانګړې محکمه وڅېړي


اشرف غني وایي، که اجرییه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل پرده لګېدلي تورونه ثابت نه کړي باید زندان ته لاړشي.
اشرف غني وایي، که اجرییه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل پرده لګېدلي تورونه ثابت نه کړي باید زندان ته لاړشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته تیار دی چې د ولسمشرۍ د دوو نورو کاندیدانو لخوا پر ده لګول شوي دي.

ښاغلي غني نن چهارشنبه (تلې ۳مه) ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که اجرییه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل خپل تورونه ثابت نه کړي باید زندان ته لاړشي.

وړاندې ښاغلي عبدالله او ښاغلي نبیل پر ولسمشر اشرف غني تور پوری کړی و چې ګوندې د کابل بانګ پخوانی رئیس خلیل الله فروزي يې د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له بنده ازاد کړی.

د دولت ساز په نوم د انتخاباتي ټیم مشر وایي، په دې اړه وضاحت ورکولو ته چمتو دی.

"د ډاکټر عبدالله او رحمت الله نبیل د تورونو په اړه زه غواړم چې یوه ځانګړې محکمه جوړه شي او ددوی دغه تورونه دې ثابت کړي. که د دوی دغه خبرې کمپایني بڼه ولري باید محاکمه او زنداني شي. زه وايم که سند لرئ او ادعا کوئ، لاړشئ محکمې ته، او هر ډول تور چې وي زه یې وضاحت ته حاضر یم."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه دواړو ټاکنیزو ټيمونو نظر هم واخلو، خو بریالی نشو.

د کابل بانک پخوانی رئیس خلیل الله فروزي چې په کابل بانک کې د فساد په تور زنداني شوی وو، نږدې دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ځانګړي حکم په اساس له زندانه کور ته ولېږدول شو.

محمد اشرف غني وايي چې نوموړی د سختې ناروغۍ له امله له زندانه وتلی خو کور کې نظر بند دی.

ښاغلي غني له ازادي راډيو سره په مرکه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ته هم اشاره وکړه.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه هوکړه کې کومه ماده ده ته ډېره د اندېښنې وړ وه وویل: "د امریکايي ځواکونو وتل، هغه هم د هغوی "طالبان" په خوښه، نه زموږ په خوښه چې د امریکا اصلي شریکان یو. موږ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو سره هغه هم د یو منظم مهالوېش په اساس هیڅ ستونزه نه لرو."

دی وايي، افغانانو د امریکا د خوندي پاتې کېدو په خاطر ډيره قرباني ورکړې دي.

د مرکې په یو برخه کې ولسمشرغني د سولې په اړه هم ځينې څرګندونې وکړي. هغه وویل طالبان باید د سولې لپاره اوربند وکړي.

ښاغلي غني وویل: "پرته له اوربند څخه موږ مخکې نه ځو. هغه ډله چې په تاوتریخوالي مشهوره وي، له هغې ډلې سره مذاکره نور کوو. زموږ اړیکي له امریکا سره احساساتي نه دي، د ملي ګټو په اساس موږ اړیکي لرو. د افغانستان امنیتي ځواکونو د قربانیو له برکته امریکا خوندي ده. هغه دلیل چې طالبان مهم دي هغه دا دی چې همدغې ډلې نورو ترهګریزو ډلو ته مناسب بستر برابر کړی."

ولسمشر غني وویل د افغانستان د خلکو لپاره ټاکنې مهمې دي او ټاکنې به په خپل وخت تر سره کیږي.

هغه همداراز زیاته کړه په افغانستان کې د سیاسي واک انتقال لپاره ټاکنې یو اصل دی او دې اصل ته باید ټوله نړۍ په درنه سترګه وګوري.

XS
SM
MD
LG