د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د طالبانو بندیزونو یو شمېر افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي

ارشیف: په رواني ناروغۍ اخته یوه افغانه مېرمن

یو شمېر افغانان وايي، له کله چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې یې لاملونه د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې ورسته وروسته په دې هېواد کې پراخې اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزې او د طالبانو حکومت له خوا لګول شوي یندیزونه بولي.

له زده‌کړو بې برخې یوه نجلې بهار وايي، د طالبانو حکومت د واکمنۍ دا درې کلونه یې د ژوند تر ټولو تریخ کلونه وو او په ګڼو روحي او رواني ستونزو اخته ده.

هغې وویل: "ډېری افغان ښځې او نجونې په دې شرایطو کې د خپګان، اضطراب او بې ارزښتۍ احساس کوي، ځکه نه شو کولای د هغې راتلونکې لپاره چې موږ یې په اړه فکر کړی و کار وکړو، ځکه زموږ څخه فرصتونه اخیستل شوي ‎او په داسې یوه شرایطو کې چې هیڅ مثبت بدلون په‌کې نه لیدل کېږي، هیله‌من اوسېدل ډېر ستونزمن دی. زموږ روحیه ډېره زیانمنه شوې."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د روان کال د جولای په اتمه یو راپور ورکړی و چې نږدې ۴۰ سلنه افغان ماشومان له سختو روحي، رواني ناروغیو، ننګونو او خپګان سره مخ دي.

دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي وو چې له ۲۴ سلنه زیات ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، اندېښنې تجربه کوي چې په ټکو یې دا کچه له نړیوال اوسط لس ځلې لوړه ده او ۱۵ سلنه نور بیا خپګان تجربه کوي.

ارشیف: په کندز کې د نجونو د ښوونځي ټولګی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

یونېسف په خپل دې راپور کې د نورو لاملونو تر څنګ په افغان ماشومانو کې د شدیدو روحي او رواني ناروغیو یو لامل له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو حکومت بندیز بللی و.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپلې بياځلي واکمنۍ راهیسې پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي چې په‌کې د زده‌کړو او کار بندیز هم شامل دی، خو تل یې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د میدان وردګو یوه اوسېدونکې زرمینه وايي، د ښځو پر کار او تګ راتګ باندې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله روحي او رواني ستونزې ورته پیدا شوي او تر درملنې لاندې ده.

هغه وايي: "د طالبانو په راتګ سره د افغان نجونو روحیه خرابه شوه، خرابه ده او ورځ تر بلې خرابېږي، د هر څه نه پاتې یمه، روحي ستونزې مې ورځ تر بلې ډېرېږي، زه خپله پوهېږم په ځان، روحي وضعیت مې دومره خرابه دی چې باید رواني ډاکتر ته ولاړه شم، ډېره په تنګ کېږم، تفریح نه‌شته، بیرون ته تګ نه‌شته."

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا (UN Women) د روان زېږدیز کال په زمري میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د رواني سلامتيا کړکېچ مخ په پراخېدو دی.

د دې سازمان له یوې ټولپوښتنې سره سم، ۶۸ سلنه افغان مېرمنو خپله رواني روغتیا "بده" یا "ډېره بده" ښودلې وه.

پر مېرمنو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو سربېره په افغانستان کې روانو اقتصادي ستونزو، بې‌کاري او بې‌وزلي هم یو شمېر خلک له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالستار وايي، سره له دې چې لوړې زده‌کړې یې کړي، خو بیا هم بې‌کاره دی چې له امله یې اوس په رواني ستونزه اخته دی.

عبدالستار وايي: کله چې ارواپوه ته ولاړم، هغې راته دا مشوره راکړه چې زه باید له درېیو تر شپږو میاشتو زه رواني مشاوره او درمل واخلم، خو له بده مرغه د بې‌وزلۍ او بیچارګۍ له امله مې ونشو کولای چې خپلې درملنې ته دوام ورکړم.

هغه وویل: "د بې‌کارۍ له امله ما ته ناروغي پیدا شوي چې زه د شپې او ورځې خوب نه‌لرم، روحي او رواني حالت مې مخ په خرابېدو دی، سټرس او تشویش مې زیات شوی و، کله چې ارواپوه ته ولاړم، هغې راته دا مشوره راکړه چې زه باید له درېیو تر شپږو میاشتو زه رواني مشاوره او درمل واخلم، خو له بده مرغه د بې‌وزلۍ او بیچارګۍ له امله مې ونشو کولای چې خپلې درملنې ته دوام ورکړم."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او ډيری خلک دا مهال په خورا ناوړه بشري وضعیت کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د راپورونو له مخې، په دې هېواد کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړ دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د افغانستان اقتصادي حالت د ودې او ښه کېدو په حال کې دی او په دغه هېواد کې بشري وضعیت هم دومره نازک نه‌دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې منعکس شوی.

په ورته وخت کې د ټولنیزو مسایلو پوهان هم ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني او د افغانانو پر ازادۍ او حقونو د دوی بندیزونه په دې هېواد کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي لاملونه دي.

یو له دوی څخه مجیب‌الرحمان لحاظ ازادي راډيو ته وویل: "ستر لامل یې په افغانستان کې حاکم وضعیت دی، حاکمه ډله ده چې په ټوله مانا یې له خلکو څخه ازادي اخیستې او آن تر شخصي ژونده پورې په ټولو چارو کې حاکمه ډله لاس درلودل خپل حق او مسوولیت ګڼي او دې ته بیا یوه شرعي توجیه هم ورکوي. له کاره، روزګاره نیولې تر کور او ژونده او آن تر خبرو او د نظریاتو پورې چې د څرګندولو او د اظهار حق او صلاحیت له خلکو اخیستل شوی."

د ټولنیزو مسایلو یو بل کارپوه فضل غني حقمل په دې اړه چې د روحي او رواني ناروغیو زیاتوالی په یوې ټولنه کې څه اغېزې درلودای شي، ازادي راډيو ته وویل: "اغېزې خو یې طبعاً منفي دي هم پر شخص هم پر کورنۍ او هم پر ټولنه باندې، د بېلګې په توګه د دې پر ځای چې درس ووایي او ټولنې ته خدمت وکړي او یا کار وکړي، نفقه وګټي او یو خوشحاله ژوند ولري، برعکس دوی د ټولنې د اوږو بار شي. د یوې ټولنې خلک باید داسې کسانو سره چې رواني ستونزې لري ښه چلند وکړي، که مرسته ورسره کولای شي باید مرسته وکړي، خو په هیڅ صورت د دوی د ځورولو هڅه ونه کړي."

خو د طالبانو حکومت په وار وار د ځینو ستونزو په منلو سره ادعا کړې چې د دوی په راتګ سره د ښځو په ګډون د ټولو افغانان حقونه تامین شوي، هغه ادعا چې ډېر شمېر افغانانو، د دوی د حقونو فعالانو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

د افغانستان په ټولنه کې ډيری وخت خلک جسمي روغتیا ته ارزښت ورکوي او روحي او رواني روغتیا ته پاملرنه نه کوي.

یو شمېر ارواپوهان وايي، د خلکو د ژوند بنسټ او باور د هغوی له روان څخه سرچینه اخلي.

د هرات د حوزوي روغتون د مشاورې او روان درملنې ډیپارټمنټ مسوول وحید نورزاد ازادي راډيو ته وویل، په اوسنۍ ټولنه کې، روحي او رواني مشاورې ته اړتیا یو شرم ګڼل کېږي.

هغه وايي: "ښه دی چې په دې برخه کې ښوونه وشي او یو شمېر سیمینارونه ترسره شي چې موږ د خلکو د پوهاوۍ کچه لوړه کړو څو د دوی د پوهاوۍ کچه لوړه نه شي دوی خپل رواني روغتیا ته ارزښت نه ورکوي. په افغانستان کې د دې ترڅنګ چې خلک دې موضوع ته ارزښت نه ورکوي، بلکې د عامه روغتیا وزارت او د هغو نړیوالو موسساتو جوړښت چې په دې برخه کې کار کوي هم له بده مرغه د رواني روغتیا برخې ته لږه پاملرنه کوي."

هغه زیاته کړه چې په یوې ټولنه کې ډیری ستونزي، روغتیايي ناروغیو ته د نه پاملرنې له وجې رامنځته کېږي.

په هرات کې د رواني روغتیا څانګه

نن د اکټوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲م کې د نړۍ د رواني روغتیا فدراسیون او د رواني روغتیا نړيوال سازمان په نوښت ونمانځل شوه.

سږ کال د رواني روغتیا نړیوالې ورځې موضوع "په کار کې رواني سلامتیا" ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا اعلان شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې موخه په ټوله نړۍ کې د رواني روغتیا ستونزو په اړه د پوهاوي لوړول او په دې برخه کې د ملاتړ لپاره هڅه ده.

"ډبلیوایچ‌او" ټینګار کوي چې دا ورځ ټولو هغو اړخونو ته چې د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي، فرصت وړاندې کوي چې د دوی د هڅو په اړه خبرې وکړي او دا په نښه کړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د رواني روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي لپاره کوم نور اقدامات اړین دي.