د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

افغانستان کې پراخ بشري ناورین؛ یونیسف د ۲ میلیارډ ډالرو راټولولو غږ کړی


ارشیف، افغان ماشومان
ارشیف، افغان ماشومان

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف ورځ تر بلې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو او د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکوي.

دې سازمان نن یوه اعلامیه کې د دې وضعیت د کابو کولو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو راټولولو غږ کړی.

د یونیسف اعلامیه په افغانستان کې د دوی د استازي الیس اکونګا له قوله لیکي: "په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره حالات نازک دي او داسې مهال چې ژمی پیل شوی، یونیسف او شریکان یې نه شي کولی، ماشومانو او هغو کورنیو ته چې اړتیا لري، لاس‌رسی ولري."

یونیسف وايي، پر روغتیايي نظام فشار زیات دی، پاکو اوبو او خوړو ته لاس‌رسی کم شوی، ډېر ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او له دوی سره د تاوتریخوالي ګواښ هم زیات دی.

دا سازمان وايي، همد اوس نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان له دې خطر سره مخ دي چې زده‌کړې پرېږدي او ۴،۵ میلیونه نور بیا صحي او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

  • د شرې ناروغي بل ګواښ دی

د شرې ناروغي بیا بل ګواښ دی چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې ۶۰ زره افغان ماشومان نیولي دي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق تخمین کړی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال به له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو له هر دوو ماشومانو یو یې پاکو، خوړو او روغتیايي خدمتونو د نه لاس‌رسي له امله خوارځواکۍ سره مخ شي.

یونیسف وايي، دا ۲ میلیارډ ډالر به په خوارځواکۍ د اخته شوېو یو میلیون ماشومانو سره د بېړنیو مرستو، د ۱۰،۵ میلیونه ماشومانو لپاره د شري واکسین چمتو کولو، ۱۱،۵ میلیونه وګړو ته د پاکو اوبو په برابرولو او له دې ډاډ تر لاسه کولو سره مصرف شي چې ۷،۵ میلیونه افغان ماشومان زده‌کړو ته بشپړ لاس‌رسی لري.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق د افغانستان استازی الیس اکونګا له مرستندویانو غواړي، څو د افغانانو ماشومانو ملاتړ وکړي، څو وشي کولای ارام ژوند وکړي او یو ښه راتلونکی ولري چې بنسټیز حق یې دی.

د طالبانو حکومت هم له هر څه وړاندې د افغانستان په اقتصادي او بشري برخه کې د نړیوالو مرستې مهمې بولي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت غوښتنه همدا ده چې د نېکو تعاملاتو او ښو اړیکو د پیاوړي کولو په برخه کې نړۍ باید افغانانو سره ګامونه واخلي، څو شته اندېښنې او ستونزې د سیاسي لارو مسایل حل شي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

یونیسف له دې وړاندې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۳،۵ میلیونه ماشومان له ځوار ځواکۍ سره مخ دي او یو میلیون یې داسي دي، که بېړنۍ مرستې ور و نه رسېږي، مري.

له دې وړاندې هم د افغانستان له روغتیايي مرکزونو داسې راپورونه خپاره شوي چې د ماشومانو وضعیت په کې اندېښمنونکی انځور شوی دی.

XS
SM
MD
LG