د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د ایډز نړيواله ورځ؛ روغتیا پالان: خلک په بېلابېلو لارو په ایډز اخته کېدای شي


ارشیف
ارشیف

نن جمعه د ډسمبر لومړۍ نېټه د 'ایچ آی وي' یا ایډز نړيواله ورځ ده.

ایډز داسې ناروغي ده چې انسان پرې له بېلابېلو لارو اخته کېدى شي.

د ناخوندي ګډو جنسي اړیکو لرل، هغه مهم لامل دی چې د 'ایچ آی وي' په ویروس د اخته کېدو چانس ډېروي، نو له همدې امله په افغانستان کې ډېری ناروغان نه غواړي چې د خپلې دغه ناروغۍ په اړه خبرې وکړي او ډېری وخت یې ان د پټولو هڅه هم کوي.

خو په ایډز د اخته کېدو یوازېنۍ لاره ناخوندي جنسي اړیکه نه ده، نور لاملونه هم شته چې له لارې یې دغه ویروس له ناروغ د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای شي،لکه د استعمال شویو سرنجونو، د ویښتانو خریلو د استعمال شویو پاکي‌ګانو او دغه شان د غاښونو ډاکترانو د استعمال شویو وسایلو له لارې داسې چې له وړاندې پرې په 'ایچ آی وي' ویروس اخته انسان ته کار شوی وي.

د دې ترڅنګ په نشه یې موادو روږدي کېدل او او وقایې ته نه پاملرنه د 'ایچ آی وي' ویروس د لېږدېدا بل لامل بلل کېږي.

روغتیاپالان وايي، د ستنې له لارې هم د ایچ آی وي د لېږدېدو امکان شته.
روغتیاپالان وايي، د ستنې له لارې هم د ایچ آی وي د لېږدېدو امکان شته.

له ډېرو هڅو وروسته د کاپیسا ولایت یو اوسېدونکی امیر چې په 'ایچ آی وي' ویروس اخته دی دې ته تیار شو چې له ازادي راډيو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

هغه وویل: "زه له یوه کال راهیسې په 'ایچ آی وي' اخته یم. دا ویروس دوه اوونۍ وروسته له هغه په ما کې پيدا شو چې د غاښونو د بیارغونې 'ترمیم' او ډکولو لپاره د غاښونو ډاکتر ته لاړم. له هغه دوه اوونۍ وروسته تبه، د ستوني درد راته پيداشو. خارښ، ستړیا، د عضلاتو درد او د ملا درد مې درلود. د وینې له معایناتو وروسته معلومه شوه چې زه په'ایچ آی وي' اخته شوی یم."

امير وايي، د امکاناتو د نشتوالي له امله يې، تر اوسه بشپړه درملنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې په کاپيسا ولايت کې د ايډز د درملنې ډېر امکانات نه‌شته او ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې چې کابل ولایت ته ولاړ شي.

دا چې 'ایچ آی وي' ویروس، د انسان له بدن سره څه کوي او د مخنیوي او درملنې لپاره یې باید څه وشي، د ساري ناروغیو له متخصص ډاکتر عادل شاه یې په اړه وايي: "د 'ایچ آی وي' ویروس د بدن مقاومت کمزوری کوي، له همدې امله دا ناروغان باید هڅه وکړي چې ژر ناروغه نه شي، هغه ناروغۍ چې نور خلک پرې اخته کېږي، د بیلګې په توګه زکام یا سینه بغل، اسهال، یا نری رنځ دوی باید ځان ترې وساتي، ځکه چې دا ناروغۍ هغوی ته ستونزی پیدا کوي او حتی د مرګ لامل کېږي. بل دا چې د ویروس ضد درمل ورکول کېږي چې څلور ویروس ضد درمل دي."

د متخصصینو په خبره، په 'ایچ آی وي' اخته کس د نورو ناروغیو پر وړاندې د ځان پاملرنې او د درملنې پروسې د تعقیبولو سربېره باید نورو ته د ایډز د لېږد مخنیوي لارو چارو ته هم پاملرنه وکړي.

د ايډز ناروغۍ ډاکتر يمان الکوزی وايي، د ايډز د لېږد د نورو لارو چارو ترڅنګ د وينې ورکول او په دې ناروغۍ د اخته مور له خوا ماشوم ته د شیدو ورکول، په دې ناروغۍ له اخته کس څخه سالم انسان ته د 'ایچ آی وي'د لېږد نور لاملونه دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هغه کسان چې د 'ایچ آی وي' ټېست یې مثبت وي باید 'بلد ترانس فیوجن' ونه کړي، دوی باید هیڅکله بل چا ته وینه ورنه کړي ځکه چې دا ناروغۍ په دې ډول انتقالېږي او همدارنګه هغه میندې چې په 'ایچ آی وي' اخته وي باید خپل ماشوم ته خپلې شیدې نه شي ورکولای. همدا شان هغه څوک چې په 'ایچ آی وي' اخته وي باید د خپل پارټنر سره د جنسي اړیکو پر مهال محافظتي توکي وکاروي ترڅو بل کس ته د دې ناروغۍ د لېږد مخه ونیسي ترڅو بل کس په دې ناروغۍ اخته نه شي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو د 'ایچ آی وي' د ناروغانو د شمېرو او د دغه ډول ناروغانو د درملنې د پلانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې.

خو ډاکتر الکوزی وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ترسره شویو سروې له مخې په افغانستان کې تر ۱۹زره ډېر کسان په 'ایچ آی وي' اخته شوي، خو د ده په وینا له دې وروسته کومه نوې سروې نه ده ترسره شوې.

نوموړي په افغانستان کې د ايډز د پوهاوي او د مخنيوي د پروګرامونو د درېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

ارواپوهان هم په دې باور دي چې په 'ایچ آی وي' اخته ناروغان به د فزیکي پایلو سربېره له رواني او روهي ستونزو سره مخ کېږي.

ارواپوه او د پوهنتون استاد ډاکتر سيد وحيدالله سادات په دې باور دی چې د ارواپوهنې علم په ايډز د اخته کس د روحي او رواني بدلونونو په ښه کولو کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه: "د ایډز درلودل کېدای شي د یو شخص په هویت او ځان په اړه فکر کولو کې د بدلون لامل شي، ارواپوه کولی شي ناروغ سره مرسته وکړي ترڅو د دې بدلونونو سره مخ شي او د ځان په اړه د ښه والي په بدلون پوه شي. ایډز کولی شي د انزوا او اړیکو کمولو لامل شي. ارواپوهنه کولی شي له ناروغ سره مرسته وکړي چې صحي ټولنیزې اړیکې رامنځته کړي او ډېر ټولنیز ملاتړ ترلاسه کړي."

د ملګرو ملتونو په رسمي ویبپاڼه کې د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، که خلک او ټولنې همکاري وکړي او کافي بودیجه برابره شي، نړۍ کولی شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ايډز ناروغي چې عامه روغتیا ته ستر ګواښ دى ته د پای ټکی کېږدي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG