د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه په نړۍ کې د ایډز ناروغي نړیواله ورځ ولمانځل شوه او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پر دې خبرې وشوې چې د دې ناروغۍ مخه څرنګه ونیسو.
په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۰۸۶ کسان په ایچ ای وي ایډز اخته دي.
ځیني نړیوالې موسسې دا شمېره ۶۷۰۰ یادوي.
څه باید وشي چې د دې وژونکي ناروغۍ مخه ونیول شي؟
احمد شیبر دا پوښتنه په جرمني کې له افغان ډاکټر اکرم ملکزي څخه کړې ده؟