د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

چارواکي: د "کوېډ۱۹" په خپرېدو د ایډز ناروغانو د درملنې  بهیر ټکنی شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو سره د ایچ آی وي (ایډز) ناروغانو د درملنې بهیر ټکنی شوی.

په ټولنه کې د ځینو حساسیتونو له امله چې نه غواړي پېژندګلوي یې وشي وايي، شاوخوا پنځه کاله مخکې یې په خپل بدن کې د ایډز نښې نښانې احساس کړې او د ډاکټر له معانیاتو وروسته یقیني شو چې په ایډز ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وايي، په لومړيو کې یې ځان درد سره مبارزه وکړه او د وخت په تیریدو سره یې د بدن وزن له ۶۲کیلو څخه ۴۲کیلو ته راکم شو.

د نوموړي په وینا، د خلکو د ناپوهۍ له امله یې وپتیله چې خپله ناورغي له نور څخه پټه کړي.

هغه زیاتوي: "زموږ دخلکو د پوهې کچه ټیټه ده او په دې ډېر نه پوهېږي، په هماغه ورځ چې ډاکټران په ما مشکوک شوه او وروسته یې یقین راغی چې زه ایډز مرض لرم نو له ما یې ۵ متره فاصله واخیسته او بښنه یې وغوښتله او راته یې وویل چې خپله پوزه بنده کړم او ما خپله پوزه وتړله، زموږ خلک نه پوهېږي او موږ باید له هغوی څخه پټ شو."

دغه ناروغ وايي، نه پوهېږي څنګه په دغه ناروغۍ اخته شوی.

خو روغتیا پالان وايي، د ناروغۍ د لېږد میتود جنسي اړیکې، د ناروغ وینې یا هغه توکي چې د ناروغ په وینې ککړ وي او له مور څخه ماشوم ته ژر دغه ناروغۍ انتقالېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ایډز ناروغانو شمېر اوسمهال ۷۷۹۴ کسانو ته رسېږي، چې له دې جملې څخه ۳۰۳۳ ناروغان د دغه وزارت لخوا ثبت شوي اوسمهال یې شاوخوا ۱۰۸۹ تر درمنلې لاندې دي.

له هغه ۳ زره ناروغانو چې عامې روغتیا وزارت ثبت کړي ۲۲۷۲ یې نارینه دي او ۷۶۱ یې میرمنې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یوازې سږکال په افغانستان کې د ایډز ۱۱۰ پېښې ثبت شوې، چې د کرونا ویروس او قرنطیني شرایطو د خپرېدو له امله د تېر کال په پرتله دغه شمېر کم دی.

د دې وزارت د ایډز ناروغۍ د ملي پروګرام تخنیکي مسول ډاکټر احسان احسان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ایډز ناروغانو د درملنې پروسه د کرونا ویروس د خپرېدو او محدودیتونو له امله ورو شوې ده.

هغه زیاتوي: ​"کرونا تر یو حده پورې د (ایچ ای وي)په خدمتونو اغېزه کړې، د مثال په توګه، موږ هره ورځ سرنجونه او ستنې ویشلې، خو د قرنطین حالت کې دا چاره اونۍ ته واوښته او همداراز زموږ هره میاشت درملنه درلوده خو د قرنطین په شرایطو کې دا چاره ۳ میاشتو ته وځنډېده، یعنې په هرو دریو میاشتو کې دغه ناروغانو ته درمل ورکول کېږي."

د ښاغلي احسان په وینا ، هغه وګړي چې په ایډز ناروغي اخته دي د هغو د بدن دفاعي سیسټم د کرونا ویروس پر وړاندې ټیټ دی او دوی باید روغتیا لارښوونو ته ډېر پام وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د (ایچ آی وي) مثبتو پېښو شمېر د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو په پرتله افغانستان کې خورا کم دی.

که څه هم په نړۍ کې د ایډز ناروغۍ په اړه کره شمېر نه دې وړاندې شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان احصایې ښیې چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې د دې ناروغۍ شمېر ۳۸ میلیون و چې له دې جملې څخه ۶۷ فیصده یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري او ۷.۱میلیون یې ان په دې نه پوهېږي، چې دوی په دغه ناروغۍ اخته شوي او کنه.

د ډسمبر لومړۍ په کال ۱۹۸۸ میلادي کې د ایډز نړیوالې ورځ په توګه ونومول شوه چې هر کال یې د مرستو راټولولو، د عامه پوهاوي او د دې ناروغۍ له ناروغانو سره د توپیري چلند د مخنیوي په هدف نمانځه کېږي.

XS
SM
MD
LG