د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د ایډز د ناروغانو شمېر ۵۹۰۰ اټکل کړی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل په اساس، روان میلادي کال په دغه هېواد کې په (اېچ. ای. وي) یا ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنه اټکل شوی.

دغه وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل په اساس، په دغه هېواد کې د (اېچ. ای. وي) یا ایډز د اخته کسانو وروستی اټکل ښيي چې اوس په دغه ناروغۍ د اختو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

په دغه وزارت کې د ایډز د کنټرول د پروګرام امر ډاکتر نقیب الله همدرد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تراوسه د ایډز د کنټرول له ادراې سره ۲۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دی وایي:

"په ۲۰۱۸ میلادي کال کې اعلان شوی چې ۵۹۰۰ پېښې په افغانستان کې شتون لري، دا تخمین دی، ولې دقیق ارقام نه دي، خو له پروګرام سره چې کومې پېښې ثبت دي، هغه ۲۷۰۰ ته رسېږي چې ۳۰ فیصده یې ښځې جوړوي، له نېکه مرغه موږ چې د ملګرو ملتونو نوي اټکل ته ګورو چې تېر کال یې ۷۵۰۰ پېښې اټکل کړې وې او سږ کال یې ۵۹۰۰ پېښې، دا ښيي چې افغانستان له دې بابته نسبتاً په ښه وضعیت کې دی."

(اېچ. ای. وي) یا د ایډز ویروس په ۱۹۸۸ کال کې په امریکا کې کشف او دا مهال په نړۍ کې شااوخوا ۳۲ میلیونه انسانان په دغه ناروغۍ اخته دي چې زیاتره یې په افریقا او د اسیا په جنوبي هېوادونو کې دي.

ایډز یوه ویروسي ناروغي ده چې علاج یې نه کېږي، دغه ویروس د انسان بدن ته له داخلېدو وروسته د انسان دفاعي سېستم له منځه وړي او د انسان د مړینې سبب ګرځي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور په اساس، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې په ایډز ناروغۍ اخته نېږدې یو میلیونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ایډز د ناروغۍ متخصص ډاکتر احسان الله احسان وايي، د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نا مشروع جنسي اړیکې، د ککړو پېچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږي.

دی وایي:

"د خپرېدو او انتقال لاملونه یې دا دي: هغه کسان چې ککړې ستنې له یو بل سره شریکوي، په ځانګړې توګه په مخدره توکو روږدي کسان، نېږدې اویا فیصده د جنسي اړیکو له لارې ، که مور په ایډز اخته وي، په ګیډه کې ماشوم ته هم انتقالېږي."

ښاغلی احسان ټینګار کوي چې افغان حکومت او اړوندې نړیوالې مرستندویې ادارې دې په افغانستان کې د ایډز د ناورغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي اوږ مهاله او لنډ مهال پروګرامونه پلي کړي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په پام کې ده چې د (اېچ. ای. وي) ویروس د خطرونو د مخنیوي په هدف په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرام پیل کړي.

د دغه وزارت د ایډز د کنټرول د پروګرام امر ډاکتر نقیب الله همدرد وايي، په ۱۶ ولایتونو کې د ایډز د کنټرول ملي پروګرامونه پیل کړي چې په کې خلکو ته مشورې، روغتیايي زده کړې، تداوي او بېلابېل نور فعالیتونه شامل دي.

د ملګرو متلونو د روغتیا د نړیوال سازمان تر لاس لاندې پروګرامونو له پلان سره سم ټاکل شوې چې په ۲۰۳۰ کال نړۍ له ایډزه پاکه اعلان کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG