د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

"په افغانستان کې د اېډز له ۲۸۸۳ ناروغانو نيمایي يې معتادان دي"


د افغانستان د عامې وزارت د ۲۰۱۹ ميلادي کال له پيله تراوسه له د ايډز ۱۵۰ ناروغان ثبت کړي چې ۱۷ تنه يې د نشه يي موادو معتادين دي.
د افغانستان د عامې وزارت د ۲۰۱۹ ميلادي کال له پيله تراوسه له د ايډز ۱۵۰ ناروغان ثبت کړي چې ۱۷ تنه يې د نشه يي موادو معتادين دي.

د افغانستان د عامې وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د اېډز د درېيو زرو ناروغانو نيمه برخه معتادان دي.

دغه وزارت د ۲۰۱۹ ميلادي کال له پيله تراوسه له د ايډز ۱۵۰ ناروغان ثبت کړي چې ۱۷ تنه يې د نشه يي موادو معتادين دي.

دا معتادين له دې امله د اچ ای وي/ايډز په ناروغۍ اخته شوي چې په ګډه د پېچکارۍ يو سرنج استعمالوي.

ډاکټران وايي چې د ايډز وايرس د پېچکارۍ د ککړي او استعمال شوي بمبې له لارې په اسانۍ سره له ناروغ څخه روغ انسان ته انتقالېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان پروسږکال په افغانستان کې د ایډز د ناروغانو تخمیني شمېر ۵۹۰۰ ښودلي و، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږنۍ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې ۲۸۸۳ کسان د ایډز په ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د اېډز ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام مشر ډاکټر ثمرالدین ځاځي ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې د اېډز ناروغان نیمايي معتادین دي، ځکه چې د اچ ای وي ویروس د سرنج یا پېچکارۍ د بمبې له لارې له یوه ناروغ څخه بل انسان ته په اسانۍ سره انتقالېږي.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه: "تر دې مهاله د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول له ملي پروګرام سره د ایډز ۲۸۸۳ ناروغان ثبت شوي چې ۱۰۷۵ یې معتادین دي، په تېره بيا هغه معتادین چې ځانونو ته نشه يي مواد پېچکاري کوي. دې کسانو د پېچکارۍ یوه بمبه په ګډه استعمال کړې ده، د اچ ای وي وایروس په دې ډول له یوه ناروغ څخه بل ته په اسانۍ سره انتقالېږي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له دوی سره د ایډز ۱۸۴ ناروغان ثبت شوي چې ۴۰ کسان یې معتادین دي، خو سږکال بيا له دوی سره ۱۵۰ تازه ناروغان ثبت شوي چې ۱۷ يې معتادین دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږکال د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۷۳۶۶ معتادینو ته دوه میلیونه د پېچکاریو بمبې وړيا ورکړي دي.

د دې پروګرام هدف دا دی چې معتادین څو ځله او په ګډه د پېچکارۍ یوه بمبه و نه کاروي او د ايډز ناروغي روغو خلکو ته انتقال نه شي.

ډاکټر امان الله روفي وايي چې هغه معتادین تر ډېره بريده د ایډز ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي چې د پیچکاري له یوې بمبې څخه په ګډه استفاده کوي.

"هغه معتادین چې په ورځ کې دوه ځله نشه يي مواد ځانونو ته پیچکاري کوي او یا څو کسان د پېچکارۍ یوه بمبه په ګډه کاروي، په دوی کې که یو یې په اچ ای وي وايرس باندې ککړ وي، دا ویروس په اسانۍ سره روغو کسانو ته انتقالېږي. هغه کسان چې نشه يي مواد ځانونو ته پېچکاري کوي، زیان یې د هغو کسانو په پرتله ډېر دی چې نشه يي مواد کاروي. دا کسان باید د نشه يي موادو استعمال ته تغییر ورکړي او ځانونو ته له پېچکارۍ کولو څخه ډډه وکړي چې ډېر زیان لري او سړی وژني."

د روغتيا نړیوال سازمان د راپور پر اساس په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۳۸ میلیونه کسان د اچ ای وي/ایډز په ناروغۍ اخته دي چې د افریقايي هېوادونو ترڅنګ د جنوبي آسیا هېوادونه او افغانستان هم د دې ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ دي.

ایډز یوه ویروسي ناروغي ده چې د انسان د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کوي او بيا يې وژني.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG