د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان توانېدلی چې د ایډز ویروس مهار کړي


د روغتیا نړیوال سازمان WHO نوی راپور ښیي چې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان توانېدلی چې د (اېچ.ای. وي) ایډز ویروس مهار کړي.

د روغتیا نړېوال سازمان په دغه راپور کې افغانستان د (اېچ. ای. وي) ایډز ویروس سره د مبارزې په برخه کې لومړی مقام ګټلی دی.

د دغه سازمان حوزوي مشرې ډاکترې ماریا النا جی فیلیو بررومیو د شنبې په ورځ یوې ناستې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت توانیدلی چې دغه ویروس کنټرول او له پراخېدو یې مخینوی وکړي.

مېرمن النا وویل، افغانستان به د (اېچ. ای. وي) ایډز ویروس د نویو پېښو د له منځه وړلو هدف ته ورسېږي.

دی وایي:

"اجازه راکړئ څو له فرصته په ګټې اخیستنې ووایم چې افغان حکومت کومه ملي ستراتیژي چې ۲۰۲۰ او ۲۰۱۶ کلونو ته د اېچ ای وي ایدز لپاره په پام کې نیولې، مونږ به هدف ته ورسوي، مونږ دغه طرحه مرور کړې او ډېره یوه پرځای او مهمه ستراتیژي ده او ټول لومړیتوبونه پکې په پام کې نیول شوي دي."

دغه سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یو ستاینلیک هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم په روان میلادي کال کې په افغانستان کې په (اېچ. ای. وي) یا ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنه اټکل شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې په ایډز ناروغۍ اخته نېږدې یو میلیونه کسان مړه شوي دي.

(اېچ. ای. وي) یا د ایډز ویروس په ۱۹۸۸ کال کې په امریکا کې کشف او دا مهال په نړۍ کې شااوخوا ۳۲ میلیونه انسانان په دغه ناروغۍ اخته دي چې زیاتره یې په افریقا او د اسیا په جنوبي هېوادونو کې دي.

ایډز یوه ویروسي ناروغي ده چې علاج یې نه کېږي، دغه ویروس د انسان بدن ته له داخلېدو وروسته د انسان دفاعي سېستم له منځه وړي او د انسان د مړینې لامل ګرځي.

د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نا مشروع جنسي اړیکې، د ککړو پيچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول د پروګرام امر ډاکتر نقیب الله همدرد وویل، تراوسه د ایډز د کنټرول له ادراې سره ۲۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکترې مموسۍ زیور وویل چې د (اېچ. ای. وی) ایډز ویروس د له منځه وړلو لپاره وزارت ژمن دی.

مېرمن زیور وویل، په دغه هېواد کې د (اېچ. ای. وي) یا ایډز د اخته کسانو وروستی اټکل ښيي چې اوس په دغه ناروغۍ د اختو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

دې وویل:

"دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، ځکه په نورو هېوادونو کې دا شمېره زیاته ده، خو په روان کال کې د اېچ ای وي ایډز ناروغۍ له امله ۲۸ کسان مړه شوي چې دا یو کم شمېر دی."

نوموړې وویل، په پام کې ده چې د (اېچ. ای. وي) ویروس د خطرونو د مخنیوي په هدف په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرام پیل کړي.

د ملګرو متلونو د روغتیا د نړیوال سازمان تر لاس لاندې پروګرامونو له پلان سره سم ټاکل شوې چې په ۲۰۳۰ کال نړۍ له ایډزه پاکه اعلان کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG