د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

لا هم د پکتیا او پکتیکا ځینو سیمو کې ماشومان پر نایانو سنتېږي


ارشیف
ارشیف

که څه هم په اوسني عصر کې طب د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم د پکتیا او پکتیکا د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي ماشومان په نایانو سنتوي.

۵۵ کلن رحمت ګل د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د ویښتانو د جوړلو دوکان لري، چې ترڅنګ یې لهتېرو ۳۵ کالونو راهیسې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې ماشومانو هم سنتوي.

دی وایي، زده کړې یې نه دي کړي او دا کار یې له خپل پلاره په میراث ورپاتې دی.

د رحمت ګل په وینا په لومړیو کې دا کار سخت و، خو اوس یې په دې کار کې تجربه پاخه شوې او د ورځې په منځني ډول له درې تر څلور ماشومان سنتوي.

هغه زیاتوي: " موږ سنتي هر وخت کولی شو او دا مسلک راته له پلاره پاتې دی، تعلیم مې نه دی کړی او دا کار په کلیو او ولسوالیو کې کوم موږ چې سنتي کوو اول ډیټول وار واچوو او ټول سامان صفا پرې مینځو او بیا عملیات کوو."

په پکتیا کې نايي رحمت ګل
په پکتیا کې نايي رحمت ګل

رحمت ګل که څه هم د عملیاتو پر مهال د صفایي او د نویو وسایلو د استعمال خبره کوي، خو دا هم وایي، چې یو شمېر نور کسان بیا د پاکوالي خیال نه ساتي او ډېر کله پخواني وسایل او توکي استعمالوي.

خو د جراحۍ د برخې د متخصصینو له نظره د غیر مسلکي کسانو له لوري د دا ډول عملیاتو ترسره کول څومره خطرناک دي؟

د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکټر ننګیالی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " کېدای شي، د دې زخمونو جوړېدنه سخته شي، کېدای شي، اضافي تخریب په کې رامنځته شي او تر ټولو لوی بحران چې رامنځته کوي، هغه د ساري امراضو انتقال دی لکه تور زیړی، سپین زیړی ایډز یا اېچ ای وي."

د پکتیا یو شمېر هغه اوسیدونکي چې په کلیو او بانډو کې اوسېږي او اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی، غوره بولي، چې خپل ماشومان نایي ته د سنت کولو لپاره بوځي.

خو د ښار او د یو شمېر ولسوالیو اوسیدونکي بیا د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره د سنت کېدو چاره په ډاکټرانو ترسره کوي.

د پکتیا ولایت یو تن اوسیدونکی قسمت الله عابد وايي: "د کلیو خلک خپل ماشومان د قوم په نایي او نورو کسانو سنت کوي، ځکه عامه پوهاوی یی کم دی او بل اقتصادي مشکلات لري، خو موږ ښار کې اوسیږو او خپل ماشومان جراح ډاکټر بیایو چې تر اوسه یې مشکلات نه دي پیدا کړي."

د ماشومانو سنت کول نه یوازې دا چې په زیاتره اسلامي هېوادونو کې له دیني او مذهبي اړخه مهمه چاره ګڼل کېږي، بلکې د ماشومانو د جراحۍ په برخه کې د متخصص ډاکتر ننګیالي په وینا په یو شمېر غیر اسلامي هېوادونو کې هم د اړتیا په صورت کې د ځینو ناروغیو د له منځه وړلو په هدف دا چاره ترسره کېږي.

دی په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو وړاندیز کوي او له دوی غواړي چې خپل ماشومان په مسلکي کسانو په روغتیایي مرکزونو کې سنت کړي.

XS
SM
MD
LG