د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

په کورونو کې د معتادینو درملنه پر نشو د بیا اخته کېدو لامل ګرځي


ارشیف، د افغان معتادینو یو انځور
ارشیف، د افغان معتادینو یو انځور

له روغتیايي مرکزونو پرته په کورونو کې د معتادینو درملنه پر نشو باندې د بیا اخته کېدلو لامل ګرځي.

له دې ډلې یو تن کمال دی چې د کورنۍ مشر زوی او نشې يې د نورو زیانونو تر څنګ د کورنۍ پر وړاندې د مسؤلیت حس فلج کړی او په کورنۍ کې یې اعتبار هم کم شوی دی.

کمال د خپلې هغې ورځې په اړه کیسه کوي چې کورنۍ یې په ځنځيرونو تړلی او په زوره یې په کور کې د نشې پرېښودلو ته اړ ايستلی و.

دی وایي: کله چې مې څوارلسمه ورځ وروسته سترګې را رڼې کړې، نو په یوه کوټه کې پروت وم او په دواړو لاسونو کې مې سیرومان بند وو، اعتیاد د انسان په ذهن کې عقده پیدا کوي چې څنګه تر تا کشر ورور ستا پر وړاندې درېږي او په پښو کې دې ځنځیرونه در اچوي، داسې معتادین مې لیدلي چې دوه میاشتې یې په لاسونو او پښو کې ولچک او ځنځیرونه بند وو، خو کله چې یې دوه میاشتې وروسته خلاص کړل، بېرته یې نشو ته مخه کړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې کله چې يو څوک د معتاد درملنه کوي، باید کافي معلومات او مهارتونه ولري، له دې پرته پر خپل سر د درملو استعمال د معتادینو درملنه له ستونزو سره مخ کوي.

د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې کمولو رئیس شاه پور یوسف ازادي راډیو ته وویل: ځینې کورنۍ د شرم يا نورو عواملو له مخې نه غواړي چې خپل معتاد د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته بوځي.

ده زیاته کړه: په کورونو کې معتاد په یخو اوبو لمبوي چې دا کار نه طبي او نه هم د انساني او اخلاقي معیارونو سره برابر دی، کله چې موږ پر معتاد باندې نشه يي مواد بندوو، نو په هغه کې سنډروم راځي، په دې صورت کې له بې خوبۍ، اسهال، خواګرځي او د بدن له درده نیولې بیا تر ذهني اختلالاتو پورې خبره رسېږي چې موږ د ځینو درملو په واسطه د دې اعراضو درملنه کوو.

دا مهال د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د غیر دولتي مرکزونو تر څنګ د معتادینو د درملنې لپاره ۸۶ دولتي مرکزونه هم فعالیت کوي.

ځينو معتادینو ازادي راډیو ته ويلي چې دې روغتيايي مرکزونو ته د مراجعې پر مهال یې منفي ځواب تر لاسه کړی او له همدې امله یې بېرته خپلو نشو ته دوام ورکړی دی.

ارشیف، یو تن افغان معتاد
ارشیف، یو تن افغان معتاد

​د ابن سینا زر بستریز روغتون مرستیال ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې د معتاد درملنه یوازې د اعتیاد پرېښودل نه دي، بايد معتاد ورزش وکړي او د دې تر څنګ تعليمي او رواني فعاليتونه هم ولري چې په کورونو کې د دې اسانتياوو برابرول امکان نه لري.

ده وویل: اعتیاد یوه ناروغي ده چې درملنه او پرېښودل یې په کور کې ممکن کار دی، خو دا ډول درملنه دومره ګټوره نه ده، ځکه چې د معتاد په وجود کي د نشو اغېزې، زیانونه، رواني او جسمي ستونزې پاتې کېږي چې د دې ستونزو مديريت بايد د یوه مسلکي شخص له خوا وشي، باید معتاد ته مهارتونه ور وښول شي چې بېرته عادي ژوند ته را وګرځي، په دې صورت کې د اعتیاد پرېښودل امکان لري، خو په نشو باندې د بیا اخته کېدو چانس یې ډېر دی.

د افغان دولت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې څه د پاسه دوه لکه کسان په مستقیم ډول نشه کوي، نو که د معتادينو دومره ډېر شمېر ته وګورو، ويلای شو چې د درملنې اوسني مرکزونه کفایت نه کوي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG