د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

آی‌سي‌آر‌سي: په شپږو مياشتو کې مو افغانستان کې د شاوخوا پنځه‌سوه زره کسانو درملنه کړې


ارشيف
ارشيف

د سره صليب نړيواله کمېټه د خپل شپږ مياشتني راپور په خپرولو سره وايي، په افغانستان کې يې شاوخوا پنځه لکه کسانو ته چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، روغتيايي او درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغې کمېټې د جمعې په ورځ (د اګست په ۳۰مه نېټه) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، دغه خدمتونه په افغانستان کې د واکسین، د ماشومانو د خوارځواکۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ځواکمنېدو او روزنې او د رواني مشورې په برخو کې ترسره شوي دي.

د راپور په دوام کې راغلي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د يادې کمېټې اړوند په ۴۶ روغتيايي مرکزونو کې له یو لک او ٤٨ زرو څخه زيات ماشومان واکسين شوي او له ۴۰۰۰ څخه زياتو د خوارځواکو ماشومانو ملاتړ شوی.

دا کمېټه وايي، په ځينو روغتیايي مرکزونو کې د افغانستان سرې میاشتې هم د روغتیايي پروژو په تطبیق کې برخه اخیستې ده.

د آی‌سي‌آر‌سي په راپور کې دا هم راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او جولای ترمنځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولایتي روغتون، هرات حوزوي روغتون، غزني او خوست ولایتي روغتونونو په ګډون یې له پنځه روغتونونونو د طبي تجهیزاتو په ورکولو او د روزنیزو غونډو په جوړولو ملاتړ کړی دی.

راپور زیاتوي، د فزیکي پیاوړتیا په برخه کې یې د فزیوتراپي خدمتونو په وړاندې کولو او د کوچنیو پورونو په ورکولو يې له معلولینو سره هم مرسته کړې ده.

دغه کمېټه وايي، د هرات او کندهار ولایتونو په توقیف ځایونو او زندانونو کې یې هم بندیانو ته د مشورې او رواني خدمتونه او خوراکي توکو مرستې کړې دي.

راپور زیاتوي، د فزیکي پیاوړتیا په برخه کې یې د فزیوتراپي خدمتونو په وړاندې کولو او د کوچنیو پورونو په ورکولو يې له معلولینو سره هم مرسته کړې ده.
راپور زیاتوي، د فزیکي پیاوړتیا په برخه کې یې د فزیوتراپي خدمتونو په وړاندې کولو او د کوچنیو پورونو په ورکولو يې له معلولینو سره هم مرسته کړې ده.

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) په‌داسې حال کې په افغانستان کې د مرستو او روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خبره کوي چې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ډېری افغانان ادعا کوي چې د بې‌وزلۍ او له روغتيايي مرکزونو څخه د لرې واټن له امله روغتيايي خدمتونو ته بشپړ لاس‌رسى نه‌لري.

"موږ باید لږ تر لږه درې ساعته مزل وکړو تر څو هغه کلينيکونو ته ځان ورسوو چې موسسو جوړ کړي دي، هغه هم ډېره ابتدايي درملنه ده او درمل هم ساده دي
محمد اکبري د لغمان اوسېدونکی

د کابل ولایت اوسېدونکې صفا وايي، ماشوم یې ناروغ دی او د درملنې توان یې نه‌لري.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "زوی مې د پښتورګي ناروغي لري، زه پوروړې یم، پیسې نه‌لرم چې درملنه یې وکړم، دولتي کلینیک ته مې یووړ خو هیڅ اغېز یې نه درلود، باید ورته درمل واخلم خو توان یې نه‌لرم."

د بامیان ولایت د یکاولنګ اوسېدونکي محمد اکبري ازادي راډيو ته وویل، د سیمې خلک روغتیايي خدمتونو او درملنې ته لاس‌رسی نه‌‌لري او کلینیک ته د رسېدو لپاره باید اوږد واټن مزل وکړي.

هغه وايي: "موږ باید لږ تر لږه درې ساعته مزل وکړو تر څو هغه کلينيکونو ته ځان ورسوو چې موسسو جوړ کړي دي، هغه هم ډېره ابتدايي درملنه ده او درمل هم ساده دي او هغه ناروغیو لپاره چې جراحي ته اړتیا وي دلته د یکاولنګ ولسوالۍ په مرکز کې نه ترسره کېږي او باید د بامیان ولایت مرکز ته ولاړ شو."

دا اندېښنې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د څرنګوالی د ښه کېدو په حال کې دی.

خو د روغتيا نړيوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د ښځينه ډاکټرانو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه او زياته کړې يې وه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته روغتيايي خدمتونه کمزوري شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG