په کابل کې یوې روغتیایي سرچینې ازادي راډیو ته منلې چې په کابل او پکتیا ولایتونو کې د بیزو تڼاکو یا ایمپاکس دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په اندراګاندي یا صحت طفل روغتون کې د ایمپاکس تڼاکو ته ورته نښو نښانو درلودونکې یوه ناروغه ماشومه په دې روغتون کې بستري شوې ده.
ناروغه ماشومه عایشه نومېږي، اوه کاله عمر لري او د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
د کورنۍ یوه شمېر غړو یې ازادي راډيو ته وویل چې د عایشې پر بدن د غټو تڼاکو له لیدل کېدو وروسته یې هغه سمدستي په روغتون کې بستر کړې ده.
خور یې لیلا وویل چې له یوې مېلمستیا تر راګرځېدو وروسته د عایشې په بدن تڼاکې راووتې.
دا وايي، هغه یې اول یوه کلینیک ته یووړه، خو هلته یې درملنه ونه شوه او وروسته یې په روغتون کې بستر کړه.
هغه زیاتوي: "درې یا څلور ورځې وروسته پر مخ او لاسونو یې تڼاکې راڅرګندې شوې، هغه مو کلینیک ته بوتله، ډاکتر ویل چې دا چیچک دی او ژر به ښه شي او یوازې د درد ضد یو ټابلېټ یې ورکړ، خو وضعیت نور بدتره شو او ژړل یې، تڼاکې نورې هم غټې شوې او په درد او سوځېدو کې مو هغه روغتون ته یووړه، هلته یې ورته پیچکاري وکړه، دوی وایي چې دا د بیزو ناروغي ده."
لیلا وایي چې د خور له ناروغۍ څخه یې نهه ورځې اوړي او اوس یې وضعیت یو څه ښه شوی دی.
له دې سره ځینو رسنیو بیا په ننګرهار ولایت کې د بیزو تڼاکو د یوې مثبتې پېښې د ثبتېدو راپور ورکړی دی.
په افغانستان د بیزو تڼاکو د پېښو د ثبتېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره سره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې د دې پېښو ثبتېدل رد کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د بیزو تڼاکې یا ایمپاکس ساري ناروغي ده چې د نږدې تماس لکه جنسي اړیکې، له پوستکي- پوستکي ته د تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې بل انسان ته انتقالېږي.
دا ناروغي چې د انفولانزا او د پوستکي د تڼاکو د ورته نښو نښانو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، آن کېدای شي د مرګ او مړینه سبب وګرځي.
د معلوماتو له مخې، د دې ناروغۍ په هرو ۱۰۰ پېښو کې څلور یې د مرګ لامل ګرځي.
اوسمهال په پاکستان کې د دغې ناروغۍ درې مشکوکې پېښې په رسمي ډول ثبت شوي دي.
له پاکستان افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنولو وروسته افغانستان ته د دغه ناروغۍ د انتقال اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
روغتیا پالان په دې باور دي چې افغانان کولای شي د دې ناروغيو او د خپراوي د مخنیوي په اړه یې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.
ډاکتر خیرالله وايي: ناروغ بايد ماسک وکاروي څو د ټوخي او پرنجي پر وخت ويروس چاپېريال کې خپور نهشي او هغه کس چې له ناروغ پالنه کوي بايد ماسک او دستکشې استعمال کړي.
د ساري ناروغيو متخصص داکتر خيرالله په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "په لومړي سر کې بايد له مشکوکو ژويو سره له تماس ډډه وکړو، کورني ژوي بايد له ناروغ چاپېريال لرې وساتل شي ځکه دا د ژويو او انسانانوتر منځ ګډه ناروغي ده، ناروغ بايد ماسک وکاروي څو د ټوخي او پرنجي پر وخت ويروس چاپېريال کې خپور نهشي او هغه کس چې له ناروغ پالنه کوي بايد ماسک او دستکشې استعمال کړي."
د روغتيا نړيوال سازمان یا "ډبليوایچاو" شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افريقا په ځينو برخو کې د بیزو د ټناکو د خپرېدو په اړه په ټوله نړۍ کې د اضطراري وضعیت خبر ورکړ.
دې سازمان د سه شنبې په ورځ د اګست په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ٢٠٢۴م کال د سپټمبر او د ٢٠٢۵م کال د فبرورۍ تر منځ ٨٧،۴ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.