د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

په خیبرپښتونخوا کې درې کسان د امپاکس یا د بیزو د تڼاکې په ناروغۍ اخته شوي


ارشیف: د بیزو د کوڅک په ناروغۍ اخته کس
ارشیف: د بیزو د کوڅک په ناروغۍ اخته کس

د خیبرپښتونخوا د روغتیا ادارې نن خبر ورکړ چې درې کسان د امپاکس یا د بیزو د کوڅک په ناروغۍ اخته شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا اداره وایي چې په هغو درېیو کسانو کې د بیزو د تڼاکې یا امپاکس ناروغي تشخیص شوې چې تازه له متحد عربي اماراتو خیبرپښتونخوا ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې مخکې هم د دې ناروغۍ پېښې لیدل شوي، خو دا څرګنده نه ده چې دا درې کسان چې نوي په دې ناروغۍ اخته شوي، د امپاکس نوې بڼې نیولې که پخوانۍ بڼې.

له خیبرپښتونخوا څخه هره ورځ په سلګونو افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي چې له دې سره دا اندېښنې پيدا شوي چې دا ناروغي په ټوله سیمه کې خپره نه شي.

بل لور ته د سویډن د روغتیا چارواکو پرون د بیزو د کوڅک د لومړۍ پېښې خبر ورکړ.

د سټاکهلم د روغتیا چارواکي وایي چې دا ناروغ د افریقا د سفر پر مهال په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د بیزو د کوڅک خطرناکه اخیستونکې بڼه لومړی ځل په افریقا کې خپره شوې ده.

رویټرز اژانس د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان په وینا دوه کاله مخکې ویلي وو چې د بیزو د کوڅک خطرناکه ناروغي د نارینه‌وو ترمنځ د جنسي رابطې له لارې په نړۍ کې په خپرېدو ده.

هغه وخت د یو شمېر روغتیایي هڅو په ترڅ کې د دې ناروغۍ د ډېرې خپرېدو مخه ونیول شوه.

خو دا ناروغي له تېرو څو لسیزو راهیسې د افریقا په نیمه وچه کې د یوې روغتیایي ستونزې په توګه پاتې شوې، لومړۍ پېښه یې په ۱۹۷۰م کې په کانګو کې لیدل شوې وه.

د دې ناروغۍ اوسنۍ بڼه چې تر ټولو خطرناکه بلل شوې ده، دا هم په کانګو کې خپره شوې چې د پروسږ کال له جنوري تر اوسه څه باندې ۲۷زره کسان پرې اخته شوي او د یو زر او سل تنو ژوند یې اخیستی دی.

د دې ناروغۍ اکثر قربانیان ماشومان دي.

دا ناروغي د جنسي رابطې په څېر له نژدې اړیکو، یا د پوست د تماس له لارې یا هم له نژدې د تنفس له لارې له یوه تن څخه بل ته لېږدي او په هرو سل کسانو کې د څلورو تنو ژوند اخلي، البته د دې ناروغۍ مخنیوی وار له مخه د واکسین له لارې ممکن دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG