د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

ولسي جرګه د ارزګان چارواکي د چورې د وروستۍ پېښې په اړه جرګې ته وربولي


د ولسي جرګې اداري پلاوی د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې له ۲۰ څخه د زیات افغان سرتېرو وژل کېدل په اړه امنیتي او د ارزګان سیمه ییز چارواکي د پوښتنو لپاره دغه جرګې ته وربولي.

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري له شلو زیات د افغان سرتېرو وژل کېدل د ولسي جرګې له کلک غبرګون سره مخامخ شول.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د وکیلانو له اندېښنو وروسته ټینګار کاوه چې په دې اړه دې د امنیتي او دفاعي ارګانونو د مسؤلینو ترڅنګ دې د ارزګان له سیمه ییز چارواکو هم پوښتنې وشي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د ارزګان پېښه یو ناورین دی، موږ به د رئیسانو په کمېټه کې په دې اړه یوه ځانګړې غونډه په اجنډا کې شامله کړو چې د امنیتي مسؤلینو ترڅنګ به د ارزګان ادارې مسؤلین، د ملت کورته خپل ځوابونه وړاندې کړي."

که څه هم د ارزګان سیمه ییز چارواکي په پېښه کې د ۲۴ سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي، خو د ولسي جرګې غړي وايي چې د وسله والو مخالفینو په حملو کې د ملي اردو ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم یوشمېر وکیلان په ارزګان کې د سرتېرو وژل کېدل پر وخت د مرستو نه رسېدل او امنیتي او دفاعي ځواکونو کمزوتیابولي، خو د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی بیا په دې اړه د ارزګان سیمه ییز چارواکي په ځانګړې توګه والي ګرم بولي.

ښاغلی بارکزی ټینګار کوي چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې په ارزګان کې رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې هم ډېری دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

نوموړي زیاته کړه:

"پوره یو کال کېږي چې زه له دغه ځایه ناروې وهم، دا زموږ د ملي اردو اتم بیز چې سربسته له منځه ځي، په اتو بیزو کې د ملي اردو یو سرتېری هم نه دی وتلی، یو موټر نه یو میل وسله د دولت لاس ته ورغلې ده."

د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د چورې په ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې ۲۴ افغان سرتېري ووژل شول.

د ارزګان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغه جګړه چې څلور ورځې یې دوام درلود د ملي اردو ۱۸ سرتېري او ۶ پولیس په کې وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم د جګړې په ډګرونو کې افغان ځواکونو ته پر خپل وخت د مرستو د نه رسېدو له امله پر حکومت انتقادونه شوي و.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو سره په خبرو کې د وژل شویو سرتېرو شمېر اتلس تنه یاد کړ او دلیل یې د وسله والو مخالفینو زیات فشار بولي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"داچې د دښمن د فشار تعداد ډېر زیات و، دوی مقابله کړې وه، خو له بده مرغه شهیدان شوي و، دفاع وزارت یو پلاوی ټاکلی او اوس په سیمه کې په څېړنو بوخت دی، که چا هم ناغیړي او یا اشتباه کړې وي، هغه به څارنوالي او عدلي ارګانونو ته معرفي شي."

ښاغلی وزیري زیاتوي دفاع وزارت د ملي اردو سرتېرو ستونزو ته په هر وخت رسیده ګي کړې او هغوی په هر ډول شرایطو کې دفاع کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې غړي وايي، افغان سرتېري په ډېری مواردو کې له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې له کمو امکاناتو سره مخ دي او همدا د دې سبب شوی چې د جګړې په ډګرونو کې د افغان سرتېرو د تلفاتو شمېر لوړ دی.

راپو: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG