د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

امریکا کې د افریقايي بیزو وژنې انتقادونه پارولي


د امریکا د اوهایو ایالت په یو ژوبڼ کې د یو افریقايي ګوریلا وژلو دغلته د حیواناتو د حقونو د پلویانو سخت انتقادونه راپارولي دي.

د دې ژوبڼ ساتونکو وروسته له هغې دا ګوریلا په ډزو وواژه چې یو څلور کلن ماشوم د دې افریقايي بیزو پنجرې ته ور وغورځېد.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د حیواناتو د حقونو پلویان د اوهایو په ایالت کې د سین سیناټي د ژوبن مخې ته پر دې اعتراض کوي چې پولیسو ولې، په دې ژوبڼ کې ګوریلا په ډزو وواژه او ولې یې د ماشوم د ژغورنې لپاره له نورو داسې لارو کار وانخیست چې په ترڅ کې یې هارمب په نوم دا اولس کلن ګوریلا نه وی وژل شوی.

پرون د دې په دې ژوبڼ کې خلکو د دې ګوریلا د وژنې په یاد شمعې بلې کړې او د ژوبڼ ساتونکي او د هغه ماشوم مور او پلار یې چې د ګوریلا پنجرې ته غورځېدلی وو ملامته کړل.

په هغه ویډیو کې چې د پېښې پر مهال اخیستل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې یو لوی ګوریلا یو څلور کلن ماشوم، د خپلې پنجرې دننه د اوبو په ډنډ کې نیولې او نه یې پرېږدي چې ډوب شي.

د ویډیو په یوه بله برخه کې څرګندیږي چې ګوریلا ماشوم په ځان پسې راکاږي او غواړې د پنجرې بلې برخې ته یې انتقال کړي.

د ماشوم مور مېشل ګریګ د خپل فیسبوک په پاڼه کې له امنیتي ساتونکو مننه کړې چې پر وخت ور ورسېدل او وايي زوی ته یې کومه لویه صدمه نه ده رسېدلې، یوازې برسیرن یو څه ژوبل شوی دی.

هغوی چې د دې پېښې عیني شاهدان وو رسنیو ته یې ویلي، داسې نه ښکارېده چې پنجره کې ایسار ګوریلا دې، دې ماشومان ته زیان رسوي بلکې تر ډېره یې هڅه کوله چې ویې ساتي.

د ژوبڼ مشر تین مي نارډ د خپلې پریکړه دفاع کړې او ویلي یې دي که چیرې یې د ماشوم د ژغورنې لپاره له نورو لارو لکه د حیواناتو له بې هوشه کونکو درملو کار اخیستی وی ښايي زر یې اغیز نه وی کړی او ماشوم له جدي خطر سره مخ شوی وی.

نوموړی وايي دا پرېکړه اسانه نه وه او ښايي بېلابېل کسان په یې اړه جلا نظر ولري خو موږ ټول له حیواناتو سره په مینه کې یو نظر یوو.

XS
SM
MD
LG