د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

مور ورځ؛ افغانان دا ورځ څرنګه نمانځي؟


ارشیف: د ګلانو غنچې
ارشیف: د ګلانو غنچې

نن د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه په افغانستان کې د مور ورځې سره سمون لري.

يو شمېر کورنۍ وايي چې په دې ورځ خپلو ميندو ته ډالۍ اخلي او د کورنۍ په خوشحاله فضا کې يې نمانځي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی سيد اجمل وايي چې د مور د ورځې په وياړ يې د ډالۍ په ورکولو او د کېک په راوړو دا ورځ ونمانځله.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د میندو درناوی او مینه او د هغوی ملاتړ باید د مور په ورځې پورې محدود نه وي.

نوموړي زیاته کړه: "په رښتیا چې زه او مور مې ډېر خوشحاله شو او ویاړم چې د مور په شونډو مې خندا خپره کړه او د هغې د خوشحالۍ لامل شوم. خدای دې وکړي چې ټول کال د مور ورځ وي تر څو اولادونه مور ته احترام وکړي او هغوی ته خوښي ډالۍ کړي. د خدای شکر ادا کوم چې د یوه اولاد په څېر يې حق ادا کوم."

د کابل ښار اوسېدونکې نوريه سخي وايي، خوښه ده چې کولای شي له خپلې مور سره دا ورځ ونمانځي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولى، هغه ډول یې ونمانځي، څنګه یې چې زړه غواړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال مې ونه‌شو کولای چې د مور ورځ ونمانځم، خو غواړم نن او راتلونکي کلونه دا ورځ ونمانځم. د مالي ستونزو له امله د دې ورځې نمانځنه ستونزمنه شوې، خو کېږي چې ساده او ښه ونمانځل شي، خو هر څنګه چې شي توان پورې اړه لري."

خو رویا احمدي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، وايي چې یوازې له لرې څخه خپلې مور ته د دې ورځې مبارکي ویلای شي او هیله لري چې له خپلې مور سره یوځل بیا دا ورځ ونمانځي.

مېرمن احمدي وویل: "مور جانه مې په افغانستان کې ده او زه په یوه هېواد کې کډواله یم، له لیدو یې لرې یم، هومره لرې چې نه‌شم کولای د مور ورځ ونمانځم، له بده مرغه یوازې ورته مبارکي ورکولای شم او نور هیڅ هم نه‌شم کولای."

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو سره د هغو میندو شمېر چې اولادونه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي زیات شوی دی.

یوه له دوی څخه نازنین وايي چې د مور ورځ ورته له اولادونو څخه یې لرې ډېره سخته ده.

نازنین وايي: زه یوه مور یم دا زغم باید ولرم چې اولادونه مې په نورو هېوادونو کې دي، ځکه د هېواد شرایط ښه نه وو، که وضعیت ښه و، يوې مور به ولې داسې وضعیت درلود.

هغه وايي: "له اولادونو سره مې چې خبرې کوم ډېره راته سخته تمامېږي، نه پوهېږم چې څنګه یې تاسو ته ووایم، ځکه اولادونه مې راسره نه‌شته. د مور ورځ راباندي ډېره سخته تمامېږي. اولادونه مې هم هلته سخت وضعیت کې دي، خو دا چې زه یوه مور یم دا زغم باید ولرم چې اولادونه مې په نورو هېوادونو کې دي، ځکه د هېواد شرایط ښه نه وو، که وضعیت ښه و، يوې مور به ولې داسې وضعیت درلود."

د غبرګولي ٢۴مه په افغانستان کې د مور ملي ورځ ده.

د ړنګ شوي جمهوریت پر مهال، د افغانستان په يو شمېر دولتي ادارو کې د مور ورځ د بېلابېلو پروګرامونو او مراسمو په تر سره کولو او کارکوونکو ته د ډاليو په ورکولو سره نمانځل کېده.

خو په تېرو دوو کلونو کې او سږ کال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دا ورځ په رسمي ډول نه نمانځل کېږي.

د يادونې ده چې سږ کال د مور ملي ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې په افغانستان کې يو شمېر ځوانې ميندې له مناسبو او دوامداره روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې، په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو ويلي چې د مخنيوي وړ مړينې په هر ساعت کې د يوې مور او په يوه ورځ کې د ٢۴ ميندو ژوند اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG