د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ډبليو‌ایچ‌او: په درېیو میاشتو کې ۱۱۰۰ افغانان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليو‌اچ‌او" وايي، په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۱۰۰ کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو له امله د پېښو او مړینو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ديادې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

ياد سازمان دغه شمېرې حیرانوونکي بللي او ویلي یې دي چې ۸۸ سلنه قربانیان یې مېندې او ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښیې چې د جنورۍ له پیله د مارچ تر پایه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۴۷۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، ۲۹۸ زره پېښې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو او ښځو پورې تړاو لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له‌مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې پر تنفسي ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر نږدې ۱ میلیون ۴۲۳ زره او د مړو شمېر ۲۸۸۹ ته ورسېد.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي، په روان کال او ۲۰۲۳ کلونو کې د تنفسي ناروغیو پېښې او مړینې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله زياتوالی ښېي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ډبليو‌ایچ‌او د نوي راپور په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د څارنې د سيستم په پياوړتيا او د محافظتي تدبيرونو په پراخولو سره په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ مخه نيول کېداى شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کورنۍ هم د دې ناروغیو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې د يادې ناروغۍ ډېری قربانیان ماشومان دي.

د کابل ښار یوه څنډه. د خښتو بټیو د لوګیو له کبله هم ناروغۍ رامنځته کېږي. ارشیف
د کابل ښار یوه څنډه. د خښتو بټیو د لوګیو له کبله هم ناروغۍ رامنځته کېږي. ارشیف

د تخار ولایت اوسېدونکې زهره ارین ازادي راډيو ته وویل، د تنفسي ناروغۍ له امله یې خپل یو ماشوم له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي: "یو ځل زما ماشوم ته همدا ستونزه پيدا شوه، دوه ځله مې په دولتي روغتون کې بستر کړ، اکسیجن مې ورکړ، وضعیت یې ډېر خراب و، په يوه عادي معاش ما نه‌شول کولی چې ماشوم مې بل ځای يوسم، له همدې امله ما هغه له لاسه ورکړ."

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالله ازادي راډيو ته وویل، مور یې چې ۵۸ کلنه ده، په تنفسي ناروغۍ اخته ده او د هوا د ککړتیا پر مهال یې ناروغي سختېږي.

هغه وايي: "زما مور تنفسي ناروغي لري او له ډېرې مودې راهیسې له دې ناروغۍ سره لار او ګرېوان ده، په تېره بیا کله چې د ژمي موسم راشي، د هوا د ککړتیا، دوړو، لوګي له امله یې ناروغي زیاتېږي، دا ځل هم که مې روغتون ته نه وای رسولي، نږدې و چې مړه شوي وای، اوس هم چې دا ستونزه ورته پيدا شي، موږ يې باید ژر تر ژره روغتون ته یوسو."

ډاکتران هم د پرمختللو روغتيايي مرکزونو نشتوالى او د هوا ککړتيا د دې ناروغۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه بولي.

د دوی له ډلې ډاکتر محمدالله هنريار ازادي راډیو ته وویل:"تر ټولو لويه ستونزه چې په ځانګړې توګه ماشومان په‌دې ناروغۍ اخته کېږي، په کليو کې د غوره روغتيايي مرکزونو نشتوالى او د درملنې نيمګړتيا ده. بل لامل یې وچکالي او د غیر معیاري سون‌توکو کارول دي، دا ناروغي د ویروسونو یا انتاناتو له امله رامنځته کېدای شي، نښې یې تبه، ټوخی، ساه لنډي، د اکسیجن نشتوالی او د ستوني درد دی."

دا په‌داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو تل د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي خدمتونو پر کموالي اندېښنه ښودلې ده.

له‌دې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په‌دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۹،۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG