د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

افغانستان کې په ۳ کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغي پېژندل شوې


په تور فنګس ککړه ناروغه
په تور فنګس ککړه ناروغه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې په دې هېواد کې په درېیو کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغۍ پېژندل شوې ده.

د دې وزارت سرپرست وزير وحيد مجروح نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دغه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.

د ښاغلي مجروح په خبره دغه ناروغي، د انسان ټول بدن، تنفسي سيسټم او دماغونه نيسي ان تر دې چې خونريزي هم ورته پيدا کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو، د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې وي، خو هغه کسان ډېر ژر نيسي چې د ځان دفاعي سيسټم يې ضعيفه او نورې ناروغۍ لکه شکر، سرطان تنفسي ستونزې ولري.

ښاغلی مجروح وايي، دا ناروغي د درملو په کارولو سره له منځه ځي او د مړيني کچه يې په سلو کې ۵۵ سلنه ده.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست وحید مجروح

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست وايي، تورفنګس ناروغي له ناروغ انسانه روغ انسان ته نه انتقالېږي، خو هغه وسايل چې د دوو کسانو ترمنځ د استفادې وړ وي د دې ناروغۍ انتقال ترې ډېراسانه کېږي.

مجروح زیاته کړه: "په کابل کې دوه پېښې موندل شوي، يوه پېښه د کابل ښار ده او بله هغه يې له بغلانه انتقال شوې، درېيمه پېښه نن سهارموږ په سمنګان ولايت کې وپېژندله. په دې درېېو پېښو کې ګډ ټکی چې شته هغه دا دی چې درې واړه ناروغان په کرونا اخته شوي."

د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې د دې ناروغۍ د خپرېدو خبره کوي چې کرونا لا هم په افغانستان کې د خپرېدا په حال کې ده او خلک د اکسيجن له کمښته اندېښنه لري.

عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له يونېسف څخه د اکسيجن د مرسته شوېو دستګاوو فعالېدو چارې په ۸ ولايتونو کې ۹۵ سلنه بشپړه شوې او له ترکيې به هم دغه دستګاوې را ورسېږي چې په لس ولايتونو کې به يې د فعالېدو چارې پيل شي.

ښاغلی مجروح وايي، چين هم د ۶۲۰ د اکسيجن دستګاو د مرستې ژمنه کړې.

د هغه په خبره، د اکسيجن ترڅنګ تر دا مهاله ۹۱۴ زره ډوزه واکسين په افغانستان کې تطبيق شوی او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې ۳ ميلیونه ډوزه واکسين له امريکا هم را ورسېږي.

مجروح وايي: "له امريکا ۳ميليونه ډوزه واکسين په دوو مرحلو کې راواردېږي چې لومړۍ برخه به يې د دې اوونۍ تر پايه راورسېږي، موږ هڅه کوو چې شااوخوا ۵ ميلیونه ډوزه واکسين وپېرو."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۷۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه موده کې ۹۲ کسان مړه شوي دي.

له تازه ثبت شوېو پېښو سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شااوخوا ۱۲۴ زرو ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG