د سولې  نړیواله ورځ؛ ځینې افغانان: د واقعي سولې د ټینګښت ارمان مو نه دی پوره شوی

ارشیف: د کابل په دارالامان سړک چاودنې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

یارمحمد پردېس اوس له افغانستانه دباندې په فرانسه کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

هغه وايي کلونه کېږي چې سوله په خپلو شعرونو او زمزمو کې ستايي، خو لا یې هم په افغانستان کې د واقعي سولې چې ټول یې تر چتر لاندې یوځای او ښه ژوند وکړي د ټینګښت ارمان نه دی پوره شوی.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې شعر سندره او یا زمزمه شي نو اغېز یې څو چنده زیات شي، ځکه خو موږ په خپلو ډېرو شعرونو او زمزمو کې د سولې بحث کړی دی، خو له بده بخته په افغانستان کې یو باثباته سوله رانغله او په همدې تکل موږ هم د کډوالۍ ژوند غوره کړ او اوس د کډوالۍ ژوند کوو."

یو شمېر افغانان وايي، که څه هم اوس په افغانستان کې نسبي امن دی، خو د روان وضعیت له کبله اندېښمن دي.

دوی زیاتوي، سوله یوازې د سر امن په مانا نه ده او باید د سولې د رښتیني تعریف له مخې ټولو انسانانو ته د هغوی د حقونو په پام کې نیولو سره د ژوند حق ورکړل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد عابد وايي: "سمه ده چې هغه اوږده جګړه پای ته رسېدلې، خو اوس هم امنیتي پېښې شته دي، اوس هم ملکي وګړي د بریدونو ښکار کېږي. زما په نظر سوله هغه وخت تامین کېدای شي چې خلک ارامه وي، اقتصادي ستونزې ونه لري او له ټولو ازادیو برخمن وي."

د لغمان یو اوسېدونکی وايي: واقعي او باعزته سوله هغه ده چې د خلکو ذهنونه او فکرونه ارامه وي، د خلکو حقوق ورکړل شي.

د لغمان ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي هم ورته نظر لري او وايي: "واقعي او باعزته سوله هغه ده چې د خلکو ذهنونه او فکرونه ارامه وي، د خلکو حقوق ورکړل شي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي، خلک ژوند غواړي، خلک خپل حقوق غواړي، خلک ازادي غواړي، که داسې نه وي نو امن خو په هدیره کې هم شته."

په افغانستان کې څو لسیزو جګړو په میلیونونه افغانان اغېزمن کړي او سلګونه زره کسان په کې وژل شوي او معیوب شوي دي.

نوراغا نوري چې د تېر جمهوري نظام یو پوځي و، د ماین په چاودنه کې یې غبرګې پښې او یو لاس پرې شوی دی.

خو نوموړی هم په دې فکر دی چې سوله یوازې د جګړې ختممېدل نه دي.

هغه وویل: "سوله‌ییز حالت کې خلک په ارامۍ عدالت او همکارۍ سره ژوند کوي دا حالت هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ټولنې د یو بل حقونه ومني، اختلافونه باید د زور نه، بلکې د خبرو اترو له لارې هوار شي."

د کندز پوهنتون یوه محصله، چې اوس له زده‌کړو بې برخې ده، وايي چې په افغانستان کې به جګړه درېدلې وي، خو له دې یې د ښه ژوند هغه ټولې هیلې وتروړل شوې چې پخوا یې لرلې.

هغه وايي: "پخوا وخت ډېره ښه و، د ژوند خوندورې شېبې وې، ځکه موږ ازادي لرله، زما په ګډون ټول نجونو په وطن کې ازادي لرله او خپل راتلونکی ورته روښانه ښکارېده."

درې کاله وشول چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځولې دي.

ارشیف: په کابل کې له زده‌کړو یوه محرومه نجلۍ چې د طالبانو د بندیز له کبله اوښکې تویوي.

نن، د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه د سولې نړیواله ورځ ده.

په ۱۹۸۱م کال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سپټمبر ۲۱مه د سولې د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله.

له دې کاره موخه دا وه چې په نړۍ کې د ټولیزې سولې ټینګښت او غښتلتیا ته کار وشي او د دغې ځانګړې ورځې له لارې د نړیوالو پام د سولې ارزښت ته راواړول شي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنیت د ټینګښت ادعاوې کړي، خو د عامو خلکو سربېره وخت ناوخت ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو په افغانستان کې د موجوده وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي دي.

تېر کال د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغې ورځې په مناسبت په خپور شوي پیغام کې د داسې ورځې هیله ښودلې وه چې په خبره یې په ټوله نړۍ کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.