د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

پاکستان کې له ټاکنو وروسته د رایو شمېرلو بهیر پیل شوی


په پاکستان کې له ټاکنو وروسته د رایو شمېرلو له بهیره یو انځور
په پاکستان کې له ټاکنو وروسته د رایو شمېرلو له بهیره یو انځور

په پاکستان کې د پرونیو عمومي انتخاباتو له پای ته رسېدو سره سم د رایې شمېرلو بهیر پیل شوی دی.

په پاکستان کې دغه انتخابات د مرکزي پارلمان او د دې هېواد د څلورو ایالتونو اسامبلیو ته ترسره شول.

د رایې اچونې بهیر چې په سیمه‌ییز وخت په ډېرو سیمو کې د سهار په اتو بجو پیل شوی و په سیمه‌ییز وخت د ماښام په پنځو بجوپای ته ورسېد.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون مشر سکندر سلطان راجا دغه انتخابات بشپړ شفاف وبلل او ویې ویل چې هغه په ټوله کې په سوله ییزه فضا کې ترسره شول.

هغه زیاته کړه چې چارواکي به د جمعې د ورځې په لومړیو کې د څارنې بنسټ ته خپلې نتیجې اعلان کړي او له هغې وروسته به د ټولو لپاره عمومي نتیجه خپره شي.

په پاکستان کې یوه مېرمن د رایې ورکولو پر مهال
په پاکستان کې یوه مېرمن د رایې ورکولو پر مهال

په داسې حال کې چې نوموړی دغه انتخابات شفاف او سوله‌ییز بولي، یو شمېر لوري په هغې د لاسوهنې او بې نظمیو او پوځ هم د انتخاباتو په تړاو د څه باندې پنځوسو بریدونو خبرورکوي.

د پاکستان پوځ پرون وویل چې د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو لپاره د وسله‌والو په بریدونو کې لږترلږه دولس کسان چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي وو، ووژل شول.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د افغانستان او ایران پولو ته نژدې د پاکستان په جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ ناارامو سیمو کې لږترلږه ۵۱ بریدونه وشول.

پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې لږترلږه لس یې د امنیتي ځواکونو غړي دي.

پوځ ویلي چې په دغو بریدونو کې پنځه وسله وال وژل شوي او لږترلږه ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې د پرونیو انتخاباتو د امنیت لپاره د پوځ او ملېشو په ګډون د امنیتي ځواکونو شاوخوا شپږ لکه غړي ګومارل شوي وو.

د پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند د انتخاباتو د ګټلو ادعا کړې ده.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

نواز شریف پرون مخکې له دې چې د رایې ورکولو بهیر بشپړ شي وویل، کله چې دا ټاکنې پای ته ورسېږي، نو دوی به سره کېني او پرېکړه به وکړي چې څوک دې صدراعظم او څوک دې د پنجاب د ایالت اعلی وزیر وي.

پر تاوتریخوالي سربېره پرون په ټول پاکستان کې کې د موبایل تلیفون او انټرنېټ شبکو فعالیت ځنډول شوی و.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا ګام یې د ناامنۍ د پېښو د مخنیوي لپاره کړی و.

په عین حال کې د شمالي وزیرستان د میرانشاه په تپي سیمه کې ځینو ګوندونو تور پورې کړی چې وسله والو د رایې ورکولو په مرکزونو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند کاندیدانو ته له رایې ورکوونکو پرته نور چا ته د رایې ورکولو اجازه نه‌ده ورکړې.

په خپله دې ګوند په ادې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر رښانزیب دغه ادعا ناسمه بللې ده.

په پاکستان کې عمومي انتخابات داسې مهال ترسره شول چې دا هېواد له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

که هر څوک دغه انتخابات وګټي د دې هېواد یوه په ټپه درېدلی اقتصاد ته به چې د انفلاسیون کچه نژدې دېرش سلنې ته رسېدلې اوږه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG