د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پاکستان کې ټاکنې او د ناامنیو له کبله اندېښنې؛ له افغانستان او ایران سره يې پولې تړلي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په پاکستان کې نن په داسې حال کې عمومي ټاکنې کېږي چې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښو خلک اندېښمن کړي دي.

نن په پاکستان کې په میلیونونو کسان په عمومي ټاکنو کې د خپلو رایو د کارولو لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي.

رایه ورکوونکي د ناامنیو له وېرې سره سره په خپل شخصي ژوند کې د یوه مثبت بدلون په هیله رایه ورکوي.

له دغو ټاکنو سره به هغه ناڅرګند سیاسي وضعیت پای ومومي چې د ۲۰۲۲م کال له اپرېل میاشتې راهیسې روان دی، هغه هم وروسته له هغې چې ملي اسمبلۍ پخوانی صدراعظم عمران خان بې‌واکه کړ.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د سند ایالت د کراچۍ ښار اوسېدونکي محمد ابراهیم رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، ولس یو مثبت بدلون غواړي.

هغه زیاته کړه: "ولس دا تمه لري، چې تر ټاکنو وروسته نوي سیاستوال رامخکې شي او یو بدلون راولي. ټولې هغه څېرې چې تر اوسه رامخکې شوي، هغه څوک نه وو چې د خلکو په ژوند کې کوم بدلون راولي."

په پاکستان کې خلک شکایت لري چې ورځ په ورځ ګراني او بې‌وزلي په زیاتېدو ده او د ناامنیو روانې لړۍ هم د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

دا ټاکنې د ناامنیو له دوام سره هممهاله کېږي او پرون هم د بلوچستان په دوو سیمو قلعه سیف الله او پښین کې د دوو چاودنو له کبله شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول.

په بلوچستان کې د پرون ورځې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور. دغلته په غبرګو چاودنو کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د پرون ورځې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور. دغلته په غبرګو چاودنو کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي دي.

بلخوا تېر ماښام د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه هم کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او بل ژوبل شو.

په سند ایالت کې ځینو چارواکو د نننیو ټاکنو پر مهال هم د ناامنیو د ځینو پېښو اټکل کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ چې د ټاکنو په ورځ به د امن د تضمین لپاره له افغانستان او ایران سره د پاکستان سرحد تړلی وي.

د پلازمېنې اسلام اباد د پولیسو مشر اکبر ناصر خان رویټرز اژانس ته ویلي، په دې ښار کې د ټاکنو د خوندیتوب لپاره وړ اقدامات شوي دي.

خان وايي: "د اسلام اباد پولیسو د رایه ورکوونکو د خوندیتوب لپاره هراړخیز امنیتي پلان برابر کړی دی."

د ده په وینا، د ټاکنو په ورځ به د خوندیتوب لپاره ۶۵۰۰ پولیس افسران په اسلام اباد کې ګمارل شوي وي.

په پاکستان کې د ملي او ولايتي اسمبليو یا پارلمانونو لپاره په هرو پنځو کلونو کې ټاکنې کېږي.

په پاکستان کې تېرې عمومي ټاکنې د ۲۰۱۸م د جولای پر ۲۵مه شوې وې.

هغه کال هم د ټاکنو پر ورځ او تر هغې مخکې د تاوتریخوالي پېښې شوې وې.

په ټول پاکستان کې د نن ورځې ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په ټول پاکستان کې د نن ورځې ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دغه ټاکنې د ملي اسمبلۍ د ۲۶۶ څوکیو لپاره، دغه راز د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د ۱۱۵ څوکیو، د پنجاب د ۲۹۷ څوکیو، د سند د ۱۳۰ څوکیو او د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ د ۵۱ څوکیو لپاره کېږي.

د ملي اسمبلۍ له خوا ټاکل شوي استازي وروسته د پاکستان نوی صدراعظم ټاکي او د ولايتي اسمبلیو استازي بيا د هر ایالت اعلی وزيران انتخابوي.

په نننیو ټاکنو کې تر ۱۲۸ ملیونو ډېر پاکستانیان د رایې اچولو پر شرایطو برابر بلل شوي چې په دوی کې ۶۹ میلیونه (۵۴سلنه) سړي او ۵۹ میلیونه (۴۶ سلنه) ښځې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG