د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د پاکستان پارلماني انتخابات؛ ګالپ: په انتخاباتو د پاکستانیانو بې‌باوري ډېره شوې


په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو وړاندې د کمپاینونو یوه څنډه
په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو وړاندې د کمپاینونو یوه څنډه

سبا د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې د مرکزي او ایالتي پارلمانونو د غړو ټاکنې کېږي او نن تر ټاکنو وړاندې چوپتیا ده.

د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې له رايې ورکولو مخکې نن چوپتيا ده او سبا پنجشنبه د فبرورۍ په اتمه به د پاکستان خلک د دغه هېواد د مرکزي او ايالتي پارلمانونو د غړو د ټاکلو لپاره د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.

د سبا په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ۱۲۰ میلیونو څخه زیاتو پاکستانیانو نوملیکنه کړې ده.

د پاکستان ملي پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري چې ۲۶۶ استازي یې د مستقیمو رایو له لارې ټاکل کېږي.

د پاکستان د پارلمان په پاتې اویا څوکیو کې شپېته څوکۍ د ښځو او لس څوکۍ د غیر مسلم اقلیتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

په پاکستان کې سبا په داسې حال کې ټاکنې کېږي چې یو شمېر فعالانو لا له وړاندې دغه ټاکنې نیمګړې بللې دي.

د ګالپ څېړنیز مرکز هم په یوه نوي راپور کې ویلي چې په دې وروستیو کلونو کې د دغه هېواد پر ټاکنو د پاکستاني وګړو بې باوري ډېره شوې او له لسو څخه اووه پاکستانيان باور نه لري چې ټاکنې دې رښتینې وي.

د ګالپ راپور له مخې، د پاکستان سیاسي او اقتصادي وضعیت له ۲۰۱۸ کال راهیسې خراب شوی دی.

په پاکستان کې سبا په داسې حال کې انتخابات کېږي چې په دغه هېواد کې انتخاباتي کمپاینونه د پخوا په پرتله کمزوري ښکاري او احتمال شته چې دا به په انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون اغېز وکړي.

د انتخاباتو په درشل کې په پاکستان کې سیاسي کړکېچونه زیات شوي، د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په زندان کې دی او د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند هم په انتخاباتو کې له ګډون منع شوی دی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

که څه هم د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ن ګوند انتخاباتي ښه کمپاین کړی چې نواز شريف يوځل بيا د پاکستان صدراعظم شي، خو د کارپوهانو په اند د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند په ګټه کاندیدان او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پیپلز پارټۍ استازي به هم په دې ټاکنو کې مهم رول ولوبوي.

د انتخاباتو په ورځ د پاکستان په تېره بیا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د ناامنیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی او بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو یو لړ بریدونه کړي.

خو د پاکستان امنیتي چارواکو په ګډون د خیبر پښتونخوا چارواکو رسنیو ته ویلي چې د نوماندانو، رای ورکوونکو او د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG