د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د پاکستان د عمومي انتخاباتو د ځنډېدو لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ


ارشیف: په پاکستان کې د تېرو انتخاباتو له بهیره یوانځور
ارشیف: په پاکستان کې د تېرو انتخاباتو له بهیره یوانځور

د پاکستان سنا نن یو پرېکړه لیک تصویب کړې چې له مخې یې باید عمومي انتخابات وځنډېږي.

دا دوهم ځل دی چې دا انتخابات ځنډېږي، مخکې یې د ځنډ علت د نفوسو د شمېرلو د بهیر تکمیلېدل یاد شوي وو، خو دا ځل د سنا غړیو ویلي چې امنیت ښه نه دی.

په اسلام اباد کې په نننۍ غونډه کې د سنا اکثریت ګډونوالو ټینګار کاوه چې د امنیتي دلایلو له امله انتخابات په خپل وخت نه شي ترسره کېدای.

د پاکستان مشرانو جرګه له قانون سره سم سل غړي لري.

په نننۍ غونډه کې یوازې څوارلسو سناتورانو برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي او د مسلم لیګ نواز ډلې سناتور افنان الله د دې پرېکړې سره سخت مخالفت وکړ چې انتخابات دې وځنډېږي.

د پاکستان د جيو تلوېزیون د راپور له مخې په غونډه کې د پیپلز ګوند او تحریک انصاف ډلې غړي غلي پاتې شول.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان عمومي انتخابات د فبروري په اتمه ترسره شي.

د پاکستان اساسي قانون حکم کوي چې د ولسې جرګې تر منحل کېدو وروسته د نوي ورځو په ترڅ کې باید انتخابات وشي.

په دې ډول په‌کار و چې دوې میاشتې مخکې لا دا انتخابات ترسره شوي وای.

خو د رویټرز اژانس د راپور له مخې پاکستان له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د سنا پرېکړه الزامي نه ده، خو تر اوسه د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د سنا په نننۍ غونډه کې خپلواک سناتور دلاور خان وویل، د جنوري او فبروري میاشتې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ډېرو سیمو کې هوا سړه وي، خو په دې ایالتونو کې امنیت ته هم اندېښنې شته.

په پاکستان کې اوس د صدراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ سرپرسته اداره چارې مخته وړي.

د دې ادارې کار دا دی چې عمومي انتخابات وڅاري.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د کاکړ په مشرۍ حکومت د پاکستان په تاریخ کې تر نورو سرپرستو حکومتونو پياوړی دی، دې حکومت ته وروستیو قوانینو دا اجازه ورکړې چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرېکړې وکړي.

د سیاسي چارو کتونکي دا اندېښنه لري چې له انتخاباتو پرته واکمنه اداره پوځي واکمنۍ ته لاره هواروي او له ۱۹۴۷م کال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی دی څه باندې درې لسیزې واک له پوځ سره و.

کتونکي دا هم وایي، که پوځیان د حکومت په راس کې نه وي بیا هم د سرپرستې ادارې واک د پردې تر شا پوځ په خپل لاس کې اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG