ملګري ملتونه: د طالبانو له‌خوا د معلوماتو پټولو د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه ارزونه ستونزمنه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو په برخه کې اندېښنه لري.

درې کاله کېږي چې د طالبانو حکومت په حضوري ډول د نشه‌يي بوټو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو د سروې مخه نيولې، خو ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید په اړه د سپوږمکۍ یا سټلایټ د عکسونو په وسيله خپل کلنی راپور چمتو کوي او بیا يې خپروي.

ملګرو ملتونو له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو د اندازې په اړه په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو په اړه د معلوماتو راټولولو په برخه کې د دې سازمان د کار مخه نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند دوې اوونۍ مخکې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وويل چې د دوی حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې هیڅ مسوولیت نه لري، بلکې یوازې افغانانو ته حساب ورکوي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې په تېر یوه کال کې يې د نشه يي موادو په تړاو تر اته زره ډېرې قضيې د دوی محاکمو ته سپارلي دي.

د سترې محکمې د عالي ديوان مشر عتیق الله دروېش وايي چې په کابل کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې محکمه د پخوا په شان فعاله ده.

هغه وویل: "په کابل کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ابتدائيه محکمه اوس هم فعاله ده چې دوه دېوانه لري او د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د نشه‌يي موادو دوسيې په ملکي محاکمو پورې اړه لري او هغوی يې څېړي. د نشه‌يي موادو قضيې اته زره او ۴۸۵ دي. په دې قضیو کې اته زره او پنځه يې څېړل شوي او ۴۸۰ قضيې د څېړلو په حال کې دي."

خو د طالبانو د حکومت ستره محکمه د دې محاکمو له‌خوا پر تورنو اشخاصو د صادرو شویو جزاګانو په اړه جزیات نه ورکوي او دا هم روښانه نه ده چې ایا په دې اته زره تورنو اشخاصو کې لوی قاچاق کوونکي هم شامل دي که نه.

که څه هم د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې بریالۍ ګڼي، خو د ملګرو ملتونو دا تازه څېړنه ښيي چې که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو له افغانستان څخه د مرکزي اسيا هېوادونو ته د تاریاکو او جنوبي اسيا، غربي اسيا او اروپايي هېوادونو ته د هيرويينو او ښیښې قاچاق دوام لري.

د چهارشبنې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران، پاکستان، فرانسې او روسيې دایمي استازو اندېښنه وښوده چې له افغانستان څخه د دوی هېوادونو ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی، په تېره بیا د هغې ښیښې قاچاق هم ډېر شوی چې په افغانستان کې تولید شوې ده.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا