د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ملګري ملتونه: لوی قاچاق کوونکي د طالبانو په ملاتړ نشه‌يي مواد جنوبي اسيا ته قاچاق کوي


نشه‌يي مواد، ارشيف
نشه‌يي مواد، ارشيف

د ملګروملتونو یو راپور ښيي چې د طالبانو د حکومت ځينې چارواکي د نشه‌يي موادو له لویو قاچاق کوونکو سره همکاري کوي او له افغانستان څخه يې د کيمیاوي نشه‌‌يي موادو د قاچاقو زمینه برابره کړې ده.

"د ختيځ هند په سيند کې د نشه‌يي موادو د مافیايي او جرمي ډلو تر منځ اړیکه"

دا د هغه راپور نوم دی چې د ملګروملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې د امریکا متحده‌ایالتونو په مالي ملاتړ چمتو کړی دی.

په‌دې راپور کې راغلي، پخوا د نشه‌يي موادو د قاچاقو وړو ډلو د افغانستان او جنوبي اسيا هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کاوه او له پنځو او دېرشو کیلوګرامو ترمنځ به يې نشه‌يي مواد قاچاق کول، دې ډلو به له دوو څخه تر شپږو نفرو پورې غړي درلودل، خو اوس دا کار لويې ډلې کوي.

ملګروملتونو موندلې چې د نشه‌يي موادو د وړو ډلو تر منحل کېدو وروسته د طالبانو د حکومت ځينو مقاماتو هم د جنوبي اسيا له لویو قاچاق کوونکو سره اړیکه ټينګه کړې او په افغانستان کې يې په لویه کچه د ښیښې تولید او قاچاقو ته زمینه برابره کړې ده، خو د طالبانو حکومت د نشه‌يي بوټو له کښت، نشه‌‌يي موادو تولید او قاچاقو سره پر مبارزه ټينګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دوی د نړۍ پر وړاندې مسوولیت نه‌لري او په افغانستان کې دننه له نشه‌يي موادو سره په مبارزه کې بريالي دي.

هغه وايي: "دا تېر کال مو تقریباً څلور زره ټنه نشه‌يي مواد ونیول او له‌منځه مو یووړل، خو موږ چا ته مسوول نه یو، موږ یوازې د خپلو خلکو پر وړاندې مسوولیت لرو، موږ نشه‌يي مواد کنټرول کړي او د دې کار لپاره مو پيسې مصرف کړي دي، خپل تشکیل مو جوړ کړی او په‌‌دې برخه کې مو ځانګړې انرژي لګولې ده."

له نړیوالو مافیايي ډلو سره د طالبانو د ځينو مقاماتو د اړیکو په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي، چې په نړۍ کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو وروستي راپور ښودلې وه چې، د طالبانو د حکومت ځينې مقامات د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د خپل مشر د فرمان مخالف دي.

دې راپور دا وښودله چې دا مخالفتونه د دې سبب شو چې سږکال د افغانستان په جنوب شرقي ولایتونو کې ډېر کوکنار وکرل شي او د طالبانو ځايي چارواکو سږکال د دې کوکنارو یوازې درې سلنه کښتونه ویجاړ کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې او پالیسۍ پخوانی ريیس سيد نجیب‌الله احمدي وايي، په افغانستان کې د تاریاکو د لویو زېرمو د موجودیت ترڅنګ، په وروستیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د ښیښې جوړولو کارخانې جوړې شوي او له افغانستان څخه د باندې د ښیښې صادرات هم ډېر شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د سيمې او سيمې څخه ها خوا قاچاق کوونکي افغانستان ته ازاد راځي، د نشه‌يي موادو د رانیولو او خرڅولو معاملې کوي او بیا دا نشه‌‌يي مواد د واکمنې ډلې تر واک لاندې مسير څخه په استفادې سره له هېواد څخه د باندې وړي."

ملګري ملتونه داسې مهال د نشه‌يي موادو په کاروبار کې د طالبانو د ځينو مقاماتو د ښکېلتیا خبره کوي چې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي استازې مېرمن روزا اوتونبایوا تازه د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا له مرستیال سره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې، چې د بزګرو او نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرامونو لپاره به د بهرنیو مرستو جلبولو یو کنفرانس راوغواړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG