له زده‌کړو د ۱،۴ میلیونه نجونو محرومېدل؛ یونسکو: طالبانو د یوه نسل راتلونکی له خطر سره مخ کړی

ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د زده‌کړو دروازې بندې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنۍ سره سم د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان یا یونسکو د زده‌کړو په برخه کې د افغان نجونې د نامعلوم برخلک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان پرون چهارشنبه د اګست ۱۴مه د یوې خبرپانې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې له زده‌کړو د ۱،۴ میلیونه نجونې په بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.

د یونسکو په حواله، یو کال وړاندې دا شمېر یوولس لکه و، خو درې لکه نورې نجونې په یوه کال کې پرې اضافه شوي دي.

دا درې لکه هغه نجونې دي چې د یونسکو په خبره تېر یوه کال کې يې عمرونه دولسو کلونو یا اوم ټولګي ته رسېدلي دي.

د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

د خبرپاڼې په ټکو، طالبانو یوازې په درېیو کلونو کې په افغانستان کې د نږدې دوو لسیزو د زده کړو دوامدار پرمختګ له منځه یووړ چې له امله یې د راتلوونکي یوه نسل برخلیک له خطر سره مخ کړی دی.

په خپرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د طالبانو تر راتګ وروسته په ټول افغانستان کې لومړنيو زده‌کړو ته لاس‌رسی په جدي توګه کم شوی او یوازې ۱.۱ ملیون هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي.
د یونسکو په خبرپاڼه کې د دغه سازمان د مشرې اودري ازولي له قوله ویل شوي چې، د تعلیم په حق جوړجاړی نه‌شي کېدی او د افغان نجونو د زده‌کړو وضعیت باید ټولو لپاره د اندېښنې وړ وي.

مرسل چې کابل ته د طالبانو د بیا راتګ پر مهال د نهم ټولګي زده‌کوونکې وه، وايي چې دا پوښتنه یې ډېره ځوروي چې ولې نه شي کولای له دلیل پرته زده‌کړو ته دوام ورکړي.

مرسل وايي: نه ښوونځی او نه هم پوهنتون شته او دلیل یې هم معلوم نه دی چې دا یې ولې بند کړي دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "زه د نهم ټولګي زده‌کوونکې ومه چې طالبان راغلل او له هماغې ورځې زموږ ښوونځي بند دي، دا ما ډېره ځوروي ځکه زه نه پوهېږم چې د افغان نجونو راتلونکی به څنګه شي، په داسې حال کې چې نه ښوونځی او نه هم پوهنتون شته او دلیل یې هم معلوم نه دی چې دا یې ولې بند کړي دي."

د کندز ښار د یوې لېسې ښوونکې سارا وايي، د طالبانو په راتګ سره د لومړنیو ټولګیو د زده‌کوونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ښوونځیو چې د طالبانو له لوري کوم بندیزونه ولګول شول له کبله یې د زده کوونکو په شمېر کې د پام کموالی راغلی، زما په نظر یو دلیل یې دا دی چې نجونې فکر کوي چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې کېږي ځکه چې د پورته صنفونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بند دي."

د یونسکو دا خپرپانه داسې مهال ده چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پرون چهارشنبه د اګست ۱۴مه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر زده‌کړو د بندیزو له کبله دې له طالبانو سره له تعامله کار وانه‌خلي او چارې دې ورسره نه عادي کوي.

په افغانستان کې‌ په کور دننه او بهر په پراخ کچه د طالبانو له حکومته بیا بیا غوښتنه شوې چې د نجونو زده‌کړو او حقونو ته درناوی وکړي، خو طالبانو بیا ویلي چې پر ثانوي او لوړو زده‌کړو لګېدلی بندیز موقتي دي.

د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان یا یونسکو د شمېرو له مخې، اوسمهال ۲.۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې دي، په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي وو چې اوس مهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونې پر ثانوي زده‌کړو په کې بندیز لګول شوی دی.