روسیې ته د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیرانو سفر؛ دوی هلته په کومو مسایلو خبرې کوي؟

د عکس ښي لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله آغا او چپ لور ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د پوهنې او لوړو زده کړو په اړه په یو نړیوال فوروم یا غونډه کې د ګډون لپاره پرون د روسیې کازان ښار ته ورسېدل.

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور حمزه پرون پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې د کازان په غونډه کې د حبیب‌الله آغا د ګډون خبر ورکړ.

هغه وویل: "د پوهنې وزارت محترم سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې د وزیرانو په دوهم نړیوال څلورورځني فوروم د ګډون لپاره په رسمي سفر د روسیې کازان ښار ته ورسېد. د پوهنې وزارت سرپرست وزیر به په دې فوروم کې د افغانستان د ښوونیز وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه وینا وکړي."

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم په ورته پیغام کې کازان ښار ته د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر د سفر خبر ورکړی.

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو له شپږم ټولګي پورته په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ کال لا نه و، پوره شوی چې له شپږم د لوړو ټولګیو له زده‌کوونکو نجونو د تعلیم حق واخیستل شو.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال په پای کې د نجونو د پوهنتونونو دروازې هم بې له کوم دلیله بندې کړې.

په داسې یوه حالت کې به د طالبانو وزیران د کازان په غونډه کې د کومو مسایلو په اړه خبرې کوي؟

شینورای وايي: د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو سفر بې مورده ښکاري ځکه دوی په عمل کې د زده کړو خلاف ولاړ دي.

د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت معین او سرپرست ابراهیم شینواری دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي: "د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو سفر بې مورده ښکاري ځکه دوی په عمل کې د زده کړو خلاف ولاړ دي. که چېرته دوی هلته د دې لپاره ځي چې پیغام وړاندې کړي، خو کوم پیغام نه لري او که له مثبتې زاویې ورته وګورو او دوی له نورو ملکونو او هېوادونو څخه واوري او د اسلامي هېوادو د پوهنې او لوړو زده کړو له وزیرانو او د هغوی د لاسته راوړنو ګزارشونه واوري او وویني او له هغو سره بحث وکړي او مثبت تاثیر پرې وشي نو بیا باید په مثبت نظر ورته وګورو."

په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو زده‌کوونکو نجونو ته له څه کم زرو ورځو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

د تعلیم له حق څخه د نجونو د بې برخې کولو له کبله نژدې یوکال مخکې اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر حبیب‌الله آغا په ګډون د طالبانو پر دریو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

ملګروملتونو، متحدوایالتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ډېرو نورو نړیوالو ادارو او دولتونو هم طالبان د نجونو پر تعلیم د محدودیتونو له کبله غندلي دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له کبله دا مهال سلګونه زره نجونې په کور ناستې دي.

طالبان وايي چې دوی د نجونو له تعلیم سره مخالف نه دي او ښوونځیو ته د نجونو د تګ پر تګلاره کار کوي خو دا تګلاره لاهم نه ده جوړه شوې او ښکاري چې طالبان اوس حتی په دې اړه خبرو ته لا لېوالتیا نه لري.