اسراییل د پاتې یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره په خبرو کې د ګډون هوډ لري

حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۳مه دغه برمته کړي خوشې کړي دي.

د اسراییل یوه چارواکي پرون شنبه وویل چې حکومت یې هوډ لري چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

د اسراییل یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پرون شنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دوی حکومت هوډ لري چې په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر موافقه د سلا کېدو لپاره په خبرو کې برخه واخلي.

دغه چارواکي په پاریس کې د امریکايي او اسراییلي چارواکو له پرونۍ کتنې وروسته دا خبره وکړه.

هغه ویلي چې د روانۍ اوونۍ په دغو خبرو کې د برخې اخیستو هوډ شته او په دې برخه کې یوه موافقه هم برابره شوې ده.

دغه اسراییلي چارواکي د دې موافقې په باب نور توضیحات نه دي ورکړي، خو د اسراییل ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل د استخباراتي ادارې یا موساد مشر ډېوېډ برنیا په پاریس کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې له منځګړو او د قطر له صدارعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د کتنو پر مهال د ځنډېدلو مذاکرو د نوي پړاو پر چوکاټ موافقه کړې ده.

واشنګټن وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د اسراییل د جنګي کابینې له وزیر بني ګنځ سره په غزه کې د اوربند د نافذېدو پر نویو هڅو او د رفح سرحدي دروازې پر بیا پرانیستلو خبرې وکړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د قطر تر څنګ مصر له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د مذاکرو منځګړیتوب وکړي.

روانه میلادي میاشت د اسراییل د پاتې یرغمل شویو د خلاصون او په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت لپاره مذاکرې وروسته له هغې وځنډېدې چې اسراییل د غزې په جنوبي ښار رفح کې پوځي عملیات پیل کړل.

له نړیوالو مخالفتونو سره- سره په رفح ښار کې پرون هم د اسراییل هوايي او د توغندیو حملې روانې وې.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې له اسراییل غوښتي وو چې په رفح ښار کې خپل عملیات سم د لاسه ودروي، خو اسراییل د محکمې دا حکم رد کړ.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې، د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې په لسګونو یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو ۱۲۱ یرغمل شوي کسان لا هم په غزه کې دي، خو د اسراییل پوځ وايي ګومان کېږي له دې جملې ۳۷ یې د یرغمل پر مهال مړه شوي وي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه د غزې په جګړه کې ۳۵زره ۹۰۳ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

خپلواکو سرچینو دغه شمېرې رد یا تایید کړي نه دي.