د هرات لوېدیځې سیمې نن یوځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې

Your browser doesn’t support HTML5

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او زلزله ځپلو ته د رسېدو کمېسیون مشر احمد الله متقي وایي، نننۍ زلزلې ۱۲۰ تنه ټپیان کړي او له کوم کره شمېر پرته وایي چې یو شمېر په کې مړه شوي هم دي. هغه وایي چې د تېرې اوونۍ د زلزلې د ژغورنې چارې هم پای ته رسېدلي.

په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او زلزله‌ځپلو ته د رسېدو کمېسیون مشر احمدالله متقي وایي، نننۍ زلزلې ۱۲۰ تنه ټپیان کړي او له کوم کره شمېر پرته وایي چې یو شمېر په‌کې مړه شوي هم دي.

هغه وایي چې د تېرې اوونۍ د زلزلې د ژغورنې چارې هم پای ته رسېدلې دي.

د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین له ښاغلي متقي سره مرکه کړې او په پیل کې یې د نننۍ زلزلې جزئیات ترې غوښتي دي.