د تېر جمهوري نظام څومره شمېر سرتېري له افغانستانه وتلي؟

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواری

په تهران کې د طالبانو د حکومت د سفارت شارژدافېر وايي، د دوی په هڅو د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر سرتېري هېواد ته ستانه شوي دي.

د پخواني پوځ يو شمېر سرتېري وايي، په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او ډېرې ستونزې لري.

ایا د تېر جمهوري نظام د هغو سرتېرو شمېر معلوم دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهر ته تللي او ایا له هغو وسلې او تجهیزاتو، چې دې سرتېرو له ځان سره وړي دي د افغانستان یا نورو هېوادونو پر ضد کار اخیستل کېدای شي؟

په دې اړه احمدتکل د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواري سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي دي چې د تېر نظام په کوم شمېر سرتېري او افسران له هېواده وتلو ته اړ شوي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

شینواري سره مرکه