له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرس پر ارزونه د 'هيل' ورځپاڼې تبصره

افغانستان کې بهرنيو پوځيان، ارشيف

هيل ورځپاڼه:

له امریکا خپرېدونکې "هیل" ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکي، ډېر ژر به د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په اړه بحث وکړي.

د ورځپاڼې په ټکو، دغه ناسته به د مارچ په اتمه جوړه شي او د هغه مشران چې له افغانستان څخه د سرتېرو او نورو کسانو د ویستلو مسولیت یې پر غاړه و، دې ناستې ته وربلل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د جوبایډن ادارې تر اوسه له ګډوډیو ډکې دې وتنې په اړه د توضحیاتو له ورکولو ډډه کړی، خو د هیل ورځپاڼه لیکي، اوس د کمېټې جوړښت بدلون کړی او غړی يې هیله‌من دي چې، د ولسمشر بایډن اداره دې ته اړ کړي چې د دې اقدام په اړه د امریکا د استازو جرګې او د امریکا خلکو ته معلومات ورکړي.

په همدې ورځ چې د امريکا د متحده‌ايالاتو د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټه له افغانستان څخه د امريکا د وتلو په اړه بحث کوي، په ټوله نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.

ددې ورځې په درشل کې نړیوالو ورځپانو او رسنیو د افغانو ښځو وضعیت ته پام اړولی دی.

ګلوب اینډ میل ورځپاڼه:

د ګلوب اینډ میل ورځپاڼې د افغانو ښځو د حقونو له فعالې او د نوبل سولې جایزې ته نوماندې محبوبې سراج سره مرکه خپره کړی دی.

ورځپاڼه وايي، مېرمن سراج چې د ښځو د حقونو ملاتړې ده، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبان له بیا ستنېدو وروسته يې پرېکړه وکړه چې، په افغانستان کې پاتې شي او د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي، هغه مهال چې ډېرې افغان ښځې په الوتکو کې سپرې او له افغانستان څخه ووتلې.

مېرمن سراج په خپلو مرکو د هغې ډلې ګلوب اینډ میل سره ویلي، په خپله هره لیدنه کې له طالبانو غواړي چې د ښځو اندېښنو ته پام وکړي او د خبرو اترو دروازې د خلکو د ستونزو د حل لپاره خلاصې کړي.

مېرمن سراج وایي، په افغانستان کې د پاتې کېدو یوازینی علت یې د افغانو ښځو ترڅنګ درېدل دی.

هغې ګلوب اینډ میل سره په مرکه کې ویلي، غواړي د خلکو سره نږدې و اوسي.

هغه ټینګار کوي چې دنده يې د افغانستان د ښځو تر څنګ درېدل دي.

د مېرمن سراج په خبره دغه ښځې ورته اړتیا لري په ځانګړی ډول نوی او ځوان نسل.

نوموړې وايي، خوشاله ده چې د دې ښځو سره ده.

۷۵ کلنه محبوبه سراج چې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان ورېره ده، په یوه مرکه کې يې ویلي وو، که په داسې یوه هېواد کې چې د ناڅرګند راتلونکې پر لور روان دی، د ژوند کولو لپاره د ځواک او باور یوه وړه سرچینه وي، هغه خوشاله ده چې افغانستان پرې‌نږدي.

هغه په پای کې وايي، غواړي خپل پاتې ژوند په افغانستان کې تېر کړی او همدلته ومري.