له زده کړو محرومه شوې مهدیه: فکر کوم چې زه نالوستې یم او همداسې به پاتې شم

ارشیف

د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو د زده کړو او تحصیل د حق په اړه د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې ډول د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلای.

له ۵۰۰ څخه زیاتې ورځې تېرې شوې چې ۱۷ کلنه مهدیه د ښوونځي کتابونو پر ځای د خپل تیاره راتلونکې پاڼې اړوي.

دې غوښتل چې د علم او پوهې له لارې د ځان او ټولنې لپاره اغېزمنه وي.

مهدیه وايي: "په داسې حال کې چې طالبانو ټول کورسونه او ښوونځي وتړل، موږ په افغانستان کې هېڅ راتلونکی نه وینو. زه فکر کوم چې زه نالوستې یم او همداسې به پاتې شم."

د مهديې د دې نیمګړې هیلې لامل، د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار بنديز دی.

د طالبانو حکومت دې پرېکړې، د افغانستان دننه او بهر ګڼ غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان او د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو په وار وار د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت کړنې غندلې دي.

دا غبرګونونه د محدودیتونو له زیاتیدو سره لا زیات شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې تر څنګ چې د مرغومۍ په ۲۱مه ترسره شوه، د اسلامي هېوادونو یو شمېر مشرانو هم د طالبانو پر حکومت، په افغانستان کې د نجونو او ښځو څخه د زده‌کړو او کار د حق اخیستو له امله، نیوکې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د اسلامي همکاريو په سازمان کې د اسلامي هېوادونو سفيرانو ګډون کړى وو، له طالبانو یې وغوښتل چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د ښځو او نجونو پر مخ پرانېزي او هغوى ته دې د هر ډول تعليم د انتخاب حق ورکړي.

د سلواغې میاشتې په نهمه د اسلامي همکاریو سازمان په خپل ټویټرپاڼه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د دې ټویټر په یوه برخه کې راغلي: "د اسلامي همکاریو سازمان په باور، له علمي چاپېریال څخه د نجونو او مېرمنو بې برخې کول به د اقتصادي او ټولنیز وېش لامل شي."

خو یو شمېر ښځینه زده کوونکي وایي، یواځې غونډې او غندنې د افغان ښځو او نجونو د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم کال محصله، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "ټول هغه بنسټونه او سازمانونه چې اسلامي هېوادونه په کې شامل دي، د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر زده کړو ځینې بندیزونه غندي او غیراسلامي بولي، خو طالبان بیا هم دغه وضعیت ته دوام ورکوي او دا اسلامي او شرعي بولي. ښه، کله چې طالبان خپل دې کارونو ته دوام ورکوي، نو د اسلامي هېوادونو همدغه سازمانونه او بنسټونه ولې یو ګټور کار نه کوي؟"

سعودي عربستان، پاکستان، قطر، ترکیه او ایران د هغو هېوادونو دي چې د طالبانو حکومت له خوا د افغان ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه یې غبرګون ښودلی دی.

دویچه ویله د سعودي عربستان، چې یو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دی چې دوه یا درې کاله وړاندې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت قوانین درلودل، د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د پوهنتونونو څخه د افغان مېرمنو د بې برخې کېدو له امله خواشینی دی.

قطر چې له طالبانو سره یو نږدې هېواد بلل کېږي او طالبان په هغه هېواد کې سیاسي دفتر لري، د طالبانو حکومت د دغو پرېکړو په غبرګون ویلي: "قطر دولت د افغانستان موقت حکومت د هغې پرېکړې په اړه چې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړې حق ځنډولی، خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګندوي."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د وږي میاشتې په پای کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل: "دا نظر چې ښځې باید زده کړې ونه کړي، غیراسلامي دی او له دین سره هېڅ تړاو نه لري."

عمران خان

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم د سلواغې میاشتې په ۳مه د دغه سازمان په یوه غونډه کې وویل: "په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بندیز د پښتنو په کلتور پورې اړه لري."

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې او د خپلو خبرو په يوه برخه کې يې وويل: "دا زموږ د کلتور خلاف کار دى، نه زموږ د کلتور برخه."

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې تل د طالبانو په ملاتړ تورن شوی دی.

هغه څه چې طالبانو او پاکستان تر اوسه په رسمي توګه نه دی منلی.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نجونو پر زده کړو بندیز "غیرانساني او غیراسلامي" بللی او غندلی یې دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکیي رسنيو ليکلي، چې اردوغان دغه څرګندونې د بشري حقونو د ساتنې په نړيواله غونډه کې، چې د چهارشنبې په ورځ، د مرغومۍ مياشتې په ٢١مه د ترکيې په انقره کې جوړه شوې وه، وکړې.

ترکیې رسنیو د یاد هېواد د ولسمشر له قوله لیکلي چې په افغانستان کې ښځې د حجاب اغوستلو سره سره پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او هغه دا موضوع غیرانساني او غیراسلامي ګڼي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د طالبانو حکومت له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې بندېدو په غبرګون کې وویل: "ایا د دې لپاره کوم اسلامي توجیه شته؟ برعکس، اسلام د تعلیم ضد نه دی، بلکې خلک تعلیم او زده کړو ته هڅوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، لبنان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ویلي چې له تعلیم څخه د ښځو او نجونو محرومول له اسلام، اسلامي لارښوونو او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

حسین امیر عبداللهیان، وزیر خارجۀ ایران

په همدې حال د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو حکومت د چارواکو ترمنځ اختلاف موجود دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د تلې میاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې د ګرځندوی یا سیاحت ورځې په مناسبت، په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د علم زده کړه پر نارینه او ښځه فرض ده.

په دې اړه نور: لوړپوړی طالب چارواکی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي

خو د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي په همدې غونډه کې دنیوي علم یې مباح وګاڼه.

د خالد حنفي په وینا، د طالبانو حکومت یوازې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو تر څنګ "دنیوي علومو" زده کړه منع کوي او په دې بندیز کې هلکان او نارینه شامل نه دي.

خو د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار د محدودیتونو د لیرې کولو په اړه د اسلامي هېوادونو د مشرانو او د اسلامي همکاریو د سازمان نظریاتو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او نه یې هم په دې اړه ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي.