طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان د کانونو د کیندنې بهیر چټک کړی او د پخواني حکومت د شویو قراردادونو د سمونې او تمدید سربېره یې، ۶۰ نور کانونه د کېندنې لپاره په قرارداد ورکړي.
په دې اړه نور: طالبانو ولې د کانونو د استخراج لپاره د قراردادونو پروسه چټکه کړې؟
اوسمهال د افغانستان د ۱۸۶ کاني زېرمو کېندنه روانه ده.
په دې زېرمو کې لویه برخه کې د ډبرو سکاره، مرمرو ډبرې، شوکاڼي او تالک ډبرې دي، چې د افغانستان په ختیځ، لویدیځ او شمالي سیمو کې کېندل کېږي.
په دې اړه نور: ننګرهار کې د نفرایټو د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې په دې اړه نور: ننګرهار: د نفرايټو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پيل شويد طالبانو له واکمنۍ وړاندې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په ۱۲۶ وړو کاني زېرمو کې کېندنه کېده، خو طالبانو یوازې وروستیو څو میاشتو کې پر دې شمېر ۶۰ نور قراردادونه هم اضافه کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان ازادي راډیو ته دا معلومات تایید کړل.
خو نیوکه او پوښتنه دا ده چې ایا طالبان د دې کانونو د استخراج لپاره ظرفیت او تر خوا یې حقوقي مشروعیت لري؟
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان وايي، نه یوازې دا دې کار ظرفیت لري، بلکې دا پروسه یې د تېر په پرتله ډېره شفافه او رڼه کړې او همدا لامل دی چې عواید یې هم زیات شوي دي.
هغه وویل: "دولس میلیارده افغانیو په شاو خوا کې عواید موږ راټول کړي، یعنې دوولس زره میلیون افغانۍ. زموږ دا عواید د تېر حکومت د عوایدو سره هیڅ د پرتلې وړ نهدي."
خو دا چې طالبان د کوم قانون له مخې د کانونو استخراج کوي، په اړه یې ځواب نهلري، خو د جون په ۹مه د طالبانو د اقتصادي کمېسیون ماليې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو او د افغانستان بانک ته لارښوونه وکړه چې له کانونو او پتروليم وزارت سره "د کانونو د استخراج قانون" باندې په ګډه له سره غور وکړي.
هغه قانون چې د جمهوریت پر مهال جوړ شوی او توشیح شوی و.
خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو پخوانۍ مرستیال وليالله ځدراڼ وايي، د مخکني قانون له مخې، له تخنیکي مسایلو له څېړلو وړاندې د یوه کان کیندنه د تخنیکي اصولو خلاف عمل دی.
ځدراڼ وویل: "په تېر حکومت کې په کاملاً استخراج اصلا تمرکز نهو. ځکه راساً استخراج ته تګ او د یوه کان را ویستل، د تخنیکي اصولو خلاف دی. دا کار د هغه کان عمر لنډوي."
خو طالبان بیا وايي، د کانونو د استخراج په برخه کې یې هغه سیمې په نظر کې نیولي چې د افغانستان راتلونکي ته زیان نه رسوي.
د دې تر خوا د افغانستان له کانونو یوازې د خامو موادو په توګه کار اخستل کېږي او په کور دننه یې د پروسس او ترې د نورو ګټو لپاره هېڅ پروګرام نهشته.
د بېلګې په توګه همدا اوس د افغانستان د ډبرو سکاره او سنګ مرمر پاکستان ته د هغو شرکتونو لهخوا په خام ډول وړل کېږي چې د طالبانو حکومت ورسره قرارداد کړی.
هغه څه چې اقتصادي کارپوهان پرې نیوکه کوي.
د اقتصادي مسایلو پوه او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سلاکار عبدالقدیر مطفي وايي، نورو هېوادونو ته له افغانستانه د خامو مواد لېږد، نه یوازې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته نهکوي، بلکې وضعیت لا د خرابۍ خوا ته وړي.
مطفي وویل: "اساسي مسئله د منابعو ده. منابع د خامو مواد په شکل نورو هېوادونو ته ورکول، دا په مطلق ډول د افغانستان اقتصاد د بربادۍ خوا ته وړي. د افغانستان فقر ورځ تر بلې زیاتوي. د اقتصاد په پرمختګ، بنیاد رغونه او پرمختګ باندې ډېر منفي اغېز اچولای شي. "
خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وايي، د ځینو کانونو په استخراج سره یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې تر څنګ لویه نیوکه دا ده چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د پاکستان او چین سره خپلې ناستې ډېرې کړي.
په دې اړه نور: چين د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د ځينو کانونو په اړه په خبرو بوخت دیخو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان وايي، دوی نه یوازې د چین او پاکستان، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم په دې اړه غونډې او خبرې کړي دي.
د کانونو د استخراج لپاره د جمهوري نظام پر مهال د افغان حکومت برنامه او شرط دا و چې خام مواد به په کور دننه پروسس کېږي، څو له دې لارې افغانانو ته د کار او تر خوا یې د زېربنايي کارونو او بیا رغونې لپاره زمینه برابره شي.
خو اوس ښکاري، چې د افغانستان له کانونو یوازې د خامو موادو په توګه ګټه اخستل کېږي او له همدې امله پاکستان او چین ته د افغانستان د ډبرو د سکرو او قیمتي ډبرو لېږد د تېر په پرتله څو برابره زیات شوی دی.