د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د جرمني له‌خوا د افغان کډوالو د منلو پروګرام د احتمالي ځنډېدو اندېښنې رامنځته کړي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د افغانانو په ځانګړې ډول هغو کسانو لپاره چې ژوند یې له خطر سره مخ دی، د جرمني حکومت له‌خوا د منلو پروګرام له پیل څخه دوه کاله وروسته، اتو سازمانونو د دغه پروګرام د احتمالي ځنډولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له خطر سره مخ د هغو افغانانو د اندېښنو په دوام کې چې کډوال مننونکو هېوادونو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د خپلو کېسونو بې برخليک‌توب ته اندېښمن دي، يو شمېر فعالان او د تېر جمهوري نظام کارکوونکي چې د جرمني ويزې ته په تمه دي، وايي، تراوسه يې هېڅ ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د افغان مېرمنو یوه مدافع وکیله چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي او د جرمني ویزې ته په تمه وه، ازادي راډیو ته وویل چې جرمني د ده د پناه غوښتنه له کوم قانع کوونکي لامل پرته رد کړه.

هغه وايي: "د یوه کال له تېردو وروسته یې موږ ته منفي ځواب راکړ، او هېڅ دلیل یې ونه ویل. په افغانستان کې زموږ ژوند له ګواښ سره مخ و، له همدې امله مو خپل هېواد او هرڅه چې درلوده پرېښود او پاکستان ته مو پناه راوړه، دلته هم سیاسي او اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي. ټوله هیله مو جرمني هېواد ته وه چې هغه هم رد شوه."

تر دې مخکې هم یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي وو چې جرمني ته د دوی د پناه غوښتنې قضیې رد شوي دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعاله نیلاب شهاب وايي چې له درېیو کلونو راهیسې په ایران کې د جرمني هېواد د ویزې د ترلاسه کولو په تمه شپې او ورځې تېروي.

مېرمن شهاب وویل: "موږ خپل هېواد ته نه شو تللای، که بېرته افغانستان ته ستانه شو، وژل کېږو، ژوند مو په خطر کې دی. زموږ یوازېنۍ هیله دا وه چې جرمني هېواد به د بې‌وزله او مظلومو افغان مېرمنو او د بشري او د ښځو د حقونو مدافعینو ترڅنګ ودرېږي، د دوی له حقونو به دفاع وکړي او موږ ته به پناه راکړي، زموږ زړه همدې ته خوشحاله وو."

د تېر نظام یوه پوځي وايي: دوه کاله مخکې مې جرمني هېواد ته د پناه غوښتنه وکړه، تراوسه مې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. اوسمهال په افغانستان کې زموږ ژوند په خطر کې دی، ډېر اندېښمن یو، ځکه چې جرمني تراوسه موږ ته کوم مثبت یا منفي ځواب نه دی راکړی.

یوه بله افغانه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او په تېر جمهوري نظام کې پوځي وه، په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: "زه پخپله یوه ښځینه سرتېرې یم، دا مهال په افغانستان کې اوسېږم، دوه کاله مخکې مې جرمني هېواد ته د پناه غوښتنه وکړه، تراوسه مې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. اوسمهال په افغانستان کې زموږ ژوند په خطر کې دی، ډېر اندېښمن یو، ځکه چې جرمني تراوسه موږ ته کوم مثبت یا منفي ځواب نه دی راکړی."

دغه فعالان او د تېر جمهوري نظام پخواني کارکوونکي په داسې حال کې د جرمني له‌خوا د خپلو دوسیو د ځنډېدو او ردولو په اړه اندېښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د "کابل لوفټ‌بروکه"، "لایفلاین ماموریت" او "د ژغورنې نړیوالې کمېټې" په ګډون اتو سازمانونو د دې پروګرام د احتمالي ځنډولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني خبري شبکې دويچه ويله د پنجشنبې په ورځ ناوخته په دې اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دغو سازمانونو په خپله ګډه اعلاميه کې ويلي چې د دې اندېښنې لامل په راتلونکي کال کې د دغه پروګرام د تمويل احتمالي ځنډول دي.

په راپور کې د دغه سازمانونو په حواله راغلي چې په جرمني کې د ۲۰۲۵م کال د فدرالي بودیجې په اړه روانې خبرې اترې د دغه پروګرام د دوام د تضمین لپاره وروستی فرصت دی.

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دې پروګرام له مخې له خطر سره مخ وړ افغانان جرمني ته لېږدول کېدل.

خو اوس دا څرګنده نه ده چې دا پروګرام به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او که د بودیجې د نشتوالي له امله به ودرول شي.

که څه هم د جرمني د فدرالي حکومت د هوکړې له مخې، د بیا مېشتېدنې د دې پروګرام له لارې شاوخوا ۳۱۰۰ کسانو ته به په آلمان کې د کډوالۍ اجازه ورکړل شي، خو دوام یې مالي مسایلو پورې اړه لري.

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست پنځلسمه د امریکا په مشرۍ د تخلیې له پروګرام یوه انځور
ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست پنځلسمه د امریکا په مشرۍ د تخلیې له پروګرام یوه انځور

د راپور له مخې، تراوسه دغه پروګرام د يادو شويو شمېرو په پرتله لږ شمېر کسان منلي دي.

دا طرحه په میاشت کې د ١٠٠٠ کسانو د منلو لپاره جوړه شوې وه، خو په تېرو دوو کلونو کې یوازې ٦٨٢ کسان ددې پروګرام له لارې جرمني ته تللي دي.

دغو اتو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دغه پروګرام له وخته مخکې او غیر منظم درېدل به د دې لامل شي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ کسان هېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم زرګونه افغانان د جرمني ویزې د ترلاسه کولو په موخه په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG