د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ولې ځینې کورنۍ د لور په پرتله د زوی په زوکړه زیاته خوشحالي کوي؟


يو کندهارۍ ماشومه نجلۍ، ډېری خلک د نجونو پر زېږېدو ناخوښ وي.
يو کندهارۍ ماشومه نجلۍ، ډېری خلک د نجونو پر زېږېدو ناخوښ وي.

په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د جنوبي ولایتونو په کلیوالي سیمو کې د زوی پر زېږېدو د لور په پرتله د کورنیو خوشحالي ډېره وي.

یوشمېر کورنۍ زوی د کورنۍ نوم ساتونکی بولي او برعکس، لور بیا ډېری وختونه د کمزورۍ او اقتصادي بار په توګه بلل کېږي.

د زابل د ښارصفا اوسېدونکې د پنځو لوڼو یوه مور وږمه وایي، مېړه او د کورنۍ نور غړي ورڅخه ناراضه دي او تل یې ملامتوي چې ولې یې زوی نه‌دی زېږولی.

وږمه وایي، کورنۍ ورسره داسې چلند کوي لکه دا هر څه چې د دې په اختیار کې وي.

د اسلام له نظره او هم د ساینس له نظره د ماشوم جنسیت تړاو په پلار او د پلار په کروموزومونو باندې لري
نسایي او ولادي ډاکټره نجم‌السما

هغه وایي، هره ورځ د خاوند د ګواښونو او فشارونو سره مخامخ ده او ورته ویل کېږي چې کورنۍ یې بې وارثه پاتې کېږي.

وږمه زیاتوي: "چې الله (ج) ماته زوی نه راکوي، دا خو زما په لاس کې نه‌ده، مېړه او خواښې مې راته وایي چې خاص لورګانې زېږوي، ستا ولې زوی نه‌شته، کله راته وایي چې بل واده کوم، تا پرېږدم."

یوشمېر کورنۍ او نارینه د زوی نه زېږول د ښځې ستونزه ګڼي چې دا باور هم په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی دی.

نسایي او ولادي ډاکټره نجم‌السما وايي، د اولاد د جنسیت تعیین د پلار په کرومزومونو کېږي، نه د مور.

نوموړې وايي: "د نارینه په تخم کې دوه ډوله کروموزومونه دي چې ایکس او وای نومېږي او د ښځې په کروموزومو کې ايکس او ایکس دی، يعنې ښځه په هر صورت کې د نجلۍ کروموزوم لري او نارینه په هر صورت کې یو د نجلۍ او د یو د هلک کروموزوم لري، که چېرته د هلک کروموزوم یې د ښځې د ایکس کروموزوم سره یوځای کېږي نو هلک به راوړي او که چېرته ایکس کروموزوم د نارینه بیا هم د ښځې د ایکس کروموزوم سره یوځای کېږي نو نجلۍ به نړۍ ته راوړي. د اسلام له نظره او هم د ساینس له نظره د ماشوم جنسیت تړاو په پلار او د پلار په کروموزومونو باندې لري او په‌‌دې کې د مور رول یا د ښځې رول هیڅ هم نه‌شته. نو ۱۰۰٪ د ماشوم جنسیت په پلار پورې تړاو لري."

یوشمېر کورنۍ او نارینه د زوی نه زېږول د ښځې ستونزه ګڼي چې دا باور هم په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی دی.
یوشمېر کورنۍ او نارینه د زوی نه زېږول د ښځې ستونزه ګڼي چې دا باور هم په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی دی.

د څېړنو له‌مخې په افغانستان کې ناوړه دودونه، بې سوادي او معلوماتو ته نه لاس‌رسی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بنسټيزو لاملونو بلل شوي دي.

دا یوازې د وږمې کیسه نه‌ده، په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې، د لور پر تله د زوی زېږول د کورنۍ د عزت او نسل د دوام لپاره اړین ګڼل کېږي.

په دغه کورنیو کې د زوی پرتله د لور کم ارزښت ګڼل نه یوازي دا چې ښځې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ کوي، بلکې د دې سبب هم کېږي چې نجونې له لومړنیو حقونو لکه له زده‌کړو، بې‌برخې شي.

ډېری کورنۍ نجونې ښوونځیو ته نه لېږي او که یې ولېږي، نو په کم عمر کې یې زده‌کړې پای ته رسوي.

د کندهار اوسېدونکې پروین وایي، یوشمېر هغه کورنۍ چې خپلې نجونې ښوونځیو ته نه لېږي، باور لري چې د نجونو لپاره تعلیم مهم نه‌‌دی او یوازې زامن باید زده‌کړه وکړي.

پروین ازادي راډيو ته وويل: "کله چې نجلۍ پیدا شي، د ټول کور ویش ویش شي، وایي نجلۍ ده، د بل د کور ده، درس او سبق ورته نه وایي، که زوی پیدا شي، بیا نو ډُولونه دي، ښادۍ دي، خلک پر راټولوي، وایي زوی دی، سبقونه او درسونه ورته وایي، وایي دا خو زما کور پر راټولیږي، ماته ګټه وټه کوي."

"کله چې نجلۍ پیدا شي، د ټول کور ویش ویش شي، وایي نجلۍ ده، د بل د کور ده، درس او سبق ورته نه وایي
پروين

د جنوبي ولایتونو په یوشمېر کلیوالي سیمو کې یو بل توپیر د میراث قوانینو دودیزه بڼه ده، چې د میراث د وېش دودونه او قوانین معمولاً نارینه‌و ته ځانګړي دي.

نجونې ډېر کم میراث ترلاسه کوي او که یې ترلاسه کړي، نو د دود او فشار له‌‌مخې مجبوره کېږي چې د میراث حق خپل وروڼو یا نورو نارینه خپلوانو ته پرېږدي.

د کندهار اوسېدونکی استاد ختیځ نوروز وایي، داسې قوانین او مقررات باید پلي شي چې د نجونو لپاره د میراث مساوي حقونه تضمین کړي او له تبعیض پرته یې حق ورکړي.

ختیځ نوروز وايي : "کله چې زموږ او ستاسې په ټولنه کې د میراث موضوع راځي، دې حقوقي موضوع ته هیڅ کار نه‌دی شوی، خپله ښځې هم د خپل دغه حق څخه خبرې نه دي، ملا امامانو هم په مسجدونو کې پر دغه موضوع معلومات نه‌دي ورکړي."

د بشري حقونو فعالان وایي، په یوشمېر کلیوالي سیمو کې د لور په پرتله د زوی پر زوکړه خوشحالي یو عام دود ګرځېدلی او په ډېری کورنیو کې زوی د کورنۍ د عزت، ویاړ او ملاتړ په توګه بلل کېږي، په داسې حال کې چې د لور زوکړه ډېری وخت د کمزورۍ او اقتصادي بار په توګه ګڼل کېږي.

دوی په کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو باورونو ولاړ دا ډول دودیز چلند، چې د نجونو ارزښت په‌کې کم ګڼل کېږي، جنسیتي تبعیض بولي.

په هالنډ کې مېشته د بشري حقونو فعاله سایره نورزۍ وایي، جنسیتي تبعیض د نجونو په ذهن کې د ځان‌باورۍ د کموالي سبب کېږي، دوی احساس کوي چې ارزښت یې نه‌شته او په ټولنه کې د دویمې درجې وګړي ګڼل کېږي.

د مېرمن نورزي په وینا، دا احساس د هغوی پر شخصیتي ودې او راتلونکي اغېز کوي.

نوموړې د دې ذهنیت د بدلون لپاره وړاندیز کوي چې په محلي او ملي کچه دې د نجونو د حقونو په اړه د پوهاوي کمپاینونه پیاوړي شي، ترڅو د کلتوري او مذهبي ارزښتونو په رڼا کې د نجونو ارزښت او د هغوی د حقونو اړتیا روښانه شي او د جنسیتي تبعیض په اړه د ټولنې نظر بدل شي.

په هالنډ کې مېشته د بشري حقونو فعاله سایره نورزۍ
په هالنډ کې مېشته د بشري حقونو فعاله سایره نورزۍ

سایره نورزي زیاتوي: "موږ کولای شو چې د تعلیمي بنسټونو په درسي نصاب کې د جنسیت د مساوات او بشري حقونو په اړه پوهاوي زیات کړو، زموږ رسنۍ او مطبوعات هم د جنسیتي تبعیض په کمولو کې رول لري، دوی کولای شي مثبت پیغامونه خپاره کړي او کلیشه‌يي تصورات، چې جنسیت ته منفي نسبتونه ورکوي، بدل کړي."

د نارینه ماشومانو پرتله له‌دې ډول منفي باورونو سره مخامخ نجونې نه یوازې له زده‌کړو، روغتیا او پرمختګ د فرصتونو څخه محرومېږي، بلکې یوشمېر یې د ژوند تر پایه د تاوتریخوالي قرباني وي.

د نظر خاوندان د دې ډول ستونزو د مخنیوي لپاره په ټولنه کې پر زده‌کړو د عامه پوهاوي پر زیاتوالي او د قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG