د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د پاکستان په کراچي کې ۳۶ ورکې شوې نجونې وموندل شوې


پاکستاني چارواکي وايي چې شل ماشومې نجونې چېپه کراچي ښار کې په یوه کور کې پټې ساتل کیدې او پولیسو وموندلې؛ نن [شنبه] سهار پيښور ته واستول شوې چې وروسته به یې کورنیو ته وسپارل شي.

د باجوړ لپاره د پاکستان د حکومت سیاسي استازي فیاض خان شیرپاو نن ازادي راډیو ته وویل چې شل ماشومانې نن باجوړ ته استول کیږي او شپاړس یې په کراچي کې د هغوی خپلوانو ته سپارل شوې دي.

د پاکستان پولیسو شپږدیرش ماشومې نجونې چې په کراچي ښار کې د حمیده بي بي په نوم له یوې مدرسې ورکې شوې وې؛ تیره اونۍ د ښار په یوه کور کې وموندلې.

په کراچي کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د یو شمېر ماشومو نجونو کورنیو یوازې له راډیو ګانو د خپلولوڼو د ورکیدو او بېرته موندل کیدو خبر اوریدلی و.

د یوې نجلۍ پلار ازادي راډیو ته وویل: "زه له راډیو خبر شوم او همداسې کراچۍ ته راروان شوم. دوې ورځې کیږي چې ډوډۍ مې لا نه ده خوړلې.

موږ خپلې بچیانې دیني سبق ته رالیږلي وې؛ موږ څه خبر وو چې له دوی سره به داسې چلند کیږي. زما یوه لور، دوې خورزې او دوه د اوښې لوڼېمې په کې دي."

په باجوړ کې د پاکستان د حکومت سیاسي استازي فیاض خان شیرپاو ازادي راډیو ته وویل چې باجوړ ته تر رسیدو وروسته به ټولې ماشومانېد سیمې د قبایلي مشرانو او ملکانو په ضمانت د هغوی خپلوانو او کورنیو ته وسپارل شي.

فیاض خان شیرپاو وویل چې په خیبر پښتونخوا کې حکومتي ادارې به د داسې پيښو د مخنیوي تدابیر زیات کړي:

"اوس زموږ سترګې خلاصې شوې؛ موږ به تردې روسته تفتیش کوو چې له باجوړه څومره نجوني د کراچي او نورو ښارونو مدرسو ته استول کیږي، د چاسره ځي او د څنګه کسانو لاس ته ورځي.

موږ د دې مسالې د څارلو لپاره د سالارزو د مشرانو جرګه رابولو او پوښتنه به ورڅخه وکړو. هغه کسان به چې د سزا وړ دي زنداني شي او هڅه به کوو چې داسې پیښې په راتلونکي تکرار نه شي."

د پاکستاناکسپرس ټربیون ورځپاڼه وايي چې د کراچي پولیسو په دې ښار کې د حمیده بي بي په نوم د مدرسې مسووله او د هغې دوه همکاران نیولي دي.

نیول شوي کسان به د راتلونکې میاشتې (ډسمبر) په لسمه محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG