د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

هیلې هېڅکله نه مري! د افغان ماشومې کیسه چې د رڼا څرک لټوي


د افغانستان د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو سره-سره، لا هم په دغه هېواد کې درې نیم میلیونه پورې ماشومان زده‎کړو ته لاسرسۍ نه لري چې څه باندې ۶۰ فیصده یې نجونې دي.

د دې کار سبب په افغانستان کې پر نا امنیو سربېره تر ډېره کورنۍ ناخوالي او ټولنیز دودونه ګڼل کېږي چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نیسي.

دا به مو په وار- وار اوریدلي وي چې هیلې هېڅکله نه مړې کېږي. دا متل د هغې ماشومې له ژوند سره اړخ لګوي چې په تیارو کې د رڼا څرک لټوي په دې هیله چې یوه ورځ به د لمر وړانګې وویني.

کېسه د یوې دولس کلنې نجلۍ ده چې د سبق په بدل کې د خپلې مور له تودې غېږې لېرې کېږي.

دا د کورنۍ درلودلو سره-سره په یوې یتیم خانې کې اوسېږي څو راتلونکې یې روښانه شي، نوموړې خپل نوم ونه‎ښود او ویې ویل:

"مور مې شته پلار مې مړ شوی. یوه خور مې ده یو ورور مې دی. خور مې تر ماکوچنۍ ده او ورور مې تر هغې هم کوچنی دی."

د زده‎کړې شوق یوه خوا د مور مینه له بلې خوا دا ماشومه د دوو دنیاوو تر منځ دروي.

دا چې نوموړې څومره په دې ځای کې خوښه ده؟ وايي:

" - ډیره خوشحاله یمه.

په کور کې خوشحاله یې که دلته؟

دلته.

ولې؟

زموږ په کور کې هېڅ شی نشته او دلته هرڅه فعاله دي ځکه دلته خوشحاله یم، خو کله چې کور ته ځم هلته ډېره خوشحاله یم ځکه مور مې وي راسره."

په اکثرو ټولنو کې نجونو ته له ماشومتوبه ویل کېږي چې د کور په کارونو کې یې مرسته کول حتمي دي، خو هلکانو ته د کور کار کول تر ډېره ننګ بلل کېږي.

دا ماشومه په کور کې د همدې کارونو مسؤلیت احساسوي.

نوموړې وايي:

"کورته چې ځم له خپلې مور سره مرسته کوم. که هغه ډوډۍ پخوي زه کوټه جارو کوم یا هم مور مې ماته پخلۍ راښیې او زه یې عملي کوم. څو چې بېرته دلته راځم."

مور په‎خپله د کور د کارونو تر بار لاندې اوس د هډوکو په ناروغۍ اخته ده.

دا ماشومه غواړي ډاکټره شي او د مور د پښو درملنه وکړي:

" غواړم ټولنې ته خدمت وکړم. ادې ته مې خدمت وکړم. د ادې پښې خوږېږي، غواړم تداوي یې کړم. "

دا نجلۍ له موره ډېره خوښه ده ځکه د نورو خپلوانو د غوښتنو پرخلاف چې هغوی د خپلو نجونو له زده‎کړې سره موافق نه‎دي، خو د دې مور د سبق ویلو لپاره دا یتیم خانې ته لېږي:

"یوازې هلکان ښوونځي ته ځي نجوني نه پریږدي. زما پلار کار نه کاوه، هغه اوس مړ شوی دی، زما خپلوان وایي پلار دې څه کړي و چې ته به یې وکړې. هغوی راته وایې چې د مېړه کور ته ولاړه شې، هغو د درس پوښتنه نه کوي د دیګ او پخلي پوښتنه کوي، خو زه ورته وایم چې ما پریږدئ زه هم دیګ پخوم او هم سبق وایم. "

د افغانستان په څېر سنتي ټولنې د دې ماشومې په زرهاوو نورې بیلګې هم شته.

د پام وړ ټکې چې مثبت زیرۍ ورکوي دا دی چې د دې نالوستې مور په څېر داسې کسان په ټولنه کې شته چې د زده‎کړې په اهمیت پوهېږي او سره له دې چې دوی د زده‎کړې چانس نه درلود خو د خپلو اولادونو لپاره د زده‎کړې برابرولو هڅې کوي.

نا امنۍ له یوې خوا د ټولنې همدا نا خوالي بل خوا د دې سبب شوی چې افغانستان د نړۍ په سطحه به هغو هېوادونو کې راشي چې د نجونو د زده‎کړې سطح په‎کې تر ټولو ټیټه ده.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې داسې دقیقه احصایه نشته چې وښیي په عمومي ډول څومره ماشومان د زده‎کړو پر شرایطو برابر دي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې نهه میلیونه ماشومان اوس مهال په ټول هېواد کې زده‎کړې ته لاسرسی لري چې په دې کې شاوخوا ۴۰ فیصده یې نجونې او ۶۰ فیصده هلکان دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې لا هم درې نیم میلونه د زده‎کړو پر شرایطو برابرو ماشومان ښونځیو ته نه‎شي تلای چې په دې کې ډېره برخه نجوني دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل
د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"له درېیو تر درې نیم میلیونه پورې د افغانستان نارینه او ښځینه ماشومان یا د امنیتي یا اقتصادي او یا هم کلتوري ستونزو له کبله ښونځیو ته نه شي تلای. له بده مرغه د همدې شمېرې ډېره برخه یانې څه باندې شپیته فیصده یې نجونې دي. "

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل له ازادي راډیو سره په خبرو کې نا امنۍ او ترڅنګ یې کلتوري مسایل د نجونو د زده‎کړې پر وړاندې خنډونه وبلل.

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل
د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"په افغانستان کې ډېری کورنۍ نه غواړي په نجونو تعلیم وکړي. د دې دلیل هم کلتوري مسایل دي چې خلک نجونې ځوروي او بل خوا امنیت دومره ښه نه دی چې نجونې ښونځیو ته ولاړې شي او یا ان له کوره ووځي. "

دې ته په کتو چې دا ستونزه له پیړیو راهیسې دوام لري، نو که دا تشه همداسې دوام وکړي، د بشري حقونو د فعالانو په خبره ښایي د افغانستان پر راتلونکې ډېر منفي اغېز وکړي.

د افغانستان د ښځو چارو یوه فعاله مریم امرخېل چې دا په‎خپله هم د خپلو شخصي هڅو په نتیجه کې اوس توانیدلې خپلې زده‎کړې پر مخ بوزي او د نورو ښځو لپاره فعالیت وکړي په همدې نظر ده چې د دې ځنځیرونو د ماتولو لپاره په‎خپله د نجونو او مېرمنو کار ته ډېره اړتیا ده.

مریم امرخېل وایي، په ښځو سبق نه ویل د هغې پر خپل ځان باور له منځه وړي او په دې توګه د ټولنې هرې خبري ته په پټو سترګو سرټیټوي.

اغلې مریم وویل:

"کله چې یوه ښځه تعلیم ونه‎لري نو هغه مجبوره ده هر حکم چې ورباندې کېږي نو دا یې په چوپه خوله اوري او سر ورته ټیټوي. هغه فکر کوي چې زه اصلاً دا استعداد نه‎لرم چې لوی کارونه وکړم په سیاست کې برخه واخلم او په ځان بسیا اوسم. هغې ته دا فکر زموږ خلکو او زموږ نارینه وو ورکړی، دوی وایي ښځه ډېره کمزورې ده، خو په اصل کې داسې نه ده. "

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د سواد سطح ۳۸ فیصده ده، خو د پوهنې وزارت چارواکي وایي هڅه یې دا ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دا فیصدي تقریباً شپیتو ته پورته کړي.

XS
SM
MD
LG