د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د ماشومو نجونو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د وړو نجونو وضعیت څنګه دی؟


کابل کې د ځینو افغان نجونو یو انځور- 31, 2020
کابل کې د ځینو افغان نجونو یو انځور- 31, 2020

د اکتوبر یولسمه چې د ماشومو نجونو له ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په داسې حال کې راورسېده چې، اوس په افغانستان کې نجونو ته پاملرنه ډېره شوې ده.

سره له دې چې په افغانستان کې اوس هم ماشومې نجونې له خپلو لازموحقونو څخه برخمنې نه دي، خو د تېر په پرتله، اوس ورته پاملرنه ډېره شوې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی ۶۲ کلن میرویس افغان وايي، ۱۴ اولادونه لري خوپه دوی کې ورته دوه لوڼې، تر نورو ګرانې دي.

دی وايي، ۵ لوڼې یې واده شوي او هر چا چې ورته د لوڼو د ودونو مبارکي ویلې، خوښ شوی دی.

هغه زیاته کړه: "زه ۱۴ اولاده لرم، څلور زامن او۱۰ لوڼې، پنځه لوڼې مې واده شوي، هر چا چې راته د دوی د ودونو مبارکې ویلې، خوښ شوی یم، ما ته مې لوڼې ډېرې ګرانې دي او ټینګار کوم چې پر نجونو مې هم زده کړې وکړې."

د ملګروملتو سازمان په ۲۰۱۲کال کې د اکتوبر۱۱مه د ماشومو نجونو نړیواله د ورځې په نوم ونوموله چې، په ډېری هېوادونو کې د غونډو او ناستو په جوړولو نمانځل کېږي.

د دغې ورځې د نمانځلو هدف، د ماشومو نجونو ملاتړ، زده کړو، خوړو، قانوني حقونو او روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی، او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او په زوره د ودولو مخنیوی دی.

۲۵ ګیتا وايي، کورنۍ باید نجونو او هلکانو ته د زده کړو او حقونو یوشان زمینې برابرې کړي.

هغه زیاتوي: "که نجلۍ نه وي نړۍ نه شته، هر څه چې هلک ته غوره ګڼل کېږي، باید نجلۍ ته غوره وګڼل شي، هلکان چې تحصیل کوي، رییس یا ډاکتر کېږي، باید نجونو ته هم ورته اسانتیاوې برابرې شي."

خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې داسې ماشومان او په تېره ماشومې نجونې شته چې، حتې له خپلو لومړنیو حقونو نه برخمنې نه دي، ان دا چې ځینې کورنۍ د نجونو په زېږون نارضایتي او تعصب ښيي.

دوې په دغه دودیزه ټولنه کې پر نجونو داسې نومونه لکه بسګل، بسما ، بس بي بي، ختیمه، خاتمه او داسې نور ږدي چې، په کورنۍ کې نورې نجونې ونه زېږي او دا کار له نجونو سره د دوی د تعصب ښکارندويي کوي.

په دودیزه ټولنه کې ماشومې نجونې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

اوس په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومې نجونې شته چې له زده کړو بې برخې دي، حتې د پام وړ شمېر یې په شاقه کارونو بوختې او ممکن ډېری یې په لږ عمر کې په زوره واده شي.

هرات کې د نجونود یو ښوونځي زده کوونکې- ارشیف
هرات کې د نجونود یو ښوونځي زده کوونکې- ارشیف

لس کلنه فرزانه وايي، هره ورځ له سهاره تر ماښامه، د کابل ښار په واټونو کې کارکوي.

فرزانه زیاتوي: "د سهار اته – نهه بجې راځم، د موټرو ښیښې پاکوم، کله ۱۰۰ او کله ۱۵۰ افغانۍ ګټم، موږ څلور خویندې او دوه وروڼه یو، ډوډۍ هم راټولوم او کور ته یې وړم."

په ورته وخت کې په لیرې پرتو سیمو کې ډېری ښځې د نجونو د زېږولو له امله د مېړه د کورنۍ د غړیو له خوا له دومره تاوتریخوالي سره مخ کېږي چې رواني ستونزې ورته پېښېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مخکې له دې، بې سوادي، بېوزلي، له انساني حقونو او قوانینو څخه د خلکو ناپوهي او ناخبري او داسې نور د ماشومو نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه ګڼلي دي.

XS
SM
MD
LG