د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

افغانستان کې ولې ځینې مېرمنې مؤنث جنین له‌منځه وړي؟


د اکټوبر ۱۱مه چې د میزان د نولسمې سره برابره ده د ملګرو ملتونو له‎خوا د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کېږي چې ډېری ماشومې نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې‌برخې دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د روغتیا برخې یو شمېر متخصصین وایي چې ډېری امېندوارې مېرمنې د جنسیتي تشخیص وروسته له زوکړې مخکې خپل ماشوم چې نجلۍ وي له‎منځه وړي.

د الټراساونډ یا ټلوېزیوني معایناتو متخصص جاوید احمد سلطاني ازادي راډيو ته وویل، په سلو کې ۱۰ فیصده ښځې د جنین تر تشخیص وروسته کله چې پوه شي ماشوم‌یې نجلۍ ده جنین له‎منځه وړي.

ښاغلي سلطاني زیاته کړه:

"دا یوه فرهنګي ستونزه ده، ما خپله لیدلي دي په سلو کې ۱۰ فیصده مېرمنې کله چې خبرېږي چې ماشومیې نجلۍ ده او څو نورې لوڼې هم لري خپل ماشوم له‎منځه وړي."

د الټراساونډ په برخه کې یو بل متخصص داوود احمدزي هم ورته خبره کوي:

"موږ تر ډېره هڅه کوو چې د ماشوم جنسیت څرګند نه‌کړو ځکه چې هغه میندې چې ډېرې لوڼې یې راوړي وي او که موږ ورته ووایو چې په نس کې ماشوم نجلۍ ده، دوی له یو ډول روحي فشار لاندې راځي، ان داسې مېرمنې هم شته چې وایي، دا یې اوومه یا اتمه لور ده او نه‌غواړي چې دغه ماشومه وزېږوي."

ډاکټران وایي چې یو شمېر مېرمنې خپلې نوې زېږدلې ماشومې نجونې په روغتونونو کې او یا نورو ځایونو کې پرېږدي او د روزلو او پاللو څخه‌یې لاس اخلي.

ځکه چې ویل کېږي په افغاني ټولنه کې یو شمېر میندې د لوڼو د زېږولو له امله د مېړه د کورنۍ له‎خوا ځورول کېږي تر روحي فشار لاندې راځي او تاوتریخوالی ورسره کېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د جنین د له‎منځه وړلو پېښې تائیدوي او د بشري حقونو د سرغړونې تر ټولو جدي برخه بولي.

په دغه کمېسیون کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او ودې د برخې مسؤل عبدالله عابد ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې په ټوله‌ییزه توګه ټول ماشومان او په ځانګړي توګه ماشومې نجوني په بېلابېلو برخو کې له سختو خطرونو سره مخ دي.

ښاغلي عابد زیاته کړه:

"په افغانستان کې له بده‎مرغه ماشومان له بېلابېلو ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، ماشومې نجونې ان په کورني ماحول کې هم له خطر سره مخ دي. اول دا چې د نجونو او هلکانو تر منځ جنسیتي تبعیضونه شته، یو شمېر کسان د نجونو په پرتله هلکان غوره بولي، په داسې حال کې چې دواړه یو بشر دی."

ښاغلی عابد وایي، له دې سره-سره چې د افغانستان د جزا په قانون کې د جنین د له‎منځه وړلو لپاره له پنځو تر ۱۵ کلنو سزا ټاکل شوې خو زیاتوي چې دغه عمل د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په مختلفو ډولونو ترسره کېږي.

د جنین له‎منځه وړل یوازې جنسیتي تبعیض نه‌دی چې افغانې نجونې یې له زوکړې مخکې قرباني کېږي، بلکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې نجونې په افغاني ټولنه کې له نورو نابرابریو سره هم لکه زده‎کړې ته د نه‌لاسرسي، مناسب خوراک، روغتیايي خدمتونو، برابر قانوني حقوقو ته نه‌لاسرسی، په کوچني سن کې واده کول، په بدو کې ورکول، درانه کارونه، تاوتریخوالی او جنسي تېریو له پېښو سره مخ دي.

بل‎خوا د افغانستان د عالمانو سراسري شورا رئیس مولوي قیام‌الدین کشاف ازادي راډيو ته وویل چې د جنین له‎منځه وړل د انسان د وژلو په څېر دی او دغه عمل‌یې حرام وباله.

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف

ښاغلي کشاف زیاته کړه:

"د جنین له‎منځه وړل د یوه انسان د وژلو په څېر دی، کاملاً حرام عمل او د انسان قتل بلل کېږي، ځکه چې نجلۍ هم د خدای مخلوق ده او هلک هم."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سواد ټیټه کچه، د شریعي او د هېواد نافذه قانون څخه بې‌خبري د ماشومو نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوی لامل بولي.

دغه کمېسیون له حکومت، دیني عالمانو، مدني ټولنو او رسنیو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو هڅې وکړي او د ټولنې د تر ټولو مهربانه او ښکېلو موجوداتو یعنې کوچنیو نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG