د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

"له ښځو سره تاوتریخوالی دېرش فیصده ډیر شوی دی"


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وایي چې؛ د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیرو دوو کلونو د همدې مودې په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی دېرش فیصده ډیر شوې دي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې په دې کمیسون کې هره اونۍ د جنسي تیریو او ناموسي په نوم د ښځو د وژنې تر درېیو یا څلورو پورې پیښې ثبتیږي.

دوی وایي چې د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې دوی په ټول هیواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اوه سوه قضیې ثبت شوې دي.

په دې کمیسون کې د ښځو د څانګې مسوولې لطیفې سلطاني د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دا له ښځو سره په تاوتریخوالی کې پنځه ویشت تر دیرشو فیصدو زیاتوالی ښيي:

"د بشر د حقونو نظارتي لاسته راوړنې دا ښيي چې د ۱۳۹۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې اوه سوه قضیې د کمیسون د اطلاعاتو په څانګه کې ثبت شوې دي.

او هغه فیصدي چې د تاوتریخوالي د ډیریدو په برخه کې په کمیسون کې سنجول کیږي هغه د تیرو دوه وو کلونو په پرتله له ۲۵ نه تر ۳۰ فیصدو ډیروالی ښيي."


د بشر د حقونو خپلواک کمیسون د غیرت په نوم د وژنو او د جنسي تیریو د پيښو په اړه په داسې حال کې اندیښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې هم په څو ولایتونو کې دارنګه پيښې وشوې.

د غور ولایت په چغچران ولسوالی کې په یوې ښځې په ډله ییزه توګه جنسي تیری او په بدخشان کې په یوې درې نیم کلنۍ ماشومې جنسي تیری د هغو پيښو له ډلې څخه دي چې تیره اوونی وشوې.

بلخوا د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وایي چې د دې قضیو تر څنګ په ځینو ولایتونو کې د نجونو د اجباري ودونو پيښې هم ز یاتې شوي دي.

د میرمن سلطاني په خبره د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې دوی د اجباري ودونو ۹۰ قضیې ثبت کړي، چې د دارنګه پيښو پنځوس فیصده قربانیانې له اتلس کلونو کم عمره نجونې دي.

د ښځو د حقونو ځینې فعالان له ښځو سره د تاوتریخوالی د کمولو لپاره بیلابیل وړاندیزونه کوي.

د ښځو د حقونو یوه فعال نجیب الله زاخېلوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا مشکل هغه وخت حل کېدای شي، چې زموږ ټوله ټولنه تعلیم ته مخه کړي او تعلیم یافته شي، چې دا یوه وخت ته اړتیا لري او د حل دېیمه لاره یې دا ده، چې په کلیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړو او خلکو ته دا وښیو، چې ښځه یوازې د ډبولو او وژلو وسیله نه ده، ښځه نورې ارزښمتنې خواوې هم لري."

مخکې تر دې هم د ښځو د حقونو د ملاتړ ځینو ادارو د ښځو د ستونزو د کمولو لپاره وړاندېزونه او طرحې وړاندې کړې دي خو ویل کیږي چې تر اوسه دغه طرحې او وړاندېزونه سمې نه دي عملي شوي.

یو شمیر خلک پدې باور دي چې پر ټولو د قانون یو ډول نه پلي کیدل او په اکثرو مواردو کې له مجازاتو څخه د مجرمینو معافیت له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب کیږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي او د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې خبردارې ورکوي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ملي شورا کې تصویب نشي نو له ښځو سره تاوتریخوالي به نور هم ډير شي.

دغه قانون له تیرو څو میاشتو راهیسې په ملي شورا کې ده او د ځینو وکیلانو د مخالفتونو له امله تراوسه نه دی تصویب شوی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG