د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

مېلر: د ترهګرو له هغه لېست څخه د طالبانو ایستلو کې بدلون نه دی راغلی چې غړي یې په کې شامل دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي "په ځانګړې توګه پیژندل شوي نړیوال ترهګرو" له لیست څخه چې د طالبانو یو شمیر غړي هم په کې شامل دي ددې ډلې د نوم ایستلو کړنلاره کې بدلون نه‌دی راغلی.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د سه‌شنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیې په‌دې وروستیو کې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو پرېکړه کړې، امریکا په‌دې برخه کې څه نظر لري؟ وویل چې دوی "د یو ځانګړي نړیوال ترهګریز سازمان" په توګه د طالبانو د نوم بدلولو په برخه کې خپله کړنلاره نه‌ده بدله کړې. دا په نړۍ کې د ترهګرو ډلو او افرادو په اړه د امریکا متحده ایالتونو هغه لیست دی چې د طالبانو یو شمېر غړي هم په کې شامل دي.

مېلر دا هم وویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول څو مهمو ګامونو چې په هغو کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو رعایتولو او پر دوی د بندیزونو لرې کولو پورې تړلې موضوع ده.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

نوموړي وویل، بشري په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونه چې په خبره یې د طالبانو له‌خوا پرې ظلم دوام لري، د دوی د ښکېلتیا په سر کې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره کار ته دوام ورکوو څو پر طالبانو فشار راوړو چې خپل تبعیضي فرمانونه بېرته واخلي او ډاډ ترلاسه شي چې، د اړیکو د عادي کولو لپاره په هر ګام کې له ښځو او نجونو سره د دوی په چلند پورې اړه لري، مګر دا يوازې په‌ دې پورې محدود نه‌دي چې دوی ښځو او نجونو ته بېرته د ښوونځي د تګ اجازه ورکړي او د ښځو د کارموندنې محدودیتونه ليرې کړي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت له محدودیتونو او بندیزونو اغېزمنې ځینې نجونې او د ښځو او بشري حقونو فعالانې وایي، نړۍ او امریکا دې پر طالبانو تر هغه فشارونه جاري وساتي تر کومه چې په خبره یې د دوی حقونه یې ورکړي نه وي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو او بشري حقونو یوه فعاله چې نه‌‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له څرګندونو په هرکلي ټینګار کوي چې نړیوال په ځانګړې توګه امریکا دې له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو خپل ملاتړ په عمل کې ثابت کړي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "دوی (امریکا) باید په جدي ډول خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي داسې نه چې دوی یوازې ووایي چې موږ د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د دوی تر شا ولاړ یو یا بیانونه خپروي، بلکې دغه محدودیتونه او بندیزونه چې هم له اسلام او هم له قانون سره په ټکر کې دي، دا دې له طالبانو نه مني او پر طالبانو دې تر هغو فشارونو ته عملاً دوام ورکړي چې دا محدودیتونه یې لرې کړي نه وي."

مېرمن امیري وايي: طالبانو پر ټولو افغانانو خصوصاً پر ښځو قیودات زیات کړي، دوی پر افغانانو خپلو ظلمونو ته دوام ورکړی او دا ظلمونه به یې تر هغه دوام کوي چې نړۍ دوی ته نور هم وخت ورکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعالې لېمې امیري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل : "طالبانو پر ټولو افغانانو خصوصاً پر ښځو قیودات زیات کړي، دوی پر افغانانو خپلو ظلمونو ته دوام ورکړی او دا ظلمونه به یې تر هغه دوام کوي چې نړۍ دوی ته نور هم وخت ورکړي، دا چې دوی د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي، ښځو ته په ټولنه کې ونډه نه ورکوي، که چېرې نړیوال د دې حالت له لیدو سره سره څه نه‌کوي او خپلې اړیکې ورسره عادي کوي، نو دا په‌دې معنا ده چې دا هېوادونه هم د افغانانو دښمنان دي."

که څه هم د طالبانو حکومت تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې طالب چارواکو تل له نړۍ په ځانګړې توګه له امریکا سره د تعامل غوښتنه کړې.

تازه په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین پرون سه‌شنبه پر افغانستان د امریکا د حملې د دروېشتم کال پوره کېدو په اړه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي وو، افغانان د امریکا او د هغه د متحدینو تر ټولو ښه دوستان او تر ټولو بد دښمنان کېدای شي.

په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنۍ وروسته په تېرو څه د پاسه درې کلونو کې پر افغان مېرمنو تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي.

داسې مهال چې طالبانو مخکې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي شریعت له‌مخې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي، خو د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په پراخه نقض تورن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG