د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ننګرهار کې سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي؛ طالبانو د درېیو کسانو مړینه او ۲۰ ټپي کېدل تایید کړي


په ننګرهار کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور سېلابونو نړولی دی.
په ننګرهار کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور سېلابونو نړولی دی.

د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې د جمعې ورځې سېلاب ځپلي له حکومت او نړیوالو موسسو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي چې د وروستيو سېلابونو له امله يې کورونه، ځمکې، باغونه او آن د چرګانو فارمونه ویجاړ شوي، د سرپناه او خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي.

د کوز کونړ په زوړ کلي کې له سېلابونو یو تن زیانمن شوي، احمدالله د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غواړي چې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه وویل: "مونږ ته يې ډېر زيان رسولى دی، په کور کې مو اوبه ولاړې دي، د کور دېوالونه خراب شوي. زمونږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې مونږ سره مرسته وکړي تر څو بېرته خپل کور جوړ کړو او خوراکي توکي هم مونږ ته راکړي، ځکه چې زمونږ خوراکي توکې ټول اوبو وړي."

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى ملنګ جان هم ورته خبره کوي او وايي چې د دوى د کورونو سربېره، کرنيزې ځمکې او د چرګانو فارمونه یې هم ويجاړ شوي دي.

ملنګ جان وايي: زمونږ فصلونه خراب شوي، درې تر څلور جريبه ځمکه او د چرګانو فارم مې هم خراب شوی.

هغه وايي: "زمونږ فصلونه خراب شوي، درې تر څلور جريبه ځمکه او د چرګانو فارم مې هم خراب شوی، ما د عاید لپاره ۵٠٠ چرګان ساتلي وو چې شاوخوا درې لکه تاوان راته اوښتی."

د کوز کونړ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى توريال اسحاقزى وايي چې سېلابونو په څو کليو او ان په دره نور ولسوالۍ کې خلک زيانمن کړي چې خورا بد وضعيت سره مخ دي.

نوموړي وویل: "ښېوې ته اړوند په سوچ کلي کې ږلۍ ورېدلې، دېوالونه خراب شوي او د دره‌نور په امله کلي کې هم ږلۍ شوې او خلکو ته یې ډېر زیان رسولی، ځینې کسان زخمي شوي هم دي او سېلاب د ښیوې په کنه‌ده سیمه کې هم ټول فصلونه له منځه وړي، مالدارانو ته هم ډېر تاوان اوښتی او خلک مرستې ته اړتیا لري."

د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي دا هم وايي چې تراوسه ورته د سرپناه او خوراکي توکو په برخه کې مرسته نه ده شوې.

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز مسوولان هم وايي، د جمعې په سهار د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند ملا عادل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، دې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړي د ځينو انځورونو په شريکولو سره زياته کړه چې د دغو سېلابونو په پايله کې ١۵٠ کورونه او د اوبو يو کانال هم ويجاړ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.

ارشیف: له دې مخکې هم سېلابونو ننګرهار کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: له دې مخکې هم سېلابونو ننګرهار کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

یادې ادارې وړاندوینه کړې وه چې د جمعې او شنبې په ورځو به بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونه د سختو اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو شاهد وي.

د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ سېلاب ځپلي په داسې حال کې له حکومت او مرستندويه ادارو د مرستې غوښتنه کوي چې تر دې مخکې د ننګرهار په ګډون د بېلابېلو ولايتونو یو شمېر سېلاب څپلو شکایت کړی چې له ژمنو سره سره يې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG